شاته

روس: د بخموت له نیولو سره به ماسکو خپل عملیات نور هم زیات کړي

واشنګټن – رویټرز خبري ادارې خبر ورکړی چې د روس د دفاع وزیر سرګې شایګو د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي،‌ چې د اوکراین په ختیځ کې د بخموت له نیولو سره به د ماسکو ځواکونه خپل عملیات نور هم زیات کړي.

روسي ځواکونو د میاشتو راهیسې کوښښ پیل کړی چې دغه وړوکی ښار ونیسي چې دا به د تېر اوړي راهیسې د جګړې په ډګر د روسي ځواکونو لخوا لومړنۍ مهمه بریا وي.

شایګو همدارنګه وویل، لویدیځ اوکراین ته د وسلو لیږل زیاتوي، خو ژمنه یې وکړه چې دا به د جګړې په ډګر باندې کوم بدلون را نه ولي.

شایګو په یوې تلویزیوني وینا کې ویلي، چې "د ارتیموسک ازادول دوام لري،" او دا بخموت ته د پخواني شوروي‌ اتحاد د وخت نوم دی.

هغه زیاته کړه، "دغه ښار د اوکرایني ځواکونو لخوا د ډانباس د دفاع لپاره یو مهم ځآی دی. د هغه له نیولو سره به نورو عملیاتو ته اجازه ورکړل شي چې د اوکراین په نورو دفاعي کرښو ترسره شي."

خو د امریکا د دفاع وزیر لویډ اسټن د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي و که چېرې روسي ځواکونه د اوکراین په ختیځ کې د بخموت کنټرول هم ترلاسه کړي نو دا به په جګړه کې کوم پرېکړه بدلون را نه ولي.

اسټن له اردن څخه د لیدنې پر وخت خبریالانو ته وویل، "زه فکر کوم چې دا د سټراټېژیک او عملیاتي ارزښت په پرتله زیات سمبولیک ارزښت لري."

ماسکو د خپلو سیمو په توګه د ختیځ اوکراین د سترې صنعتي سیمې ډانباس ادعا کوي چې ډونیڅک او لوهانڅک پکې دي.

رویټرز همدارنګه راپور ورکړی چې د چین د بهرنیو چارو وزیر کېن ګېنګ د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي، چې د اوکراین په څېر بحران باید په اسیا کې تکرار نشي.

بل پلو د اوکراین دوه پیلوټان دا مهال د خپلو مهارتونو د زیاتولو په موخه په امریکا کې دي خو پنټګان د ګل یا دوشنبې په ورځ یو ځل بیا اوکراین ته د ایف ۱۶ جنګي جېټ الوتکو ورکول رد کړي که څه هم د کیېف لخوا یې غوښتنه کېږي.

د یو بل خبر له مخې، د اوکراین پوځ د ګل یا دوشنبې په ورځ‌ راپور ورکړی چې روسانو په ایراني جوړ شهید نومي ډرونونو باندې نوي بریدونه کړي.

د اوکراین د دفاع وزیر په یو ټویټ کې ویلي، چې ځواکونو یې له ۱۳ څخه تر ۱۵ پورې ډرونونه ویشتي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00