ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

31.01.2023 امریکا غږ

دنړۍ په زیاتو بدعنوانه هیوادونو کې پاکستان په کومه درجه ولاړ دی؟

څيړونکى حسن عسکري دې تاثر سره اتفاق نه کوي چې ګني اقتدار کې دشاملو طاقتورو تنانو په ضد کاروایي به څه اغیز ونه لري. وي او اى ډيوه سره خبرو کې حسن عسکري وويل که کرپشن کې دککړو مهمو چارواکو پرضد ګامونه واخستل شي نو دې سره به دحکومتي چارواکو په زړونو کې ويره خوريږي او د کرپشن مخنيوى له دې لارې کيدای شي

31.01.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

31.01.2023 امریکا غږ

مارټن ګریفېتس: د طالبانو لارښونو ته په تمه یوو چې د مخه به یې ښځو ته د امدادي کار اجازه ورکړی شي

ګریفیټس وویل چې طالب چارواکو ته یې د ملاقاتونو په وخت د بندېزونو اعلامیي په اړه خپلې اندېښنې وروړاندې کړلی او ورته یې وویل چې که اعلامیه بېرته نشي اخستلی  نو سمه ده خو باید د انساني مرستو واړه اړخونه دې و ارزوي او ضروري استثنا ورکړي

31.01.2023 ډیوه

بلینکن په رام الله کې د «بې ګناه فلسطینیانو» په وژل کیدو خواشیني څرګنده کړه

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن نن د جنورۍ په ۳۱ (سلواغې ۱۱) د اسرائیل او فلسطینیانو ترمنځ د کړکیچ له زیاتیدو وروسته په رام الله کې د «بې ګناه فلسطینیانو» په وژل کیدو خواشیني څرګنده کړه. 

31.01.2023 امریکا غږ

اوزبیکستان کې د رژیم-ضد مظاهرو په تړاو لسګونه اعتراض کوونکي په بند محکوم شول 

په اوزبیکستان کې د سه شنبې په ورځ جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۱) د هغو لسګونو کسانو په ډله کې یو خبریال هم شامل و چې د پخواني شوروي اتحاد د جمهوریت اوزبیکستان د تېر کال د وژونکو رژیم ضد مظاهرو په تور محکوم شول.

31.01.2023 امریکا غږ

بنګله دېش کې مقامات وايي د دولت ضد ۱۹۰ خبري ویبپاڼې یې تړلې 

د بنګله دېش حکومت د شاوخوا ۱۹۰ هغو ویبسایټونو فعالیتونه بند کړل چې مقامات یې د «دولت ضد» په خپرونو تورنوي. دې کار په هغه هېواد کې د رسنیو د ازادۍ او د رسنیو د ځپلو په اړه اندېښنې پارولې دي. 

31.01.2023 امریکا غږ

د پېښور د پولیس لاینز په جومات ځانمرګي حمله کې د وژل شویو کسانو شمېره 100 ته ورسېده

د پولیس لاینز په جومات د حملې ‌ذمه واري لا کومې ډلې نه ده منلې او تحریک طالبان پاکستان چې په ورستیو ورځو کې يې په خېبرپښتونخوا کې په پولیس د ځینو حملو مسولیت منلی، ویلي د ګل، دوشنبې، د ورځ په حمله کې لاس نه لري

31.01.2023 ډیوه

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

31.01.2023 امریکا غږ

دپاکستان سینیټ کې قانون سازانو دترهګرۍ پرضد تګلارې ته په بیا کتنه ټینګار کړی

د نهې په ورځ د سینیټ غونډې ته خپله وینا کې د پيپلز ګوند سنېټر رضا رباني وویل کوم وخت چې د تحريک طالبان پاکستان د وسله والو په پاکستان کې د بيا ابادولو پرېکړې کېدې نو هغه وخت پارلیمان په باور کې نه و اخستل شوی

31.01.2023 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

31.01.2023 امریکا غږ

یمن کې د "امریکا بې پیلوټه الوتکې" د القاعدې درې مشکوک غړي وژلي - مقامات

ځايي حکومتي چارواکو ویلي، د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۳۱ (سلواغې ۱۱) د یمن په شمال ختیځ کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې چې ګومان کېږي امریکايي ډرون وي، د القاعدې شبکې درې مشکوک وسله وال وژل شوي دي. 

31.01.2023 امریکا غږ

دایي ایم ایف مشن دپور دنهمې جایزې سرته رسولو لپاره پاکستاني چارواکو سره خبرې اترې کړې دي

په اقتصادي چارو کار کوونکی خبریال مهتاب حیدر وې او ای ډیوه سره خبرو کې وایي، ایي ایم ایف یوه داسې نړیواله مالیاتي اداره ده چې که پاکستان ته پور ورکړي نو له دې وروسته به پاکستان ته د نورو نړیوالو مالیاتي ادارو او هیوادونو څخه اقتصادې پورونه ترلاسه کول ممکن شي

31.01.2023 ډیوه

د اوکراین دفاع وزیر فرانسې ته تللی او جنګي جټ‌ الوتکې غواړي 

د اوکراین د دفاع وزیر الکسي رزنیکوف پارس ته تللی دی او تمه ده چې د فرانسې له مشرانو سره په خبرو کې د جنګي جټ الوتکو غوښتنه وکړي.

31.01.2023 امریکا غږ

د امریکایي جنرال یاداښت: ښایي په ۲۰۲۵ کې د امریکا او چین جګړه وشي

د متحده ایالاتو د هوایي ځواکونو یو جنرال پخپل یادداښت چې تیره اوونۍ په انټرنیټ کې خپور شوی په ۲۰۲۵ کال کې یې د چین او متحده ایالاتو تر منځ د جګړې وړاندوینه کړې.

31.01.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more