ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


امریکا او ترکیه 'ګډ کار کوي چې په ځینو افرادو د ترهګرۍ اړوند بندیزونه' ولګوي

د امریکا د متحدو ایالتونو د خزانې وزارت وايي چې له ترکیه سره ګډ کار او همکاري کوي چې په دوو افرادو باندې د ترهګرۍ اړوند بندیزونه ولګوي. د امریکا د خزانې وزارت ویلي دي چې دا دوه افراد په سوریې کې له دوو ډلو سره، چې له مخکې پرې بندیزونه لګول شوي دي، تړاو دي. وزارت د سه شنبې په ورځ مۍ دویمه (غوايي۱۳) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې دا بندیزونه به په عمر الشیک باندې،‌ چې د «حیات التحریر الشام» ډلې مشر دی او په کوبلای ساري باندې،‌ چې د «کتیبات التوحید والجهاد» ډلې لپاره یې په ترکیه کې له بسپنه ورکوونکو څخه پېسې ترلاسه کړي، ولګول شي. د ترهګرۍ او مالي استخباراتو په چارو کې د متحدو ایالتو د خزانې وزارت مرستیال براین اي نیلسن په یوې اعلامیې کې ویلي‌ دي: «ترهګرې ډلې نړیوال مالي سیستم ته د لاسرسي په لټه کې دي، له شریکانو سره زموږ همکاري زموږ وړتیا زیاتوي چې په اغیزناک ډول د دغو شبکو اسانتیاوې ګډوډې کړو.» د خزانې وزارت ویلي دي چې د جنورۍ په میاشت کې یې هم له ترکیې سره په ګډه د اسلامي‌ دولت [داعش] یوه کلیدي مالي شبکه په نښه کړې وه.

03.05.2023 امریکا غږ

د طالبانو پخواني چارواکي په بهر کې د خپلو 'منتقدو افغانانو وژل' غواړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکني ویاند «قاري سعید خوستي» له افغانستان څخه د باندې په خپلو خواخوږیو او پلویانو غږ کړی دی چې هغه افغانان «په چاقوګانو ووژني» چې د طالبانو خلاف «تبلیغات» کوي. قاري خوستي دا خبره په خپل ټویټر کې لیکلې ده چې وروسته یې بیا دا ټویټ حذف شوی دی. هغه په مشخص ډول د کوم کس نوم نه دی اخیستی خو ویلي یې دي چې دوی «په اروپا او امریکا کې غازیان» لري چې دا کار کولای شي. نوموړي په خپل ټویټر کې لیکلي: «تښتیدلي ټامیان یو دوه په چاکوګانو ووژنئ، که بیا چا د هېواد خلاف تبلیغات وکړل لاړې را توف کړئ.» خوستي له افغاستان څخه وتلي افغانان «بې غیرته، دووس او ډارن حیوانات» بللي دي. هغه لیکلي دي‌: « سلګونه داوطلب غازیان موږ په اروپا، امریکا کې لرو، صرف انسجام، رهبري غواړي» چې په خبره یې «خپل دښمنان» په نښه کړي. د قاري سعیدي خوستي دا ټویټ اوس د هغه په ټویټر کې نشته. ده په یو بل ټویټ کې بیا هم په خپل دریځ ټېنګار کړی دی او ویلي دي چې «زه بیا هم په خپله خبره ولاړ یم، د تښتیدلي ټامیانو همدا یواځينی علاج» دی. د ټامیانو اصطلاح تر ډېره هغو افغانانو ته کارول کېږي‌، چې په لویدیځ کې یې تعلیم او ژوند کړی او په افغانستان کې د جمهوریت په مهال په حکومت کې دندې ترسره کړې دي. قاري خوستي په خپل دویم ټویټ کې دا خبره هم کړې ده چې دا «یې شخصي نظر دی او د هېچا نمایندګي» نکوي. د هغه خبره په ټولنیزو رسنیو کې د طالبانو نورو فعالانو هم بدرکه کړې ده. د «ستر جنرال مبین خان» په نوم د طالبانو د ټولنیزو رسنیو یو بل فعال په خپل ټویټر کې د یو چاقو تصویر خپور کړی او لیکلي‌ دي: « موږ وپوهېدو چې باغیان او تښتیدلي‌ ټامیان له ام فور او کلاشینکوف پرته له دې وروسته باید په چاقوګانو ووژل شي.» د ده دا ټویټ هم حذف شوی دی. په افغانستان کې د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د طالبانو له راتګ وروسته څه باندې ۱۰۰زره افغانان،‌ چې اکثریت یې د مخکني حکومت مقامات، کارکوونکي، امنیتي ځواکونه، د بشري حقونو فعالان او د بهرنیو ځواکونو همکاران وو، واېستل شول. دوی وايي د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی. په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغانانو د قاري خوستي، جنرال مبین او د هغوی د نورو پلویانو دا وروستۍ څرګندونې په کلکه غندلي ‌دي. محبوب شاه محبوب، چې د طالبانو تر راتګ مخکې د کابل پوهنتون استاد و، په خپل ټویټر کې لیکلي دي: « که د دوی [طالبانو] وس ورسي خپلو سیاسي مخالفینو ته به بوشکه يي ماینونه کېږدي، څوک چې پر وطن زړه نه خوږوي پر وطنوال خو له سره رحم نه کوي.» هغه په یو بل ټویټ کې لیکلي دي‌ چې «زه د طالبانو دغې خبرې چې که څوک ېې سیاسي مخالفت کوي باید ووژل شي حیران کړی نه یم. تېر لنډ تاریخ چې زموږ د سترګو پر وړاندې تېر شوی دوی څه وکړل؟ د مور په مخکې یې محصل زوی دوی وواژه، حامله مېرمن یې سنګسار کړه، د کابل په زړه کې یې سلګونه موټر بم بریدونه او ځانمرګي وکړل..». په بهر کې یو شمېر مېشت افغانان د طالبانو په تګلارو باندې کلکې نیوکې کوي او د هغوی حکومت همه شمول او «مستقل» نه بولي. طالبانو په افغانستان کې د ننه خپل یو شمېر سیاسي مخالفان نیولي، بندیان کړي او د راپورونو په اساس وهلي او ټکولي هم دي. په نیول شویو کسانو کې د پوهنتون استادان، د بشري حقونو فعالان او د رسنیو کاروونکي شامل دي. د بشري حقونو ادارې وايي چې طالبان د بیان او رسنیو ازادۍ ته درناوی نلري، خو طالبان دا اداعا ردوي. یو شمېر نورو افغانانو بیا د قاري سعید او جنرال مبین د ټویټونو سکرین شاټونه خپاره کړي ‌او د ټویټر شبکه او د دغې شبکې مالک ایلن ماسک یې هم په کې ټګ کړي او له هغو یې غوښتي دي چې د دا ډول اشخاصو حسابونه وتړي. په ټویټر کې د مرګ ګواښونه او د ترهګري خپرول د دغې شبکې د اصولو خلاف بلل کېږي او په تېر وخت کې د دا ډول سرغړونو له کبله یې یو لړ حسابونه هم تړلي دي. طالبانو د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واکمن شول، که څه هم دوی ادعا کوي چې «عمومي بخښنه» یې کړې ده، خو د بشري‌ حقونو سازمانونه وايي چې طالبانو په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې خپل سلګونه مخالفان وژلي،‌ ژوبل کړي، نیولي او یا تري ‌تم کړي دي. تېرکال د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب په یوې غونډې کې دا خبره ومنله چې د دوی جنګیالیو ځينې کسان د «محکمې له حکم پرته» وژلي، نیولي‌او یا ژوبل کړي دي. طالبانو په رسمي ډول د خپل دغه پخواني ویاند د ټویټونو په اړه لا څه نه دي ویلي.

03.05.2023 امریکا غږ

د طالبانو پخواني چارواکي په بهر کې د خپلو 'منتقدو افغانانو وژل' غواړي

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت مخکني ویاند «قاري سعید خوستي» له افغانستان څخه د باندې په خپلو خواخوږیو او پلویانو غږ کړی دی چې هغه افغانان «په چاقوګانو ووژني» چې د طالبانو خلاف «تبلیغات» کوي.

03.05.2023 امریکا غږ

ملګري ملتونه وايي په نړۍ کې د مطبوعاتو ازادي کمه شوې ده

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د سه شنبې په ورځ مۍ دویمه (غوايي ۱۳) په نړۍ کې په خبریالانو باندې بریدونه وغندل او ویې ویل چې د رسنیو ازادي تر برید لاندې ده. ګوتېرش د رسنیو د ازادۍ د نړیوالې ورځې څخه یوه ورځ مخکې د خبریالانو او رسنیو په پلوۍ خبرې وکړي. هغه وویل چې «زموږ ټولې ازادۍ د مطبوعاتو په ازادۍ پورې تړلې» دي‌ او دا «ازادي د دموکراسۍ او عدالت اساس» بلل کېږي چې په خبره یې د بشري حقونو د حفاظت لپاره لازمي دي. هغه زیاته کړه چې په نړۍ کې مطبوعات تر برید لاندې دي او «په خبریالانو بریدونه کېږي، په منظم ډول  ګواښل کېږي، نیول کېږي او زندان ته» اچول کېږي او یا هم وژل کېږي. د بې سرحده خبریالانو د سازمان د معلوماتو په اساس تېرکال په ټولې نړۍ کې ۵۵ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي د دندو په مهال وژل شوي دي. انتوني ګوتېرش همدغه راز د زورواکانو په لاس د ځینو رسنیو د سقوط په اړه هم خپګان څرګند کړ او وویل:«د ناسمو معلوماتو او نفرت څخه ډکو څرګندونو له لوري حقیقت ګواښل شوی.» د انتوني ګوتېرش تر څنګ د ملګرو ملتونو  د علمي، تعلیمي او فرهنګي‌ سازمان مشر ادري ازولي هم په دې اړه خپله اندېښنه په ډاګه کړه او وویل چې ډیجیټل د معلوماتو نړۍ بیخي ‌بدله کړې او په خبره یې مستقل او خپلواک ژورنالیزم موجودیت ډېر مهم دی.

03.05.2023 امریکا غږ

«قلم لار»: د مطیع الله ویسا کورنۍ ته دې د هغه د روغتیا ډاډ ورکړل شي او ژر دې خوشی شي

واشنګټن ـــــ په افغانستان کې د تعلیم لپاره کارکوونکې غیرسرکاري ادارې «قلم لار» د خپل مشر مطیع الله ویسا نیول کېدل "له انصافه لرې" عمل بللی او اندېښنه یې ښکاره کړې چې د هغه په اړه تر اوسه هیڅ معلومات نه لري. «قلم لار» د ګل- دوشنبې په ورځ رسنیو ته یوه اعلامیه لېږلې چې وي او اې ډیوه هم تر لاسه کړې ده او په هغه کې د طالبانو پر مشرانو ږغ کړی چې مطیع الله ویسا ژر خوشي کړي: "سره د دې چې د هغه نیونې د افغانانو له خوا پراخ غبرګونونه لرل او ټولو یې د ژر خوشي کېدو غوښتنه وکړه، خو ویسا لا اوس هم د [طالبانو] د استخباراتو په بند کې دی". مطیع الله ویسا د «قلم لار» ټولنې مشر دی چې د مارچ میاشتې پر 27مه یې د کابل په خوشال خان مېنه کې له خپل یو مشر ورور سره په یو جومات کې د مازدیګر لمونځ کړی وو او را وتلو سره سم د طالبانو د استخباراتو کسانو نیولی وو. طالبانو پر ویسا تور پورې کړی چې هغه د دوی د حکومت له اجازې پرته ځینې "مشکوک" کارونه تر سره کول، خو «قلم لار» ټولنه وایي هغه یو غیرسیاسي شخص او کارونه یې هم یواځې د تعلیم لپاره وو او تر شا یې څه سیاسي مقصد نه وو. «قلم لار» ټولنې په اعلامیه کې ویلي، چې د ښاغلي ویسا د روغتیا په اړه دې د هغه کورنۍ ته ډاډ ورکړل شي او اجازه دې ورکړي چې هم هغه له خپلې کورنۍ سره وویني او هم دې ورته د مدافع وکیل حق ورکړل شي: "«قلم لار» د ټولو ادارو او اشخاصو څخه غواړي چې د هر انسان د اساسي او مدني حقونو درناوی دې وشي او ټول هغه کسان دې ژر خوشي کړل شي چې له کوم جرم پرته بندیان دي". د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یواځې یو ځل وي او اې ته په خبرو کې د مطیع الله ویسا نیول تایید کړي وو، خو بیا یې رسنیو ته څه نه دي ویلي چې هغه په څه حال کې دی او آیا د کوم جرم له کبله عدالت ته هم وړاندې شوی دی که نه. «د قلم لار» ټولنې د بورډ غړی نصیب الله نور وایي، طالبان باید د مطیع الله ویسا غوندې د افغانستان د ښو خلکو درناوی وکړي. ښاغلي نور د مې پر لومړۍ نېټه د ویسا د تعلیمي مبارزې ځینې عکسونه پر ټویټر خپاره کړي او ورته لیکلي یې دي: "د نیول کېدو یې هیڅ وجه نه شته، مطیع الله یو مجرم نه دی، هغه د افغانانو سره زر دی او طالبان پر دې پابنده دي چې د هغه احترام وکړي". مطیع ‌الله ویسا په 2009م کال د «قلم لار» ټولنه جوړه کړې وه او په تېرو شاوخوا پینځلسو کلونو کې یې د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې ګڼل شمېر بند سکولونه پرانیستي وو، کتابتونونه یې جوړ کړي وو، پر زرګونو ماشومانو یې کتابونه او درسي مواد وېشلي وو او خلک یې هڅول چې په خپلو ماشومانو تعلیم وکړي. ویسا د تېر جمهوري حکومت پر مهال د تعلیم د ودې لپاره پرله پسې کمپېن کاوه او هغو ولایتونو ته یې سفرونه کول چې سکولونه پکې بند وو. د طالبانو له واکمنېدو را وروسته یې هم خپله دا مبارزه روانه وساتله او په دې ورستیو کې یې د نجونو د تعلیم په ملاتړ هم خپل ږغ پورته کړ او په بېلابېلو ولایتونو کې یې له ولسي خلکو سره ولیدل، چې له طالبانو د خپلو لوڼو او زامنو د تعلیم حق وغواړي. شاوخوا 590 ورځې کېږي چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته د نجونو سکونه بند کړي او د تېر کال د دسمبر له 20مې یې په پوهنتونونو کې هم جینکۍ له تعلیمه منع کړې دي، خو د نړیوالو او افغانانو تر مسلسل غوښتنو وروسته هم لا نه ده معلومه چې طالبان به کله نجونې اعلی تعلیم ته پرېږدي.

02.05.2023 ډیوه

ستاسې غږ

ستاسې غږ خپرونه کې د امریکا غږ د اشنا رادیو اوریدونکي په مستقیمه توګه له مونږ سره اړیکه نیسي او د خپرونې د چلوونکو او اوریدونکو سره خپل نظر، اندیښنې او شکایتونه شریکوي. دا خپرونه په ژوندۍ بڼه د افغانستان په وخت د شپې د ۹:۳۰ تر ۱۰:۳۰ بجو پورې خپریږي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

02.05.2023 امریکا غږ

ډنمارک له اوکراین سره د ۲۵۰ میلیون ډالرو پوځي مرستو اعلان وکړ 

د ډنمارک د دفاع وزارت نن سه شنبه مۍ دویمه (غوايي ۱۲) اعلان وکړ چې د اوکراین د «اینده عملیاتو د حمایت لپاره» به دغه هېواد ته د ۱.۷ میلیارد کرونور په ارزښت، چې ۲۵۰ میلیون ډالر کېږي، پوځي مرسته استوي. 

02.05.2023 امریکا غږ

م.م : نړیوال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو او ستر بشري ناورین په اړه اندېښنه لري

واشنګټن: د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش یو ځل بیا د نړیوالو هغه اندېښنې یادې کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او بشري حقونو څخه د تېریو، په ځانګړې توګه د ښځو او جونو د حقونو د ځپلو په برخه کې دي چې د طالبانو له پریکړو سره رامنځ ته شوي. ښاغلي ګوټېریش د نهې یا سې شنبې په ورځ په دوحه کې د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې په یوې خبري غونډه کې وویل، "ګډونوال د افغانستان د ثبات په اړه اندېښنې لري او په دې اړه یې جدي اندېښنې شریکې کړي کوم چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د دایمي شتون په اړه دي چې نه یواځې خپله دغه هېواد، بلکه سیمې او نورې نړۍ ته یو ګواښ ګڼل کېږي." دی زیاتوي، د نشي توکو د قاچاقو د خپرېدو او له هغې سره تړلو ډرامټیکو پایلو په اړه هم اندېښنې دي او دغه ډول هر یو هېواد خپل خپل لومړیتوبونه لري خو یو لومړیتوب هم د بل ارزښت نشي کمولی. د ولسمشر اشرف غني په وروستۍ دوره کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر او دا مهال د جمهوري غوښتونکو خوځښت ویاند شاه محمود میاخېل په دې اړه امریکا غږ ډیوې ته وویل: "افغانستان ته زیاتې ترهګرې ډلې بېرته تللي دي. تاسو پېچلي عملیات ولیدل چې د روس په سفارت وشول، د چینايي کمپنۍ په غړو باندې، همدا ‌ډول د پاکستان په سفارت باندې او نور داسې مغلق عملیات په کابل ښار او نورو ولایتونو کې ترسره شول. دا لړۍ لا نوره هم قوي کېږي او له همدې امله دا یو لوی چېلنج دی هم د افغانانو لپاره، هم د طالبانو لپاره او هم د سیمې او د نړۍ د هېوادونو لپاره." ښاغلی میاخېل زیاتوي دا ستونزې ځکه په پراخېدو دي چې طالبانو ونشو کړای چې ملي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي. پخوانی سرپرست وزیر او د جمهوريت غوښتونکو خوځښت ویاند ښاغلی میاخېل دا خبرداری هم ورکوي، چې که یو تفاهم رامنځ ته نشي چې هغه د یو مشروع نظام له لیارې کېږي نو کېدای شي افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ لپاره یو لوی خطر شي. د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش د خپلو خبرو په دوام دا هم وویل، چې افغانستان دا مهال په نړۍ کې له ستر اقتصادي‌ ناورین سره مخ دی. "۹۷ فیصده خلک په غریبۍ کې ‌ژوند کوي. د ابادۍ له دریو څخه دوه برخې یعنې ۲۸ میلیونه وګړي سږ کال د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري. شپږ میلیونه ماشومان، ښځې او سړي د قحطۍ په څېر حالاتو څخه یواځې یو قدم شاته دي." دی زیاتوي، له افغانستان سره د بشري غبرګون پلان له مخې چې د ۴.۶ بیلینه ډالرو غوښتنه شوې یواځې ۲۹۴ میلیونه ډالره چې ۶.۴ فیصده کېږي ترلاسه شوي دي. ښاغلي ګوټېریش وړاندې ویلي، په هغو افغانو مېرمنو باندې بندیز چې له ملګروملتونو او ملي او نړیوالو انجیوګانو سره کار کوي د منلو وړ نه دی او له دې سره د خلکو ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کېږي. ګوټېریش ویلي، "مونږ به هېڅکه د ښځو او جونو په حقونو باندې د سیستماتیکو بریدونو مخې ته غلي پاتې نشو. مونږ به هرکله په داسې حال کې خبرې کوو چې په میلیونونو ښځې او انجونې خاموشه او له نظره لېرې کړای شوي دي.‌دا له بشري حقونو څخه یوه جدي سرغړونه ده." په واشنګټن ډي سي کې افغان ډېپلوماټ صفي الله دلاور وايي، د طالبانو لخوا پر ښځو او جونو باندې روان بندیزونه په هېڅ ډول اسلامي او شرعي اړخ نه لري بلکه یواځې له نړیوالو څخه د باج اخېستلو لپاره دي. ښاغلي دلاور امریکا غږ ډیوې ته وویل: "هر هغه دریځ چې تر ننه طالبانو د ښځو د تحصیل او کار په اړه نیولی هېڅ ډول اسلامي او شرعي جنبه نه لري.‌ دا سمه ده چې دوی د یو حاکم نظام په توګه پالیسانې جوړې کړي خو د پالیسانو د عملي کولو لپاره دوی دوه کاله ډېر وخت ونیوه خو تر اوسه یې یواځې یوه پالیسي هم جوړه نه کړه. دوی چې په دې برخه کې تر اوسه هر ډول پرېکړه کړې هغه یواځې یو فشار دی چې دوی یې غواړي په نړیوالې ټولنې یې واچوي، تر څو نړیوالې ټولنې او سازمانونه یې بیا په حکومتونو واچوي چې د دوی حکومت هېر نه کړي." ښاغلي دلاور همدارنګه د ملګروملتونو په نوښت په دې جوړې شوې غونډې باندې له دې امله نیوکې هم وکړې چې خپله افغانان پکې نشته. "په دې غونډه کې خپله افغانان نشته چې خپل موقفونه کې مثبت دي او که منفي وړاندې کړي. د دوی د حضور نشتوالی خپله یوه لویه پوښتنه ده چې د افغانستان په اړه تصمیم نیونه معقوله نه بلل کېږي. بله دا چې طالبانو تر اوسه د ملګروملتونو هېڅ یوه غوښتنه چې په تېرو غونډو کې یې ترې کړې وې نه دي عملی کړي.‌ نه یواځې حقوق بشر ته یې پاملرنه نه ده کړې، ‌بلکه هره ورځ داسې پرېکړې کوي چې د بشري حقونو مخالفې دي. دا ډول غونډې یو ډول د طالبانو غوښتنو ته تسلیمېدل دي. ځکه هغوی فکر کوي چې که د نړیوالې ټولنې سره ته ضد وکړي‌ او دغه اساسي حقونه و نه منې نو دوی کولای شي چې په نړیوالې ټولنې باندې خپل غوښتنې ومني خو دا باید برعکس واي. کله چې دوی د افغانانو حقونه نه ورکوي نو په دوی باید معاهدې تطبیق شوې وای" که څه هم په دې غونډه کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې خو په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند په یو شمېر ټویټونو کې لیکلي دي چې تېره ورځ یې د غونډې په څنډه کې د چین، او برتانیې له استازو سره لیدنې کړي. د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګروملتونو د مشر انټونیو ګوټېریش په بلنه باندې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه د ګل یا دوشنبې په ورځ‌ پیل او د نهې یا سې شنبې په ورځ‌ پای ته ورسېدله. دغه غونډه د بندو دروازو تر شاه وه او په غونډه کې د چین، برتانیې، فرانسې، جرمني، هندوستان، اندونیزیا، ایران،‌ جاپان، قراقستان، کرغېزستان،‌ ناروۍ،‌ پاکستان، قطر، روس، سعودي عرب، تاجکستان،‌ ترکیې، ترکمنستان،‌ متحده عرب امارات،‌ امریکا،‌ ازبکستان،‌ اروپايي‌ ټولنې او د اسلامي هېوادونو د تنظیم یا او آی سي استازو ګډون کړی وو. تر دې مخکې ملګروملتونو د اپرېل په ۲۷ نېټه په نیویارک کې هم د افغانستان په اړه غونډه کړې وه، چې پکې ګډونوالو په افغانستان کې په بشپړه او مساوي توګه د ښځو او جونو پر ګډون ټینګار کړی و.

02.05.2023 ډیوه

سپینې خبرې

د ملگروملتونو سرمنشي ويلي، نړیواله ټولنه د افغانستان د ثبات په اړه اندیښمنه ده.آیا ملگري ملتونه به د دوحې له غونډې وروسته د طالبانو پر وړاندې خپل دریځ جدي کړي؟ د سپینې خبرې په خپرونه کې په همدې موضوع د میلمنو سره غږیږو.

02.05.2023 امریکا غږ

عوامي نېشنل ګوند د امنيت په ايجنډا ټول ګونديزه غونډه بللې

پښتون ملت پاله ګوند عوامي نېشنل پارټۍ سبا د شورو په ورځ اسلام اباد کې ټول ګوندیزه غونډه رابللې چې د ايجنډې مهمه برخه یې د ګوند د مرکزي وياند ذاهد خان په وینا د امنيت موضوع ده.

02.05.2023 ډیوه

د اشنا د سه شنبې خبري خپرونه

د امریکا غږ د سې شنبې په خپرونه کې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د غونډې د دویمې ورځې جزئیات، په سپینې ماڼۍ کې د اختریزې مېلمستیا او د افغان کډوالو په اړه د یوه ناول مهم ټکي خپروو.

02.05.2023 امریکا غږ

بایډن په سپینې ماڼۍ کې له مسلمانانو سره د کوچني اختر مراسم ونمانځل

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ماښام مۍ ۱ (غوايي ۱۱) په سپینې ماڼۍ کې د یو شمېر امریکايي مسلمانانو سره یو ځای کوچنی اختر ونمانځه.

02.05.2023 امریکا غږ

د ترکیې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اردوغان مخکښ سیال قلیچدار اوغلو څوک دی؟

کمال قلیچداراوغلو د ترکیې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اپوزیسون د شپږو ګوندونو د کاندید په توګه د ولسمشر رجب طیب اردوغان مهم سیال ګڼل کیږي. د مۍ ۱۴ عمومي ټاکنې په تیرې یوې پیړۍ کې د ترکیې تر ټولو مهم انتخابات ګڼل کیږي.

02.05.2023 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې د چارواکو، شنونکو او خلکو سره، مهمې کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسئلې څېړل کېږي. دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې، هر مازدیګر د کابل پر شپږنیمې بجې، په ژوندۍ بڼه خپرېږي.

02.05.2023 امریکا غږ

په پاکستان کې د بارانونو له کبله پېښو کې ۱۴ تنه مړه شوي 

 په پاکستان کې چارواکي وايي چې د دغه هېواد په بېلا بېلو برخو کې د شنبې له ورځې راهېسې د بارانونو له کبله په یو لړ رامنځ ته شویو پېښو کې لږ تر لږه ۱۴ تنه مړه شوي دي. 

02.05.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more