ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


متحده قومونه: د هندوستان ابادي به سږ کال د چین نه زیاته شي

د پاپولېشن فاونډېشن اف انډیا نومې ادارې پونن مترېجا وايي توقع کېدله چې هندوستان به په 2017 کې د ابادۍ په لحاظ د چین نه مخکې کېږي خو د چین په ابادۍ کې په چټکتیا د  کمي له امله د هندوستان ابادي زر زیاته شوې ده

30.01.2023 ډیوه

د ازادي راډیو ۲۱مه کلیزه

د ازادي راډیو د خپرونو ۲۱ کلونه پوره شول. ازادي راډیو د افغانستان د مولټي میډیا مخکښه رسنۍ ده. د ازادي راډیو رییس وايي، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې دا رسنۍ د تل په څېر بې پرې او پر وخت معلوماتو خپرولو ته ژمنه ده. قادر حبیب وویل، ازادي راډیو د خپلو میلیونونو مینه والو باور له ځانه سره لري.

30.01.2023 ازادي راډیو

د افغانستان دپاره د امریکا ځانګړی استازی د پاکستان او يورپي هيوادونو سفر کوي

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ويلي، د افغانستان د پاره د امریکا ځانګړی استازې تومس ویسټ د جنورې د ۲۹مې نه د څلورمې فرورۍ پورې د پاکستان، جرمني او سویټزرلینډ د يوې اوونۍ اوږد سفر کوي. او نوموړی به د ملګرو او د بشري مرستو له موسسو سره په افغانستان کې د ګډو ګټو په اړه سلا مشورې کوي.

30.01.2023 ډیوه

په پاکستان کې مېشتو افغان خبریالانو د دوی د کډوالۍ دوسیو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه 

يو شمېر افغان خبريالانو او د رسنيو کارکوونکو چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته په پاکستان کې مېشت شوي، په یوه اعتراضیه غونډّ کې د خبريالانو د ملاتړو بنسټونو له خوا د هغوى د کډوالۍ قضيو ته په نه پاملرنې نيوکه وکړه او غوښتل یې چې قضیې یې حل شي.

30.01.2023 امریکا غږ

په کندهار کې ۶۰۰ جریبه د کوکنارو او بنګو کښتونه له منځه وړل شوي

په کندهار کې روان فصل ۶۰۰ جریبه کوکنار او د بنګو کښتونه له منځه وړل شوي دي. طالب چارواکي وايي، د نشه يي توکو دغه له منځه وړل شوي کښتونو تر ډېره په کورونو کې په پټه کرل شوي وو. د طالبانو مشر تېر کال د کوکنارو او بنګو په کر بندیز ولګاوه چې له امله یې دا مهال د تاریاکو بیې په بېسارې توګه لوړې شوي دي. نور حال د لاندې لېنک په کېکاږلو اورېدلی شئ:

30.01.2023 ازادي راډیو

د امریکې خارجه وزیر په اسرایل او فلسطینیانو غږ کړې چې تاوتریخوالی دې کم کړي

بلېنکن د اتوار/یکشنبې په ورځ په داسې حال کې منځني ختيځ ته ورسېد چې د اسرايیل او فلسطینیانو ترمنځ تشدد سېوا شوی دی. بلېنکن به درې ورځې په منځني ختیځ کې پاته شي او د خبرو اهمه اېجنډه به یې د ایران مسئله او د اوکراین جګړه وي

30.01.2023 ډیوه

پوليس: لکي مروت کې د وسله والو ضد عمليات په پينځمه ورځ دوام لري

په لکي مروت کې د ترهګرو پرضد عملیات نن په پینځمه ورځ دوام لري چې له امله یې په ضلع کې موبایل سروس تر دې مهاله بند دی. نن په پېښور کې په پوليس لاين کې دننه په جومات کې چاودنه شوې لږ تر لږه 28 کسان پکې وژل شوي او د 140 پورې نور ژوبل شوي دي.

30.01.2023 ډیوه

وزیراعظم شهباز شریف وايي د پېښور په پولیس لاینز جومات ځانمرګي حمله شوې،  32 کسان يې وژلي

د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په پوليس لاين کې شوې چاودنه کې لږ تر لږه27 کسان وژل شوي او د 120 پورې نور ژوبل شوي دي، د لېډې رېډنګ روغتون وياند مرګ ژوبلې تاييد کړي دي.

30.01.2023 ډیوه

په پېښور کې د نننۍ چاودنې د مړو شمېر 47 ته لوړ شو

د خېبرپښتونخوا د مرکزي ښار پېښور په پوليس لاين کې شوې چاودنه کې لږ تر لږه27 کسان وژل شوي او د 120 پورې نور ژوبل شوي دي، د لېډې رېډنګ روغتون وياند مرګ ژوبلې تاييد کړي دي.

30.01.2023 ډیوه

د پېښور یو جومات کې ځانمرګي برید کې د پولیسو په ګډون ۶۱ تنه وژل شوي

د راپورنو له مخې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ښار په یوه جومات کې  چاودنې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

30.01.2023 امریکا غږ

اسلامي همکاریو سازمان: د طالبانو تازه فرمان د ښځو پر زده کړو محدودیتونه نور هم سختوي

د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو حکومت لخوا د خصوصي پوهنتونونو د کانکور ازموینو کې د نجونو د ګډون مخنیوي پرېکړې په اړه خواشیني ښودلې ده.

30.01.2023 امریکا غږ

بارکزۍ: د نجونو پر زده‌کړو بل محدوديت پاتې نه‌دی

طالبانو پر ښځو او نجونو د مخ په زیاتېدونکو محدودیتونو په ترڅ کې د افغانستان له خصوصي پوهنتونونو غوښتي چې نجونو او ښځو ته د کانکور په ازموینه کې د ګډون اجازه ورنه‌کړي. نوریاس نوري د تېر نظام د ولسي جرګې له غړې شکریه بارکزۍ څخه د مرکې په پیل کې په دې اړه چې دغه نوې پرېکړه څومره ناهیلې کونکې ده، د هغې نظر پوښتلی؟ د اغلې بارکزۍ مرکه د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو اورېدلی شئ:

30.01.2023 ازادي راډیو

بوریس جانسن: پوتین د توغندي په برید ګواښلی وم

د برتانیې پخواني صدراعظم بوریس جانسن ادعا کړې چې د روسیې جمهور رئیس ولادمیر پوتین وړاندې تر دې چې د ۲۰۲۱ کال د فبروري د میاشتې په ۲۴ مې په ګاونډي هیواد اوکراین یرغل وکړي، دی یې په شخصي توګه د توغندي په برید ګواښلی و.

30.01.2023 امریکا غږ

توماس ویسټ پاکستان، جرمني او سویس ته سفر کوي

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزرات یکشنبه جنوري ۲۹ (سلواغې۹) ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ د افغانستان په هکله د شریکانو سره د سلا مشورو لپاره پاکستان، جرمني او سویټزرلینډ ته سفر کوي.

30.01.2023 امریکا غږ

امينه محمد: د افغانانو د ستونزو لپاره د حل لارې لټول د ملګروملتونو اصلي لومړيتوب دی

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وایي، د دې هېواد د وګړو د وضعیت لپاره یوه حل لاره د دې سازمان یو مهم لومړیتوب دی. امینه محمد چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفرکړی و، تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي. چې له طالب چارواکو سره په لیدنو کتنو کې یې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه او هم په دې اړه چې که دغه حالت، محدودیتونه او بندیزونه دوام وکړي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. امینه محمد بیا په دې اړه اندېښنې داسې مهال ښېي چې طالبانو د شنبې د ورځې ناوخته د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته د یوه مکتوب په استولو له هغوی غوښتي، چې تر بل امر پورې د کانکور په ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه ورنه‌کړي. په دې مکتوب کې ویل شوي چې، که هر تحصیلي بنسټ له دې امر څخه سرغړونه وکړي، ورسره به قانوني چلند وشي. د اسلامي همکاریو سازمان د طالبانو دغه پرېکړه غندلې او ویلي یې دي، چې دا ډول اقدامات، پر نجونو او ښځو د تعلیم او کار چاپيریال خورا تنګوي. دې سازمان تېر ماښام په څو ټویټونو کې له طالبانو غوښتي چې پر دغې نوې پرېکړې او پر نورو مخکینیو چې پر نجونو زده‌کونکو یې لګولي، یو ځل بیا غور وکړي. د اسلامي همکاریو د سازمان په باور له اکاډمیک چاپيریال څخه د نجونو او ښځو څنډې ته کول به ټولنیز او اقتصادي درزونه رامنځته کړي. د اسلامي همکاریو د سازمان د سرمنشي دفتر هغه پخوانۍ غوښتنه بیا تکرار کړه چې له طالبانو یې پر ښځو او نجونو د کار او زده‌کړې د بندیزونو د لیرې کولو لپاره کړې وه. دغه غوښتنه درې اوونۍ مخکې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په یوه غونډه کې کړې او د دې سازمان اجرایوي رئیس د طالبانو له حکومت او د طالبانو له چارواکو غوښتنه کړې وه چې، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازي بېرته پرانیزي او هغوی ته د زده‌کړې د هرې رشتې حق ورکړي. طالبانو په خپلې څه باندې یو نیم کلنې واکمنۍ کې نجونې له شپږم ټولګي پورته له منځنیو او ثانوي زده‌کړو بې‌برخې کړي او له کوره بهر یې پر ښځو د کار کولو سخت محدودیتونه لګولي دي. طالبانو د تېر کال په ډسمبر کې نجونې او ښځې له پوهنتونونو هم را وګرځولې او همدارنګه یې په غیردولتي مؤسسو کې ښځې له کارکولو منع کړې. د طالبانو دغه اقدامات د نړیوالو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوي او هغه یو له عمده عواملو ګڼل کېږي چې نړیوال د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني. دې مسلې ته د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې امینه محمد هم افغانستان ته له وروستي سفر وروسته اشاره کړې او ویلي و، چې د طالبانو یوه عمده غوښتنه دا ده چې نړیوال یې باید حکومت په رسمیت وپېژني. خو د هغې په خبره طالبان باید لومړی دا ثابته کړي چې د بشري حقونو په تېره د ښځو د حقونو درناوی کوي، چې له هغې وروسته د دې په خبره کېدای شي، د تعامل او د په رسمیت پېژندلو موضوع مطرح شي.

30.01.2023 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more