د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دوه سيندونو لنډه کيسه

ډاکټر فيض الله (ثاقب) 11.08.2008 13:57

ليکواله: Sis Zabrina (مالېزيا).
ژباړونکی: ډاکټر فيض الله (ثاقب).

دا زما ځای ده .
کوچني وراره مې په هوا کې ليکه ووېستله او په ګوتو ېې ورته اشاره وکړه.
او دا ستا ځای ده، په کټ کې ېې زما د ځای خوا ته اشاره وکړه.
ما هغه ښکل کړ او ورته ومې ويل:
ښه ګرانه: زه به خپل اخري کوښښ وکړم چې په خپل ځای ويده شم او ستا ځای ته در نشم.
ايا کوچني ماشومان ډېر خواږه او په زړه پورې نه وي؟

د وراره زما د ځای او ستا د ځای هوایی کرښو مې راته يو اي مېل راياد کړ.
چې د ځمکې پر مخ د سيندونو او بحرونو د پوهنې (Oceanography) په اړه وه.
په اي مېل کې ليکل شوي وه چې د سهيلي افريقا د کېپ ټاون سهېل ته دوه سيندونه دي چې يو ېې مالګين (تروش) او بل ېې خوږ خوند لري خو دواړه يو ځاي د بحر په لور بهېږي.
ددې سيندونو ځانګړی ارزښت دا ده چې يو د بل سره نه ګډېږي او يو ځای تر بحر پورې رسېږي
او ان تر دې چې په بحر کې هم ددې سيندونو (د خوږ او مالګين خوند) بېلابېلې ځانګړتياوې سړي حس کولی شي.

سبحان الله.
الله (ج) نزدې څوارلس سوه کاله مخکې پدې اړه يو ايت را لېږلی.
چې فرمايي:
ايا ستاسو له خدايانو څخه هغه يو خدای(ج) غوره نده چې ځمکه ېې تاسو ته د اوسېدو ځای کړې، سيندونه ېې پکې پيدا کړي، کلک غرونه ېې پکې ځای په ځای کړي دي، او د دوه (خوږو او مالګينو) سيندونو ترمنځ ېې يوه پرده پيدا کړې، ايا پرته له يو خدایه(ج) نور خدايان شته؟، نه هېڅکله نه: خو ډېری ددوي نه پوهېږي.
(سوره النمل)

الله پاک فرمایی چې ما دوه سيندونه پيدا کړي دي، چې يو ځاي خوا په خوا بهېږي او دا چې ددوی تر منځ مې يوه پرده پيدا کړې ده چې نه پرېږدي چې دا دواړه سيندونه سره ګډ شي.
سبحان الله.
دا يو حيرانوونکي حقيقت ده.
ددې لپاره چې زما په خبره ښه پوه شئ نو لاندې تصويرونه وګورئ.

 


تصويرونو ته په کتوسره، سمدستي راته يوه خبره را ياده شوه.
هغه دا چې انسان چې اشرف المخلوقات بلل کېږي، کولی شي چې په ژوند کې ددې سيندونو څخه يو سبق زده کړي.
د يو بل ځانګړتياوو ته د درناوي سبق.
هغه پردې ته ځير شئ چې دواړه سيندونه چې هر يو ېې بېلابېل (تروش او خوږ) خوند لري سره بېل کړي.
ددې بېلابېلو ځانګړتياوو سره سره دواړه په ښه ډول د بحر خواته بهېږي خو نوموړې پردې ته درناوی کوي.

يو ليکوال (جېکي رابېنسن) وایی.
زه هېڅکله نه وايم چې زه دې هرو مرو ستا خوښ شم، زما يواځنۍ غوښتنه دا ده چې ته بايد د يوه انسان په توګه زما درناوی وکړې.
ايا ستا په خيال نوموړی رښتيا نه وایی؟
نوموړی واېې:
ته اړ نه ېې چې زه دې خوښ شم ، همدارنګه اړ نه یی چې زما سره مينه وکړې، خو يواځنی کار چې ته بايد وکړې هغه دا چې د يوه انسان په ډؤل چې ستا غوندې پدې ښکلې نړی کې د ژوند برابر حق لرم زما درناوی وکړې.

دا يوه بله خبره هم را ياده شوه، هغه دا چې ولې مونږ انسانان دغه ډول ژوند نشو کولی؟
داسې چې يو دبل ځانګړتياوو ته درناوی وکړو.
هغه اړ نه کړو چې زمونږ په ډول شي.
ولې ددې لپاره چې تا ته دمنلو وړ وګرځم بايد زه ستا په شان شم؟
ايا ته خوښوئ چې ددې لپاره چې ماته د منلو وړ وګرځې نو بايد ځان زما غوندې کړې؟
ولې مونږ نور نه پرېږدو چې څه ډول لباس غواړې هغه واغوندی؟
که سر پټوي، که مخ پټوي اوکه بدن پټوي؟
ولی مونږ د نورو د خوښې درناوی نشو کولی؟

راځئ له ځانه وپوښتو چې:
ايا خوږو اوبو مالګينو اوبو ته وییلی چې زه ستاسو نه ډېره وړتيا لرم چې د سيند چارې اداره کړم؟
نه، هېڅکله نه.
دا لدې کبله چې خوږې اوبه پوهېږي چې هغه بايد له مالګينو اوبو سره ګډ کار وکړي او له هغو سره خوا په خوا بحر ته لاړې شي.
نوموړي دوه سيندونه مونږ ته ښيي چې که مونږ د يو بل بېلابېلو ځانګړتياوو ته درناوی وکړو نو کولی شو چې يو دبل سره خوا په خوا د يوه غوره مقام په لور لاړ شو او نوموړی مقام لاس ته راوړو.