شاته

م.م : نړیوال په افغانستان کې د ترهګرو ډلو او ستر بشري ناورین په اړه اندېښنه لري

واشنګټن: د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش یو ځل بیا د نړیوالو هغه اندېښنې یادې کړې چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د شتون او بشري حقونو څخه د تېریو، په ځانګړې توګه د ښځو او جونو د حقونو د ځپلو په برخه کې دي چې د طالبانو له پریکړو سره رامنځ ته شوي.

ښاغلي ګوټېریش د نهې یا سې شنبې په ورځ په دوحه کې د افغانستان په اړه د دوه ورځنۍ غونډې په پای کې په یوې خبري غونډه کې وویل،

"ګډونوال د افغانستان د ثبات په اړه اندېښنې لري او په دې اړه یې جدي اندېښنې شریکې کړي کوم چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د دایمي شتون په اړه دي چې نه یواځې خپله دغه هېواد، بلکه سیمې او نورې نړۍ ته یو ګواښ ګڼل کېږي."

دی زیاتوي، د نشي توکو د قاچاقو د خپرېدو او له هغې سره تړلو ډرامټیکو پایلو په اړه هم اندېښنې دي او دغه ډول هر یو هېواد خپل خپل لومړیتوبونه لري خو یو لومړیتوب هم د بل ارزښت نشي کمولی.

د ولسمشر اشرف غني په وروستۍ دوره کې د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست وزیر او دا مهال د جمهوري غوښتونکو خوځښت ویاند شاه محمود میاخېل په دې اړه امریکا غږ ډیوې ته وویل:

"افغانستان ته زیاتې ترهګرې ډلې بېرته تللي دي. تاسو پېچلي عملیات ولیدل چې د روس په سفارت وشول، د چینايي کمپنۍ په غړو باندې، همدا ‌ډول د پاکستان په سفارت باندې او نور داسې مغلق عملیات په کابل ښار او نورو ولایتونو کې ترسره شول. دا لړۍ لا نوره هم قوي کېږي او له همدې امله دا یو لوی چېلنج دی هم د افغانانو لپاره، هم د طالبانو لپاره او هم د سیمې او د نړۍ د هېوادونو لپاره."

ښاغلی میاخېل زیاتوي دا ستونزې ځکه په پراخېدو دي چې طالبانو ونشو کړای چې ملي او نړیوال مشروعیت ترلاسه کړي.

پخوانی سرپرست وزیر او د جمهوريت غوښتونکو خوځښت ویاند ښاغلی میاخېل دا خبرداری هم ورکوي، چې که یو تفاهم رامنځ ته نشي چې هغه د یو مشروع نظام له لیارې کېږي نو کېدای شي افغانستان یو ځل بیا د سیمې او نړۍ لپاره یو لوی خطر شي.

د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټېریش د خپلو خبرو په دوام دا هم وویل، چې افغانستان دا مهال په نړۍ کې له ستر اقتصادي‌ ناورین سره مخ دی.

"۹۷ فیصده خلک په غریبۍ کې ‌ژوند کوي. د ابادۍ له دریو څخه دوه برخې یعنې ۲۸ میلیونه وګړي سږ کال د ژوندي پاتې کېدو لپاره مرستو ته اړتیا لري. شپږ میلیونه ماشومان، ښځې او سړي د قحطۍ په څېر حالاتو څخه یواځې یو قدم شاته دي."

دی زیاتوي، له افغانستان سره د بشري غبرګون پلان له مخې چې د ۴.۶ بیلینه ډالرو غوښتنه شوې یواځې ۲۹۴ میلیونه ډالره چې ۶.۴ فیصده کېږي ترلاسه شوي دي.

ښاغلي ګوټېریش وړاندې ویلي، په هغو افغانو مېرمنو باندې بندیز چې له ملګروملتونو او ملي او نړیوالو انجیوګانو سره کار کوي د منلو وړ نه دی او له دې سره د خلکو ژوند نور هم له ګواښ سره مخ کېږي.

ګوټېریش ویلي، "مونږ به هېڅکه د ښځو او جونو په حقونو باندې د سیستماتیکو بریدونو مخې ته غلي پاتې نشو. مونږ به هرکله په داسې حال کې خبرې کوو چې په میلیونونو ښځې او انجونې خاموشه او له نظره لېرې کړای شوي دي.‌دا له بشري حقونو څخه یوه جدي سرغړونه ده."

په واشنګټن ډي سي کې افغان ډېپلوماټ صفي الله دلاور وايي، د طالبانو لخوا پر ښځو او جونو باندې روان بندیزونه په هېڅ ډول اسلامي او شرعي اړخ نه لري بلکه یواځې له نړیوالو څخه د باج اخېستلو لپاره دي.

په واشنګټن کې افغان ډپلوماټ صفي الله دلاور
په واشنګټن کې افغان ډپلوماټ صفي الله دلاور

ښاغلي دلاور امریکا غږ ډیوې ته وویل:

"هر هغه دریځ چې تر ننه طالبانو د ښځو د تحصیل او کار په اړه نیولی هېڅ ډول اسلامي او شرعي جنبه نه لري.‌ دا سمه ده چې دوی د یو حاکم نظام په توګه پالیسانې جوړې کړي خو د پالیسانو د عملي کولو لپاره دوی دوه کاله ډېر وخت ونیوه خو تر اوسه یې یواځې یوه پالیسي هم جوړه نه کړه. دوی چې په دې برخه کې تر اوسه هر ډول پرېکړه کړې هغه یواځې یو فشار دی چې دوی یې غواړي په نړیوالې ټولنې یې واچوي، تر څو نړیوالې ټولنې او سازمانونه یې بیا په حکومتونو واچوي چې د دوی حکومت هېر نه کړي."

ښاغلي دلاور همدارنګه د ملګروملتونو په نوښت په دې جوړې شوې غونډې باندې له دې امله نیوکې هم وکړې چې خپله افغانان پکې نشته.

"په دې غونډه کې خپله افغانان نشته چې خپل موقفونه کې مثبت دي او که منفي وړاندې کړي. د دوی د حضور نشتوالی خپله یوه لویه پوښتنه ده چې د افغانستان په اړه تصمیم نیونه معقوله نه بلل کېږي. بله دا چې طالبانو تر اوسه د ملګروملتونو هېڅ یوه غوښتنه چې په تېرو غونډو کې یې ترې کړې وې نه دي عملی کړي.‌ نه یواځې حقوق بشر ته یې پاملرنه نه ده کړې، ‌بلکه هره ورځ داسې پرېکړې کوي چې د بشري حقونو مخالفې دي. دا ډول غونډې یو ډول د طالبانو غوښتنو ته تسلیمېدل دي. ځکه هغوی فکر کوي چې که د نړیوالې ټولنې سره ته ضد وکړي‌ او دغه اساسي حقونه و نه منې نو دوی کولای شي چې په نړیوالې ټولنې باندې خپل غوښتنې ومني خو دا باید برعکس واي. کله چې دوی د افغانانو حقونه نه ورکوي نو په دوی باید معاهدې تطبیق شوې وای"

که څه هم په دې غونډه کې طالبانو ته بلنه نه وه ورکړل شوې خو په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند په یو شمېر ټویټونو کې لیکلي دي چې تېره ورځ یې د غونډې په څنډه کې د چین، او برتانیې له استازو سره لیدنې کړي.

د قطر په پلازمېنه دوحه کې د ملګروملتونو د مشر انټونیو ګوټېریش په بلنه باندې د افغانستان په اړه دوه ورځنۍ غونډه د ګل یا دوشنبې په ورځ‌ پیل او د نهې یا سې شنبې په ورځ‌ پای ته ورسېدله.

دغه غونډه د بندو دروازو تر شاه وه او په غونډه کې د چین، برتانیې، فرانسې، جرمني، هندوستان، اندونیزیا، ایران،‌ جاپان، قراقستان، کرغېزستان،‌ ناروۍ،‌ پاکستان، قطر، روس، سعودي عرب، تاجکستان،‌ ترکیې، ترکمنستان،‌ متحده عرب امارات،‌ امریکا،‌ ازبکستان،‌ اروپايي‌ ټولنې او د اسلامي هېوادونو د تنظیم یا او آی سي استازو ګډون کړی وو.

تر دې مخکې ملګروملتونو د اپرېل په ۲۷ نېټه په نیویارک کې هم د افغانستان په اړه غونډه کړې وه، چې پکې ګډونوالو په افغانستان کې په بشپړه او مساوي توګه د ښځو او جونو پر ګډون ټینګار کړی و.

هېلو وي او اې په ټي وي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00