د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په اسلام کې د ماشومانو حقونه

عبدالله احمدي 02.07.2008 16:50

په اسلام کې د ماشومانو حقونه

 

مسلمانه ماشومه

 

په قرآن کریم کې د علم او پوهې لوړې درجې او منزلت ته چې علما په ځمکه کې د الله ج په نزد له هغه برخمن دي ، په ډېرو ځایونو کې اشاره شوې . الله تعالی فرمايي : (یرفع الله الذین آمنوا منکم و الذین أوتوا العلم درجات  والله بما تعملون خبیر ) المجادله ۱۱ آیت . بل ځای فرمايي : (انما یخشی الله من عباده العلماء ان الله عزیز غفور) سورت فاطر ۲۸ ایت .

 

او بل ځای یې داسې مهرباني کړې ده: (وقل ربّ زدني علماً) ، د طه ۱۱۴ ایت .

 

همدارنګه په پاکو نبوي سنتو کې هم داسې دلایل شته د پوهې او علم  غوښتل یې فرض ګرځولي دي، چې ان د الله تعالی په لاره کې د جهاد کولو تر درجې یې رسولی دی، رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي: (هرڅوک چې د علم په طلب پسې ووزي، ترهغه د الله تعالی په لاره کې دی څو چې بېرته نه وي راستون

شوی .[1]) روایت یې ترمذي کړی .

 

بل ځای فرمایي: (کله چې انسان مړ شي، له درو پرته نور ټول اعمال یې ورسره وتړل شي: جاري صدقه، هغه علم چې ګټه ترېنه اخیستل کیږي او هغه نېک زوی چې دعا ورته وکړی .) روایت یې مسلم کړی [2].

 

او بل د رسول علیه السلام دا قول چې د علم او علماوو د بهترۍ په اړه وايي: (فضل العالم علی العابد کفضلي علی ادناکم). همدارنګه فرمايي: (من سلک طریقاً یلتمس فیه علماً، سهل الله له به طریقاً الی الجنة [3]) .

 

بل ځای فرمايي : (دطالب العلم لپاره پرښتې خپل وزرونه غوړوي او د عالم لپاره هغه څه چې په آسمانونو او ځمکه او هان په اوبو کې کبان د هغه لپاره بښنه غواړي او په عابد دهغه بهتري هسې ده لکه په ستورو د سپوږمۍ بهتري او علما د انبیاوو وارثان دي او په حقیقت کې انبیاوو دینار او درهم په میراث ندي پرې ایښې بلکې علم یې (له ځانه وروستیو خلکو ته )په میراث پرې ایښی دی ...)[4]

 

دا د علم په فضیلت کې یو داسې قول دی چې نور قولونه ورته نشی رسیدلای .

 

د ماشومتوب په لومړیو پړاوونو کې د پوهې اروايي او ټولنیزو اساسي وړتیاوو پرمختګ یو نه تمامېدونکی اهمیت لري ، دغه وړتیاوې د هغوی د ژوند په راتلونکو پړاوونو کې د پرمختګ بنسټ جوړوي . همدارنګه د هغوی ته د زده کړې زمینه برابرول دهغوی طبیعي حق دی او پر مور او پلار یې یو واجب کار دی . همدارنګه د هر ماشوم لپاره ښه اساسي زده کړه او دهغه ضمانت او دوام د دوی له بنسټیزو حقوقو ګڼل کیږي . ځکه چې پدې برخه کې نیمګړتیاوې د هغو ماشومانو په راتلونکي ژوند چې د نړۍ په بېلابېلو ځایونو کې په بېلابېلو چاپېریالونو کې اوسیږي منفي اغیز ښندي .

 

د نړیوال پرمختیايي اقتصاد په ډګر کې  هغه هیوادونه چې بې د بې سوادۍ کچه یې لوړه  ده او په زده کړه کې د نارینه او ښځینه برابري پکې نشته په سیالۍ کې بې ځواکه دي .

 

دماشومتوب په لومړیو پړاوونو کې د هغوی وړتیاوو ته وده ورکول او روزنه  :

 

ارواپوهان او روزنپوهان ماشومان په درې ډوله ویشي چې هر ډول یې ټاکلی پړاو لري . چې له پنځو څخه تر اوو کلونو پورې غځیږي . او هر پړاو له هغې بلې سره توپیر لري په هغه څه کې چې ماشومانو ته تربیوي لارې ، تعلیمي وسایل او معلومات او د ژوند تجربې وړاندې کیږي  چې دغه پړاوونو ته د ماشومتوب لومړۍ ، وروستۍ او د ځلیتوب پړاوونه وايي . مور او پلار باید دهغوی د غوښتنو درناوی وکړي او دهغوی غوښتنې پوره کړي ، د دوی وړتیاوو ته وده ورکړي او دهغوی د ودې او د ژوندانه له هر پړاو سره سم تعلیم ورکړي . په لومړي پړاو کې چې له شپږو اوو کلونو ټیټ عمر ولري ، پدې پړاو کې د ماشوم اصلی غوښتنې امن او ډاډینه وي .

 

همدارنګه ماشوم هسې شعور ته اړتیالري چې احساس وکړي هغه د درناوي وړ او دهغه څه سیال دی چې د خپلو شونتیاوو او وړتیاوو سره سم یې هیله لري او  د هغه لوړ مقام د لاسته راوړلو هڅه کوي چې هغه د ده ذات ته درناوی وربخښي او اهمیت یې ډاډمنوي .

 

همدارنګه ماشوم د ودې کولو له پړاوه وروسته اړتیا لري چې ځینې کارونه په خپله سرته ورسوي ؛ نو دهغه د بریالیتوب لامل  هغه ته دا ځواک ورکوي چې پخپلو پښو ودریږي او له خپلې وړتیا او عمر سره سم ورته سپارل شوي ځینې کارونه ترسره کړي .

 

دغه ټولې اړتیاوې د یوې مناسبې اروایی ودې لپاره اړینې دي چې باید په ښه توګه وپالل شي تر څو د ماشوم د شخصیت وده په متوازن ډول پر مخ بوځي . همدارنګه دغه اړتیاوې د یوبل او همدغه راز د بدني او عقلي ودې لپاره اړینې دي ، نه دا چې یوه اړتیا پوره او بله له پامه وغورځول شي .

 

ماشوم

 

د اړتیاوو اشباع مطلقه اشباع نده بلکې د پلارتوب په سلوکو کې له تاوتریخوالي پرته پر ماشوم د اعتدال د نظام دپلي کولو او د ده د کړو وړو د کنټرولولو یوه برخه ده . مسلم له حضرت عایشې رضی الله عنها څخه دروایت تخریج کوي چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمايلي : (یا عایشة ان الله رفیق یحب الرفق و یعطي علی الرفق ما لایعطي علی العنف) .

 

د ماشومتوب په لومړي پړاو کې د ماشومانو د ذهني او معرفتي ودې وړتیاوې د فردي او ټولنیزې لوبې له لارې په بنسټیزه توګه ترسر ه کیږي ، هغه که خپله له کورنۍ سره وي او که دهغه د کورنۍ تر څارنې لاندې وي چې دا دهغه یو اصلي حق دی او ده ته د شاوخوا چاپیریال د پېژندنې لپاره فرصت ورکوي او د هغه د پټو عقلي وړتیاوو د رابرسېره کېدو او د هغه د ژبنیو استعدادونو د لوڅېدو لامل کیږي .  له خپل مور او پلار یا نورو ماشومانو سره لوبې کول هغه ته دا زمینه هم ورکوي چې د مفاهیمو او تسامح د شریکولو لپاره لاره هواره کړي او د نورو د درناوي د پېژندلو فرصت تر لاسه کړي .

 

حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په لمانځه ولاړ وو کله چې سجدې ته ټیټ شو نو لمسی حسین یې ورپرشا شو نو سجده یې اوږده کړه کله چې له لمانځه فارغ شو ؛ صحابه وو  ترې وپوښتل اې رسول الله صلی الله علیه وسلم ! ولې مو سجده اوږده کړه ، ده وویل : (ان ابنی ارتحلنی فخشیت ان اعجله) د کورنۍ په دننه کې د بیان آزادي او د نظر د تبادلې لپاره د فرصت ورکول د ماشوم د وړتیاوو په دوه کې یو مهم عامل ګڼل کیږي .

 

 ځکه هغه ماشومان چې له دغې آزادۍ څخه برخمن دي پخپل نفس د باور وده او پر ستونزو د غالبیدو مهارتونه او ددوی په ژوند کې لکه د ځوانانو په شان بریالیتوب ته رسیږي .

 

د اولاد ترمنځ له توپیر پرته په اساسي ښه زده کړه کې د ماشوم حق

 

 د ماشومتوب په وروستي پړاو کې داوو او ۱۲ کلونو ترمنځ ماشوم د خپل ضمیر او برترۍ تقویه کولو ته اړتیا لري، چې ضمیر د دین، قانون، دود، عاداتو او تقالیدو له امله منځ ته راځي، نو له دې کبله د ماشوم د عمر په دې مرحله کې باید روښانه قواعد شتون ولري، او ماشوم د عمر په دې پړاو کې ډېر مختار نه وي، کورنۍ باید په راتلونکي کې ماشوم له ټولنې سره د راکړې ورکړې چارې ته تیارکړي نو له دې سببه  باید ځینې قواعد د زور او مینې له لارې پلې کړای شي  .

 

سربېره پردې، د ماشومانو لپاره د ‌ژوند په دغه پړاو کې د اساسي ښې زده کړې په ترلاسه کولو او دوام کې د خپلو ذهني وړتیاوو سره سم د اسلامي دین له هغه جوهر سره اتفاق مومي چې د علم زده کړې ته خلک هڅوي او د ایمان، روغتیا او علم له پلوه ځواکمن مسلمان تر نورو هغو برتر بولي، هغه که نارینه وي او که ښځینه، چې اسلام  څوارلس کاله وړاندې د تعلیم اړتیا ته اشاره کړې ده .

 

له زده کړې څخه د ځینو ماشومانو بې برخې توب یوازې په دې مانا نه دی چې ګواکې دوی تر نورو ماشومانو کم دی، بلکې تر ټولو خطرناکه خبره داده چې له زده کړې بې برخې ماشومان د یو لړ نورو تاوتریخوالو ښکار ګرځي او له زده کړې برخمنو د خپلو نورو همځولو په شان له خپل ماشومتوب څخه خوند نشي اخیستی، خپلو مهارتونو ته په تعلیمي موسسو کې وده نشي ورکولای، همداشان له زده کړې بې برخې ماشومان د ژوند په خطرناکو پړاوونو کې د زورورو او یا غیراخلاقي کارونو په ترسره کولو سره ددوی مسلکي تجربو ته هېڅ شی نشی ور زیاتولی .

او یا ماشومان په کورنۍ کې د سختو کارونو په کولو سره دې ته اړایستل کیږي چې له وخته مخکې واده وکړي چې په ځینې وختونو کې دغه یوازېنی بدیل بلل کیږي .

 

په دې سیاق کې د تشریعي موسسو او کورنیو ټولنو له لارې ټولنه دا مسؤولیت لري چې د ماشومانو لپاره د یوه ځانګړي قانون په چوکاټ کې ماشومانو ته دا حق ورکوي چې زده کړه وکړي، والدین دې ته مجبورکاندي چې خپل ټول اولاد د مناسب عمر ته رسېدو پرمهال په ښوونځیوکې شامل کړي .

 

له بل پلوه دولت هم باید د خپلو بچیانو لپاره خپل مسوولیت درک کړي، دوی ته ښوونځي جوړې کړي، څو د وطن ټول بچیان پکې زده کړه وکړي، پرته له دې چې ددوی جغرافیوي ځای په پام کې ونیسي، او ددوی په منځ کې هېڅ ډول تبعیض ته لمن ونه وهي .

 

همدارنګه نړیواله ټولنه دنده لري چې مخ پر وده هېوادونه دې ته اړباسي چې د زده کړې په ډګر کې خپله ځانګړل شوې بودیجه زده کړې ته بېله کړي څو په بېوزله هېوادونو کې ناچاره ماشومان له زده کړې بې برخې پاتې نشي .

 

او په ښوونځي کې باید ددې پړاو له ماشومانو سره په نرمۍ چلند وشي، رسول الله صلی الله علیه وسلم بي بي عایشې رضی الله عنها ته په خطاب کولو سره داسې فرمايلي دي : (ان الرفق لا یکون فی شﺉ الا زانه وا ینزع من شﺉ الا شانه)[5]  .

 

هرڅومره چې د ماشوم عمر زیاتېږي، هومره ورسره په ښوونځي کې د خپلو همځولو او ښوونکو درناوی ورسره زیاتېږي، ماشوم ډېره هڅه کوي چې د ښو اخلاقو او ښه چلند خاوند واوسي، د ښوونځي او کور  په ډېری کارونو کې ځان مخې ته کوي څو د نورو پام ځان ته واړوي او یو څوک د شاباسۍ خبره ورته وکړي  .

 

هرڅومره چې د ده تقدیر زیاتېږي هومره ورسره دده په نفس کې ډاډ زیاتېږي چې دده شاوخوا داسې کسان شته چې دده غوښتنو ته مثبت ځواب ووايي او دی خوشاله کاندي .

 

او دده د غوښتنې نه پوره کول بیا ددې لامل ګرځي چې بداخلاقۍ ته ملا وتړي، چې دا ډول ماشومان زیاتره د سلوکي ګډوډۍ او مغشوش والي قرباني کېږي .

 

دا مهمه نه ده چې د ټولو لپاره دې د زده کړې زمینه برابره شي، بلکې د زده کړې د نوعیت غوره والي ته هم اړتیا لري .

 

د زده کړې د نوعیت غوره والی د ښوونځي د غوره چاپېریال له هڅو سره تړاو لري، لکه ښه ودانۍ، د زده کړې ښه وسایل، د اوبو ښه نلونه، د تمرین او تدریب په وسیله د ښوونکي او یا ښوونکې تعلیمي مستوی ته وده ورکول څو له روزنیزو وسایلو او مېتودونو سره غوره وړتیا ترلاسه کړي، او پر هغه څه ښه قدرت ومومي چې خپلو زده کوونکو ته یې لېږدوي، له خپلو زده کوونکو سره د پلار او یا مور په شان کړه وړه وکړي  او خپل شاګردان د خپل اولاد په شان وګڼي، دوی ته د ریښتیا ویلو زده کړه ورکړي، له دروغو یې منع کړي، د امانت ساتلوبولۍ ورته ورکړي، دا ټول څیزونه چې بشپړ شي نو انسان ته یو کریم ژوند ور په برخه کوي .

 

همدارنګه غوره زده کړه ددرېیو ابعادو له لارې د مناهجو پرمختیا ته اړتیا لري : پرمختللې علمي محتوی، د تدریس داسې مېتودونه چې د ماشومانوذهنونو ته وده ورکړي او دې ته یې وهڅوي چې په خپله نور معلومات ترلاسه کړي او ابتکار وکړي، او د دوی د وړتیاوو او اوسني تحصیل د مقایسه کولو ارزونه  .

 

د زده کړې منل شوې پرمختللې بېلګه باید د عصري نوښتونو په رڼا کې وي، او د هیله من راتلونکي په اړه مطلع وي . دغه ټول هغه عوامل دي چې د سیاستوالو، د پروګرامونو جوړوونکو او د تعلیم په ډګر کې  د فعالینو، پلرونو لپاره عام ګواښونه دي، چې د زده کړې د سمونتیا له لارې ورسره تعامل په کار دی .

 

                نور بيا...................

                                                                          کنعان



_ [1] تخریج یې ترمذي په سننو کې کړی دی، د العلم کتاب، د علم د طلب د بهترۍ فصل۵/۲۹ ح ۲۶۴۷ له انس بن مالک نه یې روایت شوی.

[2] ـ تخریج یې مسلم په خپل صحیح کې کړی، د وصیت کتاب، د (مایلحق الانسان من الثواب بعد وفاته) باب۳/۱۲۵۵ ح ۱۶۳۱ له ابو هریره رضی الله عنه نه یې روایت شوی .

[3] ـ تخریج یې ترمذي په خپل صحیح کې کړی، د العلم کتاب، د (ماجا في فضل الفقه علی العبادة) باب، ۵/۴۸-۴۹ له ابی دردا څخه یې روایت شوی .

[4]  مسلم یې په خپل صحیح کې د ذکر دعا او توبې په کتاب کې تخریج کړی 

[5] - امام بخاري یې په خپل صحیح کې تخریج کړی/ د الادب کتاب .