شاته

امریکا یوې افغانې ته د زړورتیا جایزه ورکوي 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت افغانې فعالې ذاکره حکمت ته د زړورتیا جایزه ورکوي. ذاکره د هغو ۱۱ زړورو ښځو په ډله کې ده چې په ۲۰۲۳ کال د زړورتیا جایزه ورکول کېږي.

د امریکا د ولسمشر میرمن جیل بایډن او د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن به د مارچ په اتمه د ښځو په نړیواله ورځ د شجاعت د جایزو ورکولو د مراسمو کوربانه وي.

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ذاکرې حکمت د طالبانو په لومړۍ دورې کې (۱۹۹۶-۲۰۰۱) په پټه ښوونځی ولوست او بیا د لوړو زده کړو لپاره یې تحصیلي بورس ترلاسه او ترکیې ته ولاړه.

هغه په ۲۰۱۸ کې په ترکیې کې له طب پوهنځي څخه فارغه شوه او د خپلو زده کړو په مهال یې د کډوالو سره د مرسته کوونکو سازمانونو سره هم همکاري کوله.

د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي چې ذاکرې حکمت په ۲۰۱۴ کې د افغان مهاجرو د پیوستون په نامه یوه موسسه جوړه کړه او د ښځو او مهاجرو د حقونو په برخه کې یې نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړې.

اعلامیه وايي: «د ذاکرې حکمت د هلو ځلو له کبله ډېرو افغانانو او په خاص ډول ښځو او نجونو او اقلیتونو د کډوالو محافظتي خدمتونه ترلاسه کړل.»

د میرمن حکمت تر څنګ لس نورې ښځې، چې د کال د شجاعت جایزه ترلاسه کوي، د ارجنټاین، مرکزي افریقا د جمهوریت، کوستاریکا، ایتوپیا، اردن، قزاقستان، مالیزیا، منګولیا، پولنډ، اوکراین او د ایران معترضې ښځې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ۲۰۱۷ راپدیخوا هرکال د ښځو د حقونو فعالانو او مبارزینو ته د زړورتیا دا جایزه ورکوي. تر دې دمه د افغانستان په ګډون د نړۍ د ۸۰ هېوادونو ۱۸۰ ښځو ته دا جایزه ورکړل شوې ده.

عزیزه صدیقي، ماري اکرمي، ثریا پاکزاد، وژمه فروغ، شکریه اصیل، شفیقه قریشي، ماریا بشیر، مریم درانۍ، ملالی بهادري، نسرین اوریاخیل، نیلوفر رحماني، رویا سادات او ظریفه غفاري هغه افغانې فعالانې دي چې دا جایزه ترلاسه کړې ده.