د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لوگر د خپلواکو خبريالانو د لنډمهالې ټولنې خبرتيا

عبدالله احمدي 25.06.2008 19:13

د لوگر د خپلواکو خبريالانو د لنډمهالې ټولنې خبرتيا
پلعلم: د لوگر ولايت خپلواکو خبريالانو او د رسنيو چلوونکو په دغه ولايت کې د خبريالانو په وړاندې د پرتو ستونزو د مخنيوي لپاره د تېرې يکشنبې په ورځ يوه بېړنۍ او لنډمهاله ټولنه جوړه کړه. د ټولنې په لومړنۍ غونډه کې چې لوگر او کابل ميشت لوگري خبريالان په کې کېناستل پرېکړه وشوه چې د راتلونکې دوشنبې په ورځ به ددغه ولايت په مرکز د ځوانانو او محصلانو د ټولنې په دفتر کې يوځل بيا کېني او د ولايت په کچه به سراسري ټولنه جوړوي.
لنډمهالې ټولنه د لوگر ولايت له ټولو خبريالانو، ليکوالو او شاعرانو غوښتنه کوي چې د ټولنې د جوړېدو د لومړۍ ورځې په ټاکنو کې برخه واخلي او په خپلو رايو د لوگر د خبريالانو د کارونو د ښه کولو لپاره د ټولنې لپاره مشر وټاکي. د ټولنې په اړه نورې خبرې به د غونډې په ورځ کېږي.
د خبريالانو د ټولنې له جوړېدو وروسته به د لوگر ولايت فرهنگي ټولنه هم له سره خپل فعاليتونه پيل کوي او د هيواد له روان فرهنگي بهير سره به د لوگر د فرهنگيانو غږ يو کوي.
يادونه: هغه خبريالان چې نه شي کولاى غونډې ته راشي کولاى شي خپل پيغامونه په لاندې برېښنا ليک را واستوي.

hasklogar@gmail.com

ستاسو د راتلو او پيغامونو په هيله