شاته

عوامي نېشنل ګوند د امنيت په ايجنډا ټول ګونديزه غونډه بللې

پښتون ملت پاله ګوند عوامي نېشنل پارټۍ سبا د شورو په ورځ اسلام اباد کې ټول ګوندیزه غونډه رابللې چې د ايجنډې مهمه برخه یې د ګوند د مرکزي وياند ذاهد خان په وینا د امنيت موضوع ده.

زاهد خان وي او اې ډیوه سره په خبرو کې وويل، د ټول ګونديزې غونډې په ايجنډا کې یې د ټولو نه اهمه مسله د امنیت ده، دويمه د اقتصاد او درېمه د پارلیمان او سپريم کورټ په صورت حال بحث کول دي.

هغه زياته کړه دوی په الېکشن کمېشن کې رجسټرډ ټولو ګوندونو ته بلنه ورکړې او زياتو ګوندونو ورته د ورتګ تاييد هم کړی دی.

د زاهد خان په خبره پاکستان تحریک انصاف ګوند ته یې هم بلنه ورکړې ده خو اوس د هغوی د طرفه مختلف خبرونه را روان دي چې پي ټي ايي په ټول ګونديزه غونډه کې د ګډون نه انکار کړی دی.

د تحریک انصاف ګوند يو مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني سپيکر اسد قېصر وي او اې ډیوه سره په خپل شریک کړي بیان کې ويلي، چې عوامي نېشنل ګوند ورته بلنه ورکړې خو ايجنډا یې واضحه نه ده.

هغه ويلي، "زمونږ ايجنډا ايين بچ کول وي او د پي ډي اېم حکومت د ايين سره ټوقې کوي، او دوی د عوامي نېشنل ګوند د ټول ګونديز کانفرنس د ايجنډې سره اتفاق نه کوي دوی ګڼي چې د ملک د ټولو مسلو زمه وار د پي ډي اېم حکومت دی او عوامي نېشنل ګوند د دغه حکومت برخه ده ځکه یې په ټول ګونديز کانفرنس کې د ګډون نه معذرت کوي".

د ټول ګونديز کانفرنس په اړه عوامي نېشنل ګوند ویلي، "د ټولو سياسي ګوندونو ترمنځ مکالمه د وخت ضرورت دی، او د یو بل نه زغملو نتيجه يواځې د مشکلاتو او مسلو سېوا کېدو سبب ګرځي".

د عوامي نېشنل ګوند په نظر "ټول ګونديز کانفرنس یې د مسلو د حل د هڅو کړۍ ده او د بحرانونو څخه وتلو لاره خبرې اترې او يو ځای کښېناستل دي".

عوامي نېشنل ګوند چې ټول ګونديز کانفرنس بللی په وروستيو کې په خېبرپښتونخوا صوبه کې په ځانګړي ډول قبايلي او د صوبې په جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.

ياد ګوند او ايتلافي حکومت تور لګوي چې په ملک کې ناامني د تحریک انصاف د حکومت لخوا د تحریک طالبان پاکستان سره د خبرو په نتيجه کې سېوا شوې ده.

په 27م اپرېل د عوامي نېشنل ګوند د خېبرپښتونخوا صوبې مشر اېمل ولي خان پېښور هايکورټ ته خواست کړی چې، د ترهګرو په بيا اباد کارۍ کې ککړ ټول کردارونه او معاهدې دې د ولس په وړاندې راوړل شي او د پېښور هايکورټ د چیف جسټس په مشرۍ کې دې د دغه ټول عمل عدالتي پلټنې وشي.

په خواست کې پخوانی وزيراعظم عمران خان، د پاکستان صدر عارف علوي، د استخباراتي ادارې [ايي اېس ايي] پخوانی مشر فېض حميد، د خېبرپښتونخوا پخوانی وزيراعلا محمود خان او د صوبې پخوانی وياند او د وزيراعلا مشير بېرسټر سېف، مرکزي او صوبايي حکومت فريق جوړ کړل شوي دي.

تېره میاشت د وزيراعظم شهبازشريف په مشرۍ د ملي امنيت کمېټۍ غونډه شوې او "کمېټۍ په ملک کې د ترهګرۍ تازه څپه د ټي ټي پي [تحریک طالبان پاکستان] ترهګر ګرځول شوي تنظیم سره د نرمې رويې او بې سوچه پاليسۍ نتيجه ګرځولې کومه چې د ولس د توقعاتو او خواهشاتو پرضد ده. د کومې په نتيجه کې چې ترهګرو ته بې د کوم خنډه نه يواځې بيرته د راوستلو اجازت ورکړی شوی بلکې د ټي ټي پي خطرناک ترهګر هم د اعتماد سازۍ په نوم د جېلونو نه خوشي کړی شوي".

د ملي امنيت کمېټۍ په غونډه کې د ټي ټي پي سره د نرمې رويې او ترهګرو بيرته راوستو په اړوند نور تفصیل نه وو ویل شوی خو د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف او نور وزيران په ښکاره په مخکني وزیراعظم عمران خان تور لګوي چې د هغه د پاليسيو له امله په ملک کې ترهګري بيا سېوا شوې ده.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د تېر حکومت په دور کې د ټي ټي پي سره مذاکرات پېل شوي کوم او ډز بندي شوې کومه چې د تېر کال نومبر په مياشت کې ټي ټي پي ختمه کړې او د بريدونو زمه وارۍ منل یې پېل کړي دي.

د پاکستان حکومت او پوځ وايي د ترهګرۍ پرضد یې جګړه روانه ده او د وروستي ترهګر د خاتمې پورې به دغه جګړه روانه وي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00