ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکا قانون جوړوونکي عراق کې د امریکا د جګړو په رسمي توګه ختمولو ته یو ګام نږدې شول

واشنګټن  - د امریکا قانون جوړوونکي به دا هفته د لسیزو زوړ هغه قانون د منسوخه ګرځولو دپاره یو اهم ګام پورته کړي کوم چې د ملک صدر ته یې د جنګ په برخه کې واک اختیارات ورکړي دي. دا ګام څرګندوي چې د کانګرس د واک اختیار بیا پرځای کولو په برخه کې ملاتړ په زیاتېدو دی. په سنېټ کې د اکثریت ډېموکرېټانو مشر، سنېټر چک شومر تېره هفته د دواړو ګوندونو کوښښونه وستایل او ویې ویل: "هم ډېموکرېټان او هم رېپبلېکنان، دواړه یو شان نتیجې ته رسېدلي دي: مونږ ته په کار ده چې د عراق جګړه په یو ځل د دایم دپاره ختمه وګڼو. او د دې ګام معنا دا ده چې مونږ اول باید هغه قانوني واک اختیار بېرته [له صدر څخه] واخلو کوم چې د لارې یې دا جګړه پیل شوې وه." د 2001 کال د سپټمبر د ۱۱مې د ترهګرو حملو نه پس، په ۲۰۰۱ او بیا ۲۰۰۲ کې داسې قوانین امریکا کې منظوره کړی شول چې ترمخه یې د ملک صدر ته دا پراخ اختیار و چې د کانګرس د اجازت نه بغیر – کوم چې د کانګرس آئيني حق ګڼل کیږي – د پراخو پوځي عملیاتو امر وکړي. د امریکا د پوځي ځواک د استعمال په برخه کې د دغو قوانینو د بېرته لغوه کولو دپاره امریکایي قانون جوړوونکو په وروستیو کلونو کې څو څو ځله کوښښونه کړي دي. تر اوسه هر کوښښ ناکام پاته شوی، ځکه دا تنقید ورباندې شوی چې ګني د دغو صدارتي اختیاراتو لغوه کول به د امریکې قامي سلامتیا او په بهر کې موجودو امریکایي قواوو ته خطرې پېښې کړي. په دې هفته کې چې د سنېټ د خارجي تعلقاتو کمېټې کې د څه قوانینو د لغوه کولو په سر غور کیږي، یو یې د ۲۰۰۳ کال قانون دی چې عراق کې یې د امریکایي ځواکونو د استعمال اختیار صدر ته ورکړی و، او بل یې د ۱۹۹۱ کال قانون هم دی کوم چې د هغه وخت صدر جورج اېچ واکر بوش ته یې عراق ته د عسکرو لېږلو واک اختیار ورکړی و. رېپبلېکن سنېټر ټاډ یانګ په یو بیان کې ویلي دي: "په مشرق وسطی کې د امن او استحکام په پراخولو کې عراق د امریکې یو سټراټیجیک شریک دی. له بده قسمته، د دغو قوانینو ترمخه چې تر اوسه هم پرځای دي، عراق د تکنیکي اړخه [د قانون د لیکو ترمخه] اوس هم د امریکې یو دښمن دی. دا "عدم مطابقت او غلطي باید اصلاح شي. کانګرس ته په کار ده چې خپله دنده پرځای کړي او دا فیصله دې سنجیده واخلي چې نه صرف امریکا دې جنګ ته وهڅوي، بلکې پرېکنده دې ووایې چې مونږ [عراق او امریکا] نور په جنګ کې نه یو." د دواړو ګوندونو سره متعلق د امریکې مختلفو صدرانو د (۲۰۰۲-اې یو اېم اېف) کال نافذ شوي قانون په بنیاد په هغو جنګونو کې چې د یاد قانون د اولني مقصد نه ډېر جدا و، پراخ اختیارات استعمال کړي دي. په ۲۰۱۴ کال کې، د ډېموکرېټ ګوند سره تعلق لرونکي صدر بارک اوباما همدا قانون ځان ته دستاوېز وګرځولو او د کانګرس د اجازت نه بغیر یې په عراق او شام کې په داعش تندلارو باندې د هوایي حملو امر جاري کړ. د رېپبلېکن ګوند سره تعلق لرونکي صدر ډانلډ ټرمپ هم د همدې قانون په بنیاد، د کانګرس د اجازت نه بغیر، په عراق کې د ایران مشهوره جنرال، قاسم سلېماني په یوه هوایي حمله کې ووژلو. ګڼ شمېر امریکایي قانون سازان اوس ددې اختیاراتو د ختمولو ملاتړ کوي او وایي چې کانګرس دا لسهاوو کلونو کې خپلې آئیني ذمه وارۍ نظراندازه کړي دي. وروستی ځل چې د امریکا کانګرس په رسمي توګه اعلان جنګ په برخه کې خپل اختیارات استعمال کړل، هغه په ۱۹۴۲ کال کې و چې د رومانیه، بلغاریه، او هنګري (مجارستان) په خلاف یې جګړه اعلان کړه. د هغه وخت راهېسي، کانګرس د ملک ولسمشرانو ته دا پراخ اختیارات ورکړي چې پوځي عملیات ترسره کړي. ډېموکرېټک سنېټر ټېم کېن وایي: "کانګرس دا ذمه واري لري چې هم جنګونه اعلان او هم یې ختم کړي، ځکه دا فیصلې ډېرې اهمې دي چې مونږ خپل عسکر چېرته ولېږو او څنګه یې خطر سره مخ کړو، دا ډېره توجه او اتفاق نظر غواړي. د 1991 او 2002-اې یو اېم اېف قوانینو ته نور ضرورت نشته، کوم عملیاتي مقصد ته په کار نه دي، او د غلط استعمال خطره یې موجوده ده." کله چې د پورته قوانینو د لغوه کولو قانون په کمېټې کې پاس شي، بیا به په ټول سنېټ کې ووټ ته وړاندې کیږي، چېرته چې اوس ډېموکرېټان اکثریت دي. دې سره د رېپبلېکنانو پوره ملاتړ هم شته، او خیال دی چې منظورېدو ته به یې خنډ پیدا نشي. د هغه نه پس په اېوان نمایندګان کې یې هم د رد کېدو امکانات هم ډېر لږ دي. د اېوان سپیکر، کېوېن مکارټي هغه به د پرانیستي ترمیم د پروسې اجازت ورکړي، معنا دا چې د سنېټ لخوا کوم پاس شوی قانون به د قامي دفاعي اختیاراتو په کلني بحث کې اضافه کړی شي.

06.03.2023 ډیوه

م م: طالبان د جنسي "اپارټایډ" یا د صنف په بنیاد د تعصب په تګلاره عمل کوي

بېنېټ وویل تېر کال په سېټمپر کې د هغه د ابتدايي رپورټ نه پس په افغانستان کې حالات نور هم خراب شوي دي او افغانان د انساني حقونو په داسې بحران کې ګېر دي چې ښکاري دنیا يې هم په حل کولو کې مرسته نه شي کولی

06.03.2023 ډیوه

خامنه‌یي: د زده کوونکو د مسموم کولو عاملین دې په سخته سزا محکوم شي  

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي ویلي دي چې که په هغه هیواد کې د ښځینه زده کوونکو د مسمومولو د شکمنو پیښو لړۍ ثابته شي، عاملینو ته یې باید سخته سزا ورکړل شي.

06.03.2023 امریکا غږ

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۱۰:۰۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۳۱۳۶-۶۱۹-۲۰۲-۰۰۱

06.03.2023 امریکا غږ

ای اېم اېف: پاکستان به یقیني کوي چې د درامداتو او برامداتو خساره پوره کولو دپاره پېسې لري

د پاکستان دپاره د ای اېم اېف نماینده استر پرېز روېټرز ته وویل چې د ای اېم اېف د ټولو جایزه پروګرامونو دپاره پکار ده چې کوم ملک قرض اخیستل غواړي هغه کوټلي او د یقین وړ یقین دهاني پېښ کړي چې د ای اېم اېف پروګرام د مېعاد سر ته د رسېدو پورې د برامداتو او درامداتو خساره پوره کولو دپاره پېسې لري

06.03.2023 ډیوه

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي.

06.03.2023 امریکا غږ

بایډن د جاپان او جنوبي کوریا ترمنځ د اړیکو د ښه کیدو د اعلان هرکلی وکړ

متحده ایالاتو د جنوبي کوریا لخوا د هغو اعلان شويو پلانونو ستاینه وکړه چې د جاپان د جګړې د وخت د جبري کار قربانيانو ته تاوان ورکوي.

06.03.2023 امریکا غږ

سپینې خبرې

د سپینې خبرې په خپرونه کې په افغانستان، سیمه او نړۍ کې د ورځنیو پیښو په اړه د نظر د خاوندانو او څیړونکو تاوده بحثونه تعقیب کړئ. دا خپرونه په ګډه په پښتو او دري ژبو هره شپه د افغانستان په وخت د ۸:۰۰ تر ۹:۰۰ پورې په رادیو اشنا او د امریکاغږ په سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو کې وړاندې کیږي.

06.03.2023 امریکا غږ

امریکا یوې افغانې ته د زړورتیا جایزه ورکوي 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانې فعالې ذاکره حکمت ته د زړورتیا جایزه ورکوي. ذاکره د هغو ۱۱ زړورو ښځو په ډله کې ده چې په ۲۰۲۳ کال د زړورتیا جایزه ورکول کېږي. 

06.03.2023 امریکا غږ

د هندوستان سپریم کورټ د تاریخي ځایونو نومونه بدلولو دپاره خواست رد کړی

د بهارتیا جنتا پارټۍ یو مشر الوک وتس د اپادهیای د خواست دفاع کړې ده. هغه وي او ای ته وویل چې مسلمانانو حکمرانو په عمومي توګه د هندوانو مندرونه ړنګ کړي او په زور يې هندوان مسلمانان کړی نو ځکه د پخوانیو نومونو احترام ضروري نه  دی او تبدیلي يې جایزه ده

06.03.2023 ډیوه

په ایران کې د نجونو زده کوونکو ډله ییزه مسمومېدا

د ایران مشر آیت الله علي خامنه يي په ښوونځیو کې د سلګونو نجونو مسمومېدا نه بخښل کېدونکی جنایت وباله. هغه د دې بریدونو عاملانو ته د سختې سزا امر کړی. په ایران کې سلګونه نجونې دا څو وروستۍ ورځې په زهرجنو ګازو مسمومې شوي. عصمت څاروان او نور جزییات

06.03.2023 ازادي راډیو

د اشنا د دوشنبې خبري خپرونه

د اشنا په خبري خپرونو کې د شنبې څخه تر پنجشنبې پورې د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه، او د ټولې نړۍ څخه په زړه پورې او معلوماتي رپوټونه، د مسولینو او کارپوهانو مرکې، ستاسې غږ او نور مطالب لیدلی شی.

06.03.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه: له ښځو او نجونو سره د طالبانو چلند بشريت ضد جنایت کېدای شي 

په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی ریچارد بینیت وايي چې له افغان ښځو او نجونو سره د طالبانو چال چلند «د جنسیت په اساس تعقیب او د بشریت ضد جنایت» کېدای شي. 

06.03.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

06.03.2023 امریکا غږ

د بې وزله هیوادونو سرمشریزه کې د یمن استازی: ایران موږ ته مرګونه ډالۍ کوي 

په قطر کې د بې وزلو هیوادونو لپاره د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې یو یمني چارواکي پر ایران تور ولګاوه چې دې جنګ ځپلي هیواد ته د "مرګ ډالۍ" لیږي.  

06.03.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more