د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د سود د حراموالي حکمتونه

ډاکټر فيض الله (ثاقب) 02.09.2008 18:41

د ډاکټر فيض الله (ثاقب) ژباړه

Wisdom behind prohibition of Riba

د اسلام سپېېڅلی دين د ټولنې اخلاقيِ، ټولنيزو او اقتصادي ښېګڼو ته ډېره په لوړه کچه پاملرنه کوي، همدا لامل ده چې سود ېې په کلکه حرام کړی ده. مسلمانو پوهانو پدې اړه ډېرې څرګندونې کړي دي چې ټولې ېې د سود د حراموالي حکمت روښانه کوي نوې څېړنې دا نظریی تاييدوي او په ځنې حالاتو کې ځنې بدلونونه او زياتونې پکې کوي، مونږ دلته د سود په اړه د امام رازي رحمت الله عليه په نظريه بسنه کوو.

لمړی: د سود مانا دا ده چې يو څوک د چا شتمني داسې واخلي چې هغه ته په بدل کې هېڅ نه ورکوي، لکه چې يو سړي يوه روپۍ د دوه روپيو په بدل کې پور ورکوي نو يوه روپۍ داسې اخلي چې په بدل کې پوروړي ته هېڅ نه ورکوي. دا چې د يوه چا شتمني د هغه د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره ده او د پيغمبر(ص) د حديث سره سم هغه ډېره مقدسه او د درناوي وړ ده ( حديث شريف واېې چې د يوه وګړي شتمني همداسې مقدسه او د درناوي وړ ده لکه د هغه وينه). نو څرګنده خبره ده چې پرته له بدل ورکولو څخه د چا شتمنۍ اخيستل حرام دي.

دوهم: سود ددې لامل کېږي چې خلک تنبل او د پيسو پيدا کولو لپاره هېڅ کار ونکړي، ځکه يو شتمن سړی کولی شي چې ډېرې پيسې پرته له کار کولو څخه د سود له لارې لاس ته راوړي. په پايله کې د هغه په اند د کار ارزښت کمېږي، د پيسو د لاس ته راوړلو لپاره هلې ځلې نکوي، نوموړی همدارنګه د سوداګرۍ او صنعت په ډول خپله شتمني هم د ګواښ سره نه مخامخ کوي. دا چې د نړۍ کاروبار د سوداګرۍ ، صنعت او ودانيو د جوړولو پرته (چې ټول ېې شتمني له ګواښ سره مخامخ کوي) مخکې نه ځې نو دا عمل نور وګړي د هغوی له مالي ګټو څخه بې برخې کوي. چې د اقتصاد له نظره دا ټکی يو لوی بحث ته اړتيا لري.

دريم: د ټولنې معنوي اړخ ته په پاملرنې سره د اسلام سپېڅلي دين خلک له يوبل سره ښيګڼې کولو ته هڅوي، مګر سود ته جواز ورکول ددې ښېګڼو مخه نيسي. که سود په ټولنه کې حرام وي نو وګړي به د ښېګڼو په ډول يوبل ته پور ورکوي او د خپلو پيسو څخه د ډېرو پيسو هيله به نلري چې دا کار د انسانانو ترمنځ مينه او دوستي منځ ته راوړي ولې که سود ته جواز ورکړل شي نو پدې صورت کې اړ خلک مجبوره دي چې له پور پيسو څخه ډېرې پيسي د پيسو څښتن ته ورکړي او دا کار د پور ورکوونکي په اړه د هغه د ښېګڼې او دوستۍ احساس ته تاوان رسوي.

څلورم: ټولنيز اړخ ته په پام سره، پور ورکوونکی ډېر ځل شتمن او پور اخيستونکی بې وزله وي نو که سود ته جواز ورکړل شي شتمن به به د بې وزلو څخه ناوړه ګټه اخلي يا په نورو ټکو هغه به استثماروي، چې دا د ترحم او ښېګڼې د روحېې سره سمون نلري.

پدې ډول په کومه ټولنه کې چې سود روا وي هلته د بې وزلي د هلو ځلو څخه ډېره زياته ناوړه ګټه اخيستل کېږي، په پايله کې ېو بې وزله نوره هم بې وزله او شتمن نوره هم شتمن کېږي، ټولنه له اقتصادي او ټولنيز پلوه په ځنې ډلو باندې وېشل کېږي چې تر منځ ېې ډېر لوی توپير ليدل کېږي. څرګنده ده چې دا پېښه د شتمنو په اړه د بې وزلو په زړه کې ډېره لويه کرکه او کينه منځ ته راوړي. جنګ جګړې منځ ته راوړي، ټولنيزې او اقتصادي چارې اجاره کېږيِ، انقلابونه منځ ته راځي او ټولنيز نظام له ګواښ سره مخامخ کېږي. اوسنۍ څېړنې ښېې چې په سود باندې د ولاړ اقتصادي نظام له کبله په بېلابېلو ټولنو کې سولې او ثبات ته ډېر ګواښونه موجود دي.