شاته

د ترکیې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اردوغان مخکښ سیال قلیچدار اوغلو څوک دی؟

کمال قلیچداراوغلو د ترکیې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د اپوزیسون د شپږو ګوندونو د کاندید په توګه د ولسمشر رجب طیب اردوغان مهم سیال ګڼل کیږي. د مۍ ۱۴ عمومي ټاکنې په تیرې یوې پیړۍ کې د ترکیې تر ټولو مهم انتخابات ګڼل کیږي.

د ترکیې دا ۷۴ کلن سیاستوال په ۲۰۰۲ کال کې وروسته له هغه د ترکیې په سیاست کې ډېر مطرح شو چې د کمال اتاترک د افکارو لرونکي خلکو جمهوري ګوند په استازیتوب یې د پارلمان څوکۍ وګټله.

دا ګوند د حکومت عمده اپوزیسیون ګڼل کیږي. قلیچداراوغلو د ۲۰۱۰ راهیسې ددغه ګوند د مشر په توګه توانېدلی چې له اردوغان سره د پارلماني ټاکنو په سیالیو کې لاسته راوړنې ولري.

قلیچداراوغلو د خپل سیاسي ژوند په اوږدو کې د اردوغان د سیاستونو مخالفت کړی دی. نوموړی د اردوغان په هکله وايي چې یو سړی د هر څه واکمن دی. هغه وايي: "مقننه، قضایه، او اجرایه ټول واکونه په یو شخص پورې تړلي دي. هو، دلته صدراعظم او نور وزیران موجود دي، خو دوی تش په نوم دي. نه صدراعظم او نه یې وزیران خپله اراده لري. کله چې دوی پرېکړه کوي، ټولو د ولسمشرۍ ماڼۍ ته سترګې نیولي وي."

نوموړی وايي، تاوتریخوالی یا فشارونه یې مخه نشي نیولی. هغه زیاتوي: " موږ د یوه داسې نسل دوام یو چې هیڅ کله یې هم د نورو په وړاندې سر نه دی ښکته کړی. موږ له یو داسې نسل څخه یو چې د خپلې مبارزې لپاره یې د ټولې نړۍ پر وړاندې جګړه وکړه. که څوک زما پر مخ پدې خاطر سوک راکوي، چې ما به له خپلې موخې په شا کړي، دا کار هیڅکله ممکن نه دی."

تازه نظرپوښتنو قلیچداراوغلو له اردوغان سره په سیالۍ کې ډېر نږدې ښودلی دی. نوموړی د راروانو ټاکنو په اړه وايي: "دا ټا کنې زموږ د ولسواکۍ، زموږ د جمهوریت او زموږ د اولادونو د راتلونکې لپاره ډېرې مهمي دي."

قلیچدار اوغلو په دې وروستیو کې د علوي مذهبي ډلې سره د خپل تړاو په اړه وغږېد. په ترکیه کې دا مذهبي اقلیت د پېړیو په اوږدو کې د توپیري چلند او تاوتریخوالي سره مخامخ بلل شوی دی.

خو د چارو شنونکي وايي د ترکیې په سیاست کې د علويانو په څېر د مذهبي اقلیتونو سره د تړاو موضوع که څه هم پخوا مهمه وه خو اوس یې ارزښت کم شوی دی.

شنونکی عثمان سیرت وايي: "که تاسې اوس د ملت د اتفاق په نوم د اردوغان مخالف ایتلاف کې شاملو سیاسي ګوندونو ته وګورئ، دغه ایتلاف کې اوس اسلامپاله، ملتپاله ، سیکولر، سنیان او علويان ټول یو ځای دي. د دې معنی دا ده چې دغه ډول تړاوونه اوس هغومره چې پخوا مهم وو، اوس مهم نه دي."

تراوسه لا نده معلومه چې کمال قلیچداراوغلو به وتوانیږي له اردوغان څخه راتلونکې ټاکنې وګټي خو ځینې شنونکي وايي که ټاکنې ونه ګټي هم، کمال قلیچدار اوغلو وار دمخه د ترکیې سیاسي نقشه او حاکم روایات بدل کړي دي.