شاته

په تاشقند کې د غونډې ګډون والو غوښتلي چې مغربي ملکونه دې منجمدې اثاثې افغانستان ته ورکړي

په افغانستان کې د امن په موضوع د ازبکستان سرښار تاشقند کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د افغانستان شپږو ګاونډیو ملکونو او روس د یوې غونډې په موقع غوښتنه وکړه چې د افغانستان د مرکزي بېنک منجمدې اثاثې ته هېواد ته ورکړی شي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، د ازبکستان خارجه وزارت وویل د روس، چین، ایران، پاکستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان خصوصي استازي د افغانستان په مسلو بحث دپاره یو ځای شوي وو او فېصله يې وکړه چې په باقاعده توګه ډول به غونډې کوي.

د ازبکستان خصوصي استازي عصمت الله ارګسشېف وویل غونډې د مغربي ملکونو نه وغوښتل چې د افغانستان بانک منجمدې اثاثې دې بېنک ته ورکړی شي.

هغه وویل د افغانستان د ګاونډیو ملکونو استازو په دې خبره ټینګار وکړو چې د افغانستان بانک منجمدې اثاثې دې د استاذانو او د ډاکټرانو په تنخاګانو او د ولس په خېر ښېګړه خرچ کړی شي چې دا مهال په مشکل حال کې دي.

هغه وویل د غونډې ګډون والو دا خبره هم واضحه کړه چې په افغانستان کې ۲۵ مېلین خلک د خوراک د کمي او قحط په شان صورتحال سره مخامخ دي.

روېټرز په خپل رپورټ کې وايي په افغانستان د طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس امریکې د افغانستان د مرکزي بېنک اووه بېلین مالیت اثاثې او یورپي بېنکونو د دوه بېلین ډالر اثاثې منجمد کړې.

د دغو ملکونو دریځ دی چې نه غواړي د افغانتسان اثاثې نېغ په نېغه د طالبانو په لاس ورشي او یا د ترهګرۍ دپاره استعمال شي.

واشنګټن ویلي ځینې اثاثې به د عامو افغانانو د ګټې دپاره استعمالېږي.

متحده قومونو تېره میاشت وویل چې په افغانستان کې شپږ مېلین خلک د قحط د خطر سره مخامخ دي او د ابادۍ په دریو کې دوه برخې خلک د لوږې ښکار دي او په بېړنۍ توګه مرستې ته ضرورت لريږ

یادونه: د دې خبر معلومات د روېټرز نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00