د هلمندي خبريالانو احتجاج ليک
09.06.2008 20:36په هلمند کي خپلواکو ژورنالستانو د احتجاجي غونډي پريکړه ليک
د ١٣٨٧ کال د غبرګولي د مياشتي په ١٨ نيټه د شنبې په ورځ تکړه ژورناليست او د بي بي سي راډيو =خبريال عبدالصمد روحاني د څه مودې لپاره لادرکه او په سبا يې د مازديګر پر ٥ بجو جسد د بولان په هديره کي و موندل سو .
په هلمند کي ټول ژورناليستان او فرهنګي شخصيتونه په دغه غميزه کي ځان شريک بولي .
د هلمند ولايت د ژورنالستانو او فرهنګپالو د پريکړي سره سم به د يوې اونۍ لپاره د احتجاج په توګه د هلمند څخه هيڅ دولتي او غير دولتي راپور رسنيو ته نه ورکول کيږي بې له هغه خبره چي د خداى بخښلي روحاني په اړه وي .
دا چي د ژورناليزم کورنۍ خپل يو تکړه غړى له لاسه ورکړى دى د هلمند ولايت ژورنالستان او فرهنګپال د هيواد پر ټولو خبري رسنيو ږغ کوي چي د خداى بخښلي د مړيني په اړه دي سبا ورځ چي د غبرګولي د مياشتي ٢١نيټه دي د هيواد د فرهنګي ډګر ملي ماتم اعلان کړي
د غبرګولي ١٩ نيټه چي د شهيد عبدالصمد روحاني د شهادت له ورځي سره سمون خوري هر کال به د هلمند په فرهنګي ډګر کي د توري ورځي په نامه و لمانځل سي
چاپي مطبوعات دي درسنۍ لومړۍ پاڼه ياتوره او يادي ورباندي د خداى بخښلي عکس چاپ کړي .
راډيو يي او تلويزوني رسنۍ دي سبا د غبرګولي پر ٢٢ نيټه پر پوره (٥) بجو د يوې د قيقې لپاره چوپيتا غوره کړي .
لکه څنګه چي د ښآر له منځه څخه د يو ژورنالست نيول او ايستل او بيا په قتل رسول د ادارې کامله بې کفايتي ښئي . ټول ژورنالستان او فرهنګپال دا غوښتنه کوي چي نومړې قضيه دي په جديت او دقت وڅيړل سي
که پورته ټکي په نظر کي ونه نيول سي د هلمند ژورنالستان به جدي ګامونه پورته کړي