ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


طالبان: کابل ښار کې مو د داعش ډلې یو پټنځای له منځه وړی

طالب چارواکي وايي، د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزه  اړوند خېرخانې سیمې کې د داعش ډلې پر یو پټنځای د علمیاتو په ترڅ کې، د داعش ډلې دوه غړي وژلي او یو بل یې نیولی دی.

27.02.2023 امریکا غږ

ا افغان کډوالو مریکا کې د بیا میشت کیدو په ویزو کې د ځنډ له کبله اسلام آباد کې مظاهره کړې

سلګونو افغان کډوالو یکشنبه فبروري ۲۶ (کب۷) متحده ایالاتو کې د بیا میشت کیدو د ویزو په منل کیدو کې د "بې حده" ځنډ له کبله مظاهره وکړه.

27.02.2023 امریکا غږ

د امو سيند په څنډو کې د يوې پروژې پيل؛ خلک: بسنټيزې پروژې دې تطبيق شي

په شمال او شمال ختيځ ولایتونو کې د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو پروژه پيل شوې ده. د اوبو او برښنا وزارت چارواکي وايي، په کندز، تخار، بلخ او جوزجان ولایتونو کې د امو سيند په څنډو کې د تحکیماتو پروژه پیل شوې ده. د ياد وزارت د اوبولګونې مرستیال مجیب الرحمان عمر اخندزاده وویل، پر دې پروژې دوه میلیارده افغانۍ لګښت راځي چې د یاد وزارت له بودجې ورکولو کېږي. نوموړي ويلي: "موږ دوه ډوله پلانونه لرو چې یو لنډمهاله دي او بل اوږدمهاله دي. لومړۍ کومې سیمې چې په څلورو ولایتونو کې د اوبو له جدي تخریباتو سره مخ دي هلته موږ د تحکیماتو کار پیل کړي، چې د هغه لپاره دوه میلیارده افغانۍ په نظر کې نیول شوي دي. بل اوږمهاله پلان دی چې، د هغه لپاره موږ شپږمیلیاره افغانۍ ځانګړې کړي دي." په کندز کې د امو دپنځمې حوزې د سیندونو عمومي رئيس انجينر رفیع‌الله مجتبی ازادي راډیو ته وویل، دغه پروژه د امو سیند په څنډو کې دکرنیزو ځمکو، باغونو او کورونو د ویجاړېدو د مخنیوي په هدف پیل شوي ده. نوموړي وويل: "د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې د شیرخان بندر سیمه، برزنګي سیمه ده، قلم ګذر سیمه ده، د اسکي سیمه ده،کلباد سیمه ده او په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د اوبو له خطر سره مخ سیمې په دې پلان کې شامل دي. تحکیماتو کار به په دوامداره ډول پلي کېږي." د شمال او شمال ختيځ ولایتونو ځايي اوسېدونکي هم د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو پروژې پیلېدو څخه هرکلی کوي. د کندز د امام صاحب ولسوالۍ یو اوسېدونکی عبدالکریم قلندري وايي، د دې پروژې بشپړېدو سره به زرګونه جريبه ځمکه، باغونه او کورونه د اوبو له ګواښ څخه وژغورل شي. قلندري وايي: "د دې پروژې په بشپړېدو سره به په زرګونه جریبه ځمکه د امو سیند له تخریباتو څخه وژغورل شي او د اوبو مخه به ونیول شي. موږ خوشاله یو چې چارواکي راغلل او زموږ ستونزې يې له نږدې وليدلي او د تحکیماتو کار یې پیل کړه." دیاد ولایت د قلعه‌زال ولسوالۍ اوسېدونکی حیات الله هم ورته خبره کوي او وايي: "د امو سیند هر کال د اوبو د زیاتوالي په موسم کې په قلعه‌زال ولسوالۍ کې زموږ ځمکې وړلې او خلکو ته يې زیانونه اړول او موږ ډېر خوښ یو چې د امو سیند په څنډو کې د تحکیماتو پروژه پیل شوي ده. چارواکي باید په کلیو کې نورې ټولګټې پروژې هم پیل کړي." د تخار د درقد ولسوالۍ یو اوسېدونکی عین الدین وايي، په یاده ولسوالۍ کې د امو سیند خلکو ته ډېر زیانونه اړولي دي. عین الدین تمه لري، چې ددغې پروژې په بشپړېدو سره د امو سیند د تخریباتو مخه ونیولی شي. د سيمې دا اوسېدونکی وايي: "موږ ډېر خوشحاله یو چې، د امو سیند په غاړو کې د تحکیماتو کار پیل شوی دی او د دې پروژې په بشپړېدو سره به زموږ کرنیزې ځمکې او باغونه د اوبو له خطر څخه وژغول شي او په زرګونه جریبه ځمکه چې اوبو وړي وي هغه به هم بېرته راوګرځول شي او اباده به شي." د امو سیند سرچینې د بدخشان پامیر له غرونو څخه پیليږې او د هېواد له مهمو سیندونو دی، چې افغانستان له تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه رابېلوي. له دې وړاندې سیمه‌ییزو چارواکو او ځايي اوسېدونکو ویلي وو، چې تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان خپلې خوا ته د امو سیند په غاړو کې د تحکیماتو پروژې تطبیق کړي او له امله یې افغانستان خواته د امو سیند د اوبو فشار زیات شوی چې، د سیند په څنډو کې مېشتو خلکو ته يې زیانونه اړولي دي.

27.02.2023 ازادي راډیو

پېغله صديقه چې د ډاکټرانو ناسمې درملنې ړنده کړې، کوم ارمانونه لري؟

۲۱ کلنه صدیقه د نابینا سترګو د درملنې لپاره د مرستې غوښتنه کوي. د زابل ولایت شاجوی ولسوالۍ صدیقه شاوخوا یوویشت کاله عمر لري، خو شل کاله کېږي چې، د سترګو د ليد له نعمت څخه بې برخې شوې ده. دا په یو کلنۍ کې د مورقې تبې د درملنې لپاره د سیمې یو ډاکټر ته وړل شوې وه، خو د غلطو پیچکاریو ورلګولو له امله یې سترګې ړندې شوې دي. صدیقه اوس د خپلو سترګو د درملنې لپاره له خلکو څخه د مرستې غوښتنه کوي. نور تفصيل د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

27.02.2023 ازادي راډیو

لکي مروت او ډېره اسماعیل خان کې په پوليسو بمي چاودنه او بريد کې شپږ پوليس ژوبل شوي

د خېبرپښتونخوا په لکي مروت او ډېره اسماعيل خان ضلعو کې تيره ورځ ناوخته او بيا د شپې په پوليسو بمي چاودنه او چيک پوسته وسله وال برید شوی، چې پکې لږ تر لږه شپږ پوليس اهلکار ژوبل شوي دي.

27.02.2023 ډیوه

پاکستان سپرليګ: لاهور قلندر د پېښور زلمي لوبډلې ته ماتې ورکړې

د پاکستان سپر ليګ 2023 کرکټ په روانو سيالیو کې د پېښور زلمي لوبډلې د لاهور قلندر لوبډلې نه ماتې خوړلې ده، پېښور زلمي تراوسه پورې پينځه سيالۍ وکړې چې پکې یې تراوسه پورې دوه ګټلي دي.

27.02.2023 ډیوه

اسلام اباد: افغان کډوالو امریکا ته د تلو عمل ځنډېدو پرضد احتجاج کړی

د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې په سوونو افغانانو احتجاجي مظاهره کړې چې د دوی د د ويزو منظورېدو عمل د ځنډ ښکار دی. امریکا د يو پروګرام لاندې د هغو افغانانو مرسته کوي څوک چې په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د خطرو له امله کډه شوي دي.

27.02.2023 ډیوه

پاکستاني پلاوي د طالبانو حکومت ته د پاکستاني طالبانو په اړه خبرداری ورکړی - راپور

د پاکستان یو لوړپوړي پاکستاني پلاوي په افغانستان کې واکمنو طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که د پاکستاني طالبانو مخنیوی ونکړي، نو پاکستان به د افغانستان دننه د "تحریک طالبان پاکستان" پر ضد اقدام وکړي.

26.02.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

26.02.2023 امریکا غږ

په تهران کې د افغانستان سفارت د ایران حکومت ته وسپارل شو - افغان دپلومات

یو افغان دیپلومات امریکا غږ ته تائید کړه چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د غوښتنې پر اساس د افغانستان د پخواني حکومت سفیر نن د فبرورۍ ۲۶ (کب ۷) په تهران کې د سفارت دروازه وتړله او کیلي یې ایراني چارواکو ته وسپارله.

26.02.2023 امریکا غږ

سپینه ماڼۍ: روسیې ته د چین له خوا د وژونکو مرستو برابرول به جدي پایلې ولري

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان وايي، روسیې ته د چین د وژونکو مرستو ورکول به "جدي پایلې" ولري.

26.02.2023 امریکا غږ

د برطانیې دفاع وزارت: د روس ځمکني ایلیټ فورس ته په اوکراین کې لوی زیان اوړېدلی دی

واشنګټن  - د برطانيې دفاع وزارت وايي د روس ځمکني ایلیټ فورس ته په اوکراین کې لوی زیان اوړیدلی دی. یاد وزارت په خپل راپور کې وايي د ډونیټسک سیمه کې لیدل شوي چې د روس عسکري ګاډي ته کره تاوان اوښتی او معلومیږي چې دغه د روس 155م نېوي ځمکنۍ دستې ګاډي دي. د برطانیې دفاع وزارت په خپل راپور کې وايي نېوي انفینټري ته په جګړه کې سخت پلان کړل شوي کارونه ورسپارل شوي وو او ورته انتهايي زیاته مرګ ژوبله اوړیدلې ده. وزارت په خپل ټوېټر ویب پاڼه لیکلي نېوي انفینټري بریګېډ  ته په انتهايي لوی کچ زیان اوړیدلی ځکه چې د دوی ګاډو ته ناتجربه کاره کسان چلولو ته کیښنول شوي وو. بلخوا اروپايي اتحاد د خالي/شنبې په ورځ روس باندې په نویو بندیزونو پرځای کولو سلا شوي دي. دغه بندیزونو کې د روس پوځي او د فیصلو توان لرونکي سیاسي مشران، د روس په پوځ کې کارکوونکي شرکتونه او د وېګنر ډلې مشران شامل دي. دا خبره د اروپايي اتحاد د دفتر نه جاري شوي بیانیه کې شوې ده. د اروپايي اتحاد لخوا په لسم وار لګول شوو دغو بندیزونو کې 120 کسان، شرکتونه، صنعتونه، هغه کسان چې د اوکرایني ماشومانو په تښتولو کې ککړ دي، هغه چې پروپېګنډې چلوي، هغه ایرانیان چې روس ته ډرون جهازونو ورکولو کې لاس لري او د وېګنر وسله واله ډلې مرسته کوونکي چې په افریقه کې يې هم فعالیتونه شته، شامل دي. بیانیه زیاتوي دې کې د روس وسله لکه میزایل، هیلي کاپټرې، ډرونز جوړوونکو شرکتونو ته الیکټرانیکي الاتو باندې هم بندیزونه پرځای کړل شوي. په بندیزونو کې د ځمکې نه راویستل شوي نایابه معدنیات، د الیکټرانېکي سرکټونو او تهرمل کیمرې روس ته ورکولو باندې بندیز لګول شوی. دغو بندیزونوکې د روس نور درې بینکونو او 96 ادارې هم داخل کړی شوي کوم چې د روس پوځ ته د ایران ډرونز رسولو کې لاس کوي او بیا دغه بی پایلټه جهازونه د عامو خلکو په ودانیو بمبارۍ لپاره په اوکراین کې په کاریږي. د اوکرارین صدر ولاډیمیر زلنسکي د بندیزونو ستاینه کړې او خپله ماښامنۍ ويډیو پیغام کې خپل قام ته ویلي اوکراین هڅه کوي چې د روس په جوهري څانګه هم بندیزونه ولګوي او ټول هغه خلک چې د روس "ترهګره ریاست" په میزایل پروګرام او جوهري پروګرام کې کار کوي.  د روس د بشري حقونو مشرې تاتیانه موسکلکووا، څوک چې خپله د دغه بندیزونو لاندې راغلو نومونو په فهرست کې ده، وایي چې د هغه په دغه فهرست کې اچول د بشري حقونو نړیوال قانون او د بشري حقونو تمام قوانینو سرغړونه ده. د تېر خالی په ورځ د برطانيي دفاع وزارت په خپل معلوماتی راپور کې ویلي وو چې داسې ښکاریږي چې د روس سره د ایران جوړ ډرونز جازونو کمۍ راغلی دی. یاد وزارت وايي چې د فرورۍ میاشتې د 15مې نه راپدیخوا اوکراین کې د ایرانی ډرونز د کارولو کوم راپور مخې ته نه دی راغلی. دوی وايي چې د روان کال په لمړۍ ورځو کې په ګڼ شمیر دغه ډرونز تباه کړل شوي وو. د اوکراین او غربي هیوادونو مشران وايي د غربي هیوادونو لخوا بندیزونو له کبله د روس رسا نخښه ویشتونکو وسلو پوره کولو صلاحیت اغیزمند کیداۍ شي ځکه چې ددغه وسلو لپاره کاریدونکي چیپونه د نورو هیوادونو څخه بعیه کوي. د روس د فاعي کونسل ستر مشر او پخواني صدر دیمیتري میدویدیو راپور ته په خپل ځواب کې ویلي روس خپل د وسلو پیداوار په ځینو کارخانو کې لس غبرګه سیوه کړی او ډیر د نزدې نه د هغه وسلو مطالعه کوي کوم چې د اوکراین له اړخه د روس په هغه برخو کې حملو لپاره کارول کیږي کومې چې يي د اوکراین نه قبضه کړي.دی وايي دا په دې غرض چې ددغې څخه ګټه پورته کړي.

26.02.2023 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

26.02.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

26.02.2023 امریکا غږ

پر پاکستان د روسیې او اوکراین د جګړې اغیزې

کتونکي وايي، په اوکراین کې د روسیې جګړې د پاکستان په ستونزو کې زیاتوالی راوستی دی ځکه چې ددې هېواد په وارداتو پورې تړلی اقتصاد یې د بیو د لوړیدو سره مخامخ کړی دی.

26.02.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more