د اسلام اباد های کورټ د عمران خان د ګرفتارۍ حکم معطل کړو
د اسلام اباد های کورټ د توشخه خانې په مقدمه کې د پاکستان تحریک انصاف مشر او پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ امر معطل کړو او ورته یې امر وکړو چې د مارچ په ۱۳ نېټه عدالت ته حاضر شي.
د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه د اسلام اباد های کورټ د نهې، سه شنبې، په ورځ فېصله د ګرفتارۍ خلاف د عمران خان په خواست واوروله.
د وي او ای اردو خبریال عاصم علي رانا په خپل رپورټ کې وویل چې د عمران خان د ګرفتارۍ امر د معطل کولو ترڅنګ د اسلام اباد های کورټ چیف جسټس عامر فاروق حکم وکړو چې عمران دې په هر صورت کې د مارچ په ۱۳ نېټه عدالت ته حاضر شي.
په توشه خانه مقدمه کې د عمران خان د ګرفتارۍ امر زېلي عدالت کړی و.
په عمران خان الزام دی چې د وزیراعظم په حېث يې د اختیاراتو په مبینه توګه ناجایز استعمال کړی او ریاستي تحفې يې د توشه خانې نه اخیستې او خرڅې کړي دي.
د الیکشن کمېشن هم د توشه خانه په مقدمه کې نااهل کړی او ویلي يې دي چې عمران خان د توشه خانې تحفې په خپلو انتخابي ګوشوارو کې نه دي ظاهرې کړي.
یادونه: د دې خبر معلومات د اردو څانګې خبریال عاصم علي رانا د رپورټ نه اخیستل شوي دي