ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


آسټن عراق ته په ناڅاپي سفر کې: واشنګټن د بغداد سره د اړیکو غښتلي کول غواړي 

د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آسټن د سه شنبې په ورځ مارچ اوومه (کب ۱۶) پداسې حال کې بغداد ته رسیړلی چې پر عراق باندې د امریکا په مشرۍ د یرغل او د صدام حسین د رژیم د نسکوریدو شلمه کالیزه ده.

07.03.2023 امریکا غږ

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

07.03.2023 امریکا غږ

د اسلام اباد های کورټ د عمران خان د ګرفتارۍ حکم معطل کړو

د وي او ای اردو خبریال عاصم علي رانا په خپل رپورټ کې وویل چې د عمران خان د ګرفتارۍ امر د معطل کولو ترڅنګ د اسلام اباد های کورټ چیف جسټس عامر فاروق حکم وکړو چې عمران دې په هر صورت کې د مارچ په ۱۳ نېټه عدالت ته حاضر شي

07.03.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

07.03.2023 امریکا غږ

د افغان نجونو او مېرمنو په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي څرګندونې به اغېز ولري؟

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوټېرش وايي، په افغانستان کې نجونې او ښځې له ټولنیز او عامه ژونده حذف شوي دي. خو د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي دغه خبرې په اوس وخت کې څه معنا لري؟ زموږ همکار محمد خاطر پردېس دغه پوښتنه د مرکې په سر کې له ښځینه فعالې ښایسته صافۍ نه مطرح کړې ده. دا مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

07.03.2023 ازادي راډیو

اروپایي ټولنې د طالبانو د لوړو زده کړو او امر بالمعروف په وزیرانو بندیزونه ولګول 

اروپايي ټولنې د سې شنبې په ورځ د مارچ په اوومه (کب ۱۶) د ښځو د نړیوالې ورځې څخه یوه ورځ دمخه د افغانستان او روسیې په ګډون د شپږو هېوادونو پر چارواکو د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او له حقونو د سرغړونو له کبله بندیزونه ولګول.

07.03.2023 امریکا غږ

په تاشقند کې د غونډې ګډون والو غوښتلي چې مغربي ملکونه دې منجمدې اثاثې افغانستان ته ورکړي

هغه وویل د افغانستان د ګاونډیو ملکونو استازو په دې خبره ټینګار وکړو چې د افغانستان بانک منجمدې اثاثې دې د استاذانو او د ډاکټرانو په تنخاګانو او د ولس په خېر ښېګړه خرچ کړی شي چې دا مهال په مشکل حال کې دي

07.03.2023 ډیوه

د طالبانو بنديزونو ته غبرګون؛ کابل او پکتيکا کې ښځو او نجونو لاريونونه کړي

په کابل او پکتیکا کې نن یو شمېر نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا پر دوی د لګول شویو سختو بندیزونو په غبرګون کې اعتراضونه کړی. يو شمېر افغان معترضو نجونو او ښځو په خپلو غږونو د کابل په واټونو کې خپور شوی سکوت مات کړ. دوی د عدالت او برابرۍ غوښتنه کوي او پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو د سخت دریځې کړن‌لارې پر بنسټ، لګول شوي بندیزونه غندي. دوی چې په کابل کې د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ مخ‌ته را ټولې شوې وې وايي، محرومیت د دوی حق نه‌دی. له معترضو یوې یې چې ویې نه‌غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي، ازادي راډیو ته وویل: "ټولو ښځو چې نن یې عدالت غوښتنه او اعتراض وکړ، هدف یې دا و چې په ټوله نړۍ کې هغو ښځو ته چې د ښځو د حقونو لپاره مبارزه کوي ور یاد کړو چې اوس‌مهال په افغانستان کې نجونې او ښځې تر بل هر وخت بد وضعیت کې دي او د بل هر وخت په پرتله ملاتړ ته اړتیا لري." معترضو نجونو او ښځو غوښتنه کوله چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه دې پرانيستل شي او تر څنګ دې یې ښځو ته د کار اجازه ورکړل شي. دوی همدا ډول پر افغان نجونو او ښځو د طالبانو له‌خوا د ټولو لګول شویو بندیزونو د لېرې کېدو غوښتنه وکړه. دوی، چې شمېر یې نږدې شلو تنو رسېده د ملګرو ملتونو له سازمان وغوښتل چې د خبرو او اعلامیو پر ځای، د افغان نجونو او ښځو د حقونو د خوندیتوب په برخه کې جدي او عملي ګامونه پورته کړي. دا په داسې حال کې ده، چې د تېر میلادي کال په وروستیو کې د افغان ښځو د حقونو د خوندیتوب په هدف د ملګرو ملتونو دوه جلا پلاوي کابل ته تللي وو او په دې اړه یې له طالبانو سره خبرې کړې وې، خو د ښځو په اړه د طالبانو په دریځ کې کوم د پام وړ بدلون رانه‌غلی. په کابل کې له معترضو نجونو یوې بلې یې بیا ادعا وکړه چې، د طالبانو له‌خوا څارل شوې او تر څنګ یې داسې مهال چې طالبان ولاړ وو، یو موټر چلوونکي یې پښه د موټر تر ټایر لاندې کړه، خو طالبانو ورته هیڅ هم و نه ویل. له طالب ویاندویانو سره مو له معترضو نجونو او ښځو سره د دوی نا مناسبه چلند او غوښتنو په اړه وپوښتل، خو ځواب یې را نه‌کړ. طالبانو له دې وړاندې هم معترضې نجونې او ښځې نیولي، زنداني کړي یې دي او د هغوی له‌خوا د وروستیو مرکو پر بنسټ چې د طالبانو په زندانونو کې شکنجه شوي هم دي، خو طالبانو یې بیا دا خبره رد کړې ده. هاخوا په پکتیکا کې هم معترضو نجونو او ښځو د طالبانو پر ضد اعتراض کړی. دوی چې په سرپټي ځای کې راټولې شوې وې یوې یې چې د امنیتي ستونزو له امله نه‌غواړي نوم یې په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل: "د درس ویلو او کار زمینه موږ ته مساعده نه‌ده. مشکلات ډېر زیات دي. که یوه ښځه له کوره د باندې وځي او محرم ورسره نه وي، د طالبانو له‌خوا درول کېږي او ورته وايي چې محرم دې چېرته دی." خو د طالبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر ندامحمد ندیم نن په کابل کې یوې غونډې ته په خبرو کې د نجونو پر زده‌کړو د بندیز په اړه وویل، هیڅ‌کله به هغه فرمایشات و نه مني چې د دوی د کلتور او مذهب سره تړاو و نه‌لري. نوموړي وويل: "مطلق هلته د بندېدو خبره نه‌ده شوې، د امر ثاني خبره شوې ده، خو دا چې خلک د افغانستان شرایطو او وضعیت ته نه ګوري، بس هغه خپل خواهش و فرمایش ته متوجه وي چې دا ولې بند شو، بې‌‌ځایه د خلکو افکار خرابوي، دا بې‌انصافي په کار نه‌ده." طالب چارواکي داسې مهال د نجونو او ښځو تعلیم او کار له کلتور او مذهب سره تړي چې، لا یې دا وضاحت نه‌دی ورکړی چې د دوی له نظره په اسلام کې د نجونو او ښځو زده‌کړو او کار ته اجازه شته او که نه. په داسې حال چې د نړۍ ټولو اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاریو سازمان په ټینګار سره ویلي، چې په اسلام کې د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار هیڅ ډول بندیز نه‌شته.

07.03.2023 ازادي راډیو

د امریکا د دفاع وزیر په یو نه اعلان شوي سفر عراق ته تللی

واشنګټن – د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټن د نهې یا سې شنبې په ورځ عراق ته د یو نه اعلان شوي سفر پر مهال وویل، چې امریکايي ځواکونه دغلته د عراقي ځواکونو په ملاتړ او د داعش په ماتولو بوخت دي او ددغه ماموریت د دوام لپاره یې د امنیت پر اړتیا رڼا واچوله. استن د عراق له لومړي وزیر محمد شیه السوډاني سره تر لېدنې وروسته خبریالانو ته وویل، "د داعش پرضد زمونږ دفاعي همکاري د دوه اړخیزو اړیکو لپاره یوه مهمه برخه ده او امریکا د عراق او د ټولې سیمې د امنیت لپاره په دې جګړه کې ملاتړ ته ژمنه ده." اسټن د عراق له رهبرانو څخه د دې ژمنې لپاره مننه وکړه چې په عراق کې د ایتلافي ځواکونو عملیات به له دولتي او غیر دولتي عناصرو څخه ژغوري. په امریکايي ځواکونو او په بغداد کې د امریکا په سفارت باندې د ایران پلوو ملیشو لخوا راکټي بریدونه کېږي. امریکا په عراق کې ۲۵۰۰ سرتیري لري چې عراقي ځواکونو ته د مشورې او د داعش په وړاندې جګړه کې له عراقي ځواکونو سره د مرستې په ماموریت بوخت دي. اسټن له عراق څخه له دې امله هم مننه وکړه چې عراقیان یې د سوریې په شمال ختیځ کې له کمپونو څخه بېرته راوستي دي او له ټولو هېوادونو څخه یې غوښتي چې له خپلو هېوادوالو سره دې همداسې وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تېره میاشت ویلي و چې په الحال او روج کمپونو کې شاخوا لس زره بې ځایه شوي کسان ژوند کوي. عراق ته د اسټن دغه سفر یوه اونۍ وروسته له دې وشو چې د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېریش هیله څرګنده کړې وه چې عراق به یو سولیز او سوکاله راتلونکې او کلک ډیموکراټیک بنسټونه ولري.

07.03.2023 ډیوه

القاعده وايي د مطبوعاتو د څانګې مشر يې په یمن کې په ډرون حمله کې وژل شوی

ای پي وايي په جزیره نما عرب کې د القاعدې څانګه په مارب او د یمن په ځینو نورو سیمو کې فعالیت لري او د تنظيم تر ټول خطرناکه زیله ګڼل کېږي. د رپورټ ترمخه په یمن کې خانه جنګۍ دلاسه القاعده په هېواد کې او په خصوصي توګه د یمن په لرې پرتو سیمو کې موجودګي دوامداره ساتلې ده

07.03.2023 ډیوه

روس: د بخموت له نیولو سره به ماسکو خپل عملیات نور هم زیات کړي

واشنګټن – رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې د روس د دفاع وزیر سرګې شایګو د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي،‌ چې د اوکراین په ختیځ کې د بخموت له نیولو سره به د ماسکو ځواکونه خپل عملیات نور هم زیات کړي. روسي ځواکونو د میاشتو راهیسې کوښښ پیل کړی چې دغه وړوکی ښار ونیسي چې دا به د تېر اوړي راهیسې د جګړې په ډګر د روسي ځواکونو لخوا لومړنۍ مهمه بریا وي. شایګو همدارنګه وویل، لویدیځ اوکراین ته د وسلو لیږل زیاتوي، خو ژمنه یې وکړه چې دا به د جګړې په ډګر باندې کوم بدلون را نه ولي. شایګو په یوې تلویزیوني وینا کې ویلي، چې "د ارتیموسک ازادول دوام لري،" او دا بخموت ته د پخواني شوروي‌ اتحاد د وخت نوم دی. هغه زیاته کړه، "دغه ښار د اوکرایني ځواکونو لخوا د ډانباس د دفاع لپاره یو مهم ځآی دی. د هغه له نیولو سره به نورو عملیاتو ته اجازه ورکړل شي چې د اوکراین په نورو دفاعي کرښو ترسره شي." خو د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي و که چېرې روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې د بخموت کنټرول هم ترلاسه کړي نو دا به په جګړه کې کوم پرېکړه بدلون را نه ولي. اسټن له اردن څخه د لیدنې پر وخت خبریالانو ته وویل، "زه فکر کوم چې دا د سټراټېژیک او عملیاتي ارزښت په پرتله زیات سمبولیک ارزښت لري." ماسکو د خپلو سیمو په توګه د ختیځ اوکراین د سترې صنعتي سیمې ډانباس ادعا کوي چې ډونیڅک او لوهانڅک پکې دي. رویټرز همدارنګه راپور ورکړی چې د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن ګېنګ د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې د اوکراین په څېر بحران باید په اسیا کې تکرار نشي. بل پلو د اوکراین دوه پیلوټان دا مهال د خپلو مهارتونو د زیاتولو په موخه په امریکا کې دي خو پنټګان د ګل یا دوشنبې په ورځ یو ځل بیا اوکراین ته د ایف ۱۶ جنګي جېټ الوتکو ورکول رد کړي که څه هم د کیېف لخوا یې غوښتنه کېږي. د یو بل خبر له مخې، د اوکراین پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ‌ راپور ورکړی چې روسانو په ایراني جوړ شهید نومي ډرونونو باندې نوي بریدونه کړي. د اوکراین د دفاع وزیر په یو ټویټ کې ویلي، چې ځواکونو یې له ۱۳ څخه تر ۱۵ پورې ډرونونه ویشتي دي.

07.03.2023 ډیوه

د عاليه عزيزي او مرتضی بهبودي تري‌تم کېدل؛ کورنۍ يې د خوشې کېدو غوښتنه کوي

د ځینو هغو کسانو کورنۍ چې د طالبانو له‌خوا نیول شوي، د طالبانو له حکومته غواړي چې برخلیک یې معلوم کړي او هغوی چې تري‌تم دي، که چېرې د دوی په بند کې وي خوشې دې يې کړي. د پوهنتون استاد اسماعیل مشعل چې له څو ورځني زندان وروسته یوه ورځ مخکې د طالبانو له بنده ازاد شو وایي، اوس‌مهال له رواني پلوه په داسې وضعیت کې نه‌دی چې له رسنیو سره مفصلې خبرې وکړي. اسماعیل مشعل د سلواغې په دیارلسمه نېټه نیول شوی و. د نوموړي د دفتر مدیر په دغه نېټه ازادي راډیو ته ویلي وو "نن شاوخوا دولس بجې طالبانو استاد مشعل هغه وخت ونیوه چې خلکو ته یې کتابونه په وړیا ډول وېشل." د استاد اسماعيل مشعل ترڅنګ، یو شمېر نور خبریالان، مدني فعالان، قضایي کارکونکي او د امنیتي ځواکونو پخواني غړی شته چې ځني هغه یې د طالبانو په بند کې دي او د ځینو نورو په اړه یې بیا هیڅ معلومات نه‌شته. له دې ډلې یوه هم د هرات ولایت د ښځینه زندان پخوانۍ رئیسه، عالیه عزیزي ده چې، څه باندې اتلس میاشتې مخکې د طالبانو د حکومت د بیاځلي واکمنۍ له لومړیو ورځو را په‌دې‌خوا تري تم ده. د عالیې عزیزي ورور، نذیر عارفي تازه رسنیو ته په استول شوي غږیر پیغام کې ویلي، چې د طالبانو حکومت د اغلې عزیزي د موندلو په برخه کې له دوی سره هیڅ ډول همکاري نه‌ده کړې. نوموړي ويلي: "د طالبانو رژیم تر اوسه د عالیې عزیزي له کورنۍ سره هیڅ ډول همکاري نه‌ده کړې او له هر راز مسوولیته تېښته کوي. د عالیې عزیزي په ګډون، د سلګونه هغو ښځو کورنۍ چې له کوم جرم او ګناه پرته تري‌تم شوي، له نړیوالې ټولنې او حقوقي سازمانونو غواړي، چې د عالیې عزیزي او نورو هغو ښځو بازخواست وکړي چې د طالبانو په بند کې دي." نوموړی د خپلې دې ادعا په اړه چې په سلګونه نورې ښځې هم تري‌تم شوي کوم سند نه وړاندې کوي. خو رواداري سازمان، چې د بشري حقونو په برخه کې فعالیت کوي په یو راپور کې چې، د روان لمریز کال د مرغومې میاشتې په نیمايي کې یې خپور کړی و، ادعا کړې وه چې د طالبانو د واکمنۍ په پنځلسو میاشتو کې په ۴ ولایتونو کې ۶۳۴ تنه ملکي وګړي، پخواني پوځيان، سلفیان، د ملي مقاومت جبهې غړي او د طالبانو نور مخالفین وژل شوي دي. دا راپور هغه مهال طالب ویاندویانو رد کړی و. د افغاني الاصل فرانسوي خبریال مرتضی بهبودي مېرمن هم په یوه تازه ټویټ کې لیکلي چې مېړه یې له دوو میاشتو راهیسې د طالبانو په بند کې دی. هغې لیکلي، چې د مرتضی تر خوشې کېدو به خپلو هڅو ته دوام ورکړي او د طالبانو له حکومته یې غوښتي چې هغه راخوشې کړي. په افغانستان کې له ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې (نی) مسوول، ظریف کریمي ازادي راډیو ته وویل، دوی ته هم د مرتضی بهبودي د برخلیک په اړه کره معلومات نه‌دي ورکړل شوي. ښاغلي کريمي وويل: "څو ځلې موږ مراجعه کړې او د وضاحت غوښتنه مو کړې، خو متاسفانه تر اوسه هیڅ امنیتي اداره دا نه تاییدوي چې مرتضی بهبودي په کوم اتهام بندي شوی، خو داسې ویل کېږي چې ګواکې هغه له رسنیز فعالیت پرته د کوم بل تور په تړاو نیول شوی او برخلیک یې نه‌دی معلوم." ښاغلی کریمي د طالبانو له حکومته غواړي، چې که بهبودي د دوی په بند کې وي نو د هغه دوسیه دې د رسنیزو سرغړونو د څېړنې کمېسیون ته وسپاري. د مرتضی او عالیې د برخلیک په اړه مو د طالبانو حکومت له ویاند ذبیح‌الله مجاهد وپوښتل، خو هغه په دې اړه زموږ پوښتنې ځواب نه‌کړې. خو ښاغلي مجاهد د دوشنبې په ورځ افغانستان کې د طالبانو حکومت له لوري د خبریالانو، مدني فعالانو او د پخواني جمهوري نظام د ځینو پوځیانو د نیول کېدو په اړه ازادي راډیو ته ویلي وو، چې دوی به د هغو کسانو مخه نیسي چې د ده په خبره شریرې کړنې او د نظام ضد حرکتونه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې تازه د بښنې نړیوال سازمان ویلي، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت په چټکۍ سره مخ په خرابېدو دی. دې سازمان دوه ورځې وړاندی یوه اعلامیه کې د دې ادارې د عمومي منشي اګنس کالمارډ له قوله لیکلي، چې په افغانستان کې د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو په برخه کې بې رحمانه سرغړونې دوام لري. نوموړي د طالبانو له‌خوا د بشري حقونو او مدني فعالانو، استادانو، خبریالانو او نورو نیول کېدو ته په اشارې سره ویلي، دوی په خپل‌سري او غیر قانوني ډول او د طالبانو په تګ‌لارو د نیوکو له امله نیول شوي دي.

07.03.2023 ازادي راډیو

خواجه اصف: تمه ده د افغانستان پلاوی به د امنيت په موضوع خبرو دپاره پاکستان ته سفر وکړي

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه ويلي، دوه اوونۍ وړاندې یې د امنيت په موضوع د خبرو دپاره د کابل سفر کړی وو په افغانستان کې د واکمنو طالبانو سره یې په دغه اړوند مثبتې خبرې شوې وې، او هيله یې څرګنده کړې تمه ده د افغانستان نه به يو پلاوی د پاکستان سفر وکړي.

07.03.2023 ډیوه

د ښځو د نړیوالې ورځې په درشل کې یو شمېر ښځو په کابل کې لاریون وکړ

د مارچ اتمې د ښځو نړیوالې ورځې په رارسېدو سره، یو شمېر ښځینه فعالانو یو ځل بیا په کابل کې لاریون وکړ او د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو حکومت پر محدودیتونو انتقاد وکړ.

07.03.2023 امریکا غږ

ګوتیریش: افغان ښځې او نجونې له عامه ژوند څخه حذف شوي

د مارچ اتمه د ښځو نړیوالې ورځې را رسېدو سره هم مهاله د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتیریش وايي، په افغانستان کې ښځې او نجونې له عمومي ژوند څخه حذف شوي دي.

07.03.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more