ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


این حق من است (تکرار)

این حق من است (تکرار)

28.03.2023 ازادي راډیو

دا زما حق دی (تکرار)

دا زما حق دی (تکرار)

28.03.2023 ازادي راډیو

ملګري ملتونه: افغانستان کې د ښځو تر مدیریت لاندې کارونه په ورکېدو دي

د کډوالو په چاروکې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وايي، په افغانستان کې د ښځو تر مدیریت لاندې کسب او کارونه د وضعه شوو محدودیتونو له امله د ورکېدو په حال کې دي.

28.03.2023 امریکا غږ

ملګرو ملتونو له طالبانو غوښتي چې د مطیع الله ویسا د نیول کېدو علت دې روښانه کړي

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) له طالب چارواکو څخه غوښتي چې د "قلم لار" ټولنې د بنسټ ایښودونکي او ښوونې او روزنې د مدافع مطیع الله ویسا د نیول کېدو او ځای ځایګي په اړه معلومات ورکړي.

28.03.2023 امریکا غږ

امریکا، سعودي او ملګرو ملتونو په کابل کې شوی ځانمرګی برید غندلی

د کابل ښار د دوهمې امنیتي حوزې اړوند «ملک اصغر» څلور لاره کې بهرنیو چارو وزارت ته نژدې پرونی ځانمرګی برید د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو، ملګرو ملتونو او سعودي عربستان په ګډوند یو شمېر نورو هیوادونو  لخوا غندل شوی دی.

28.03.2023 امریکا غږ

سعودي کې عمرې ته د روانو کسانو بس حادثې سره مخ شوی، 20کسان په کې مړه او 29 نور ژوبل شوي

په سعودي عرب کې عمرې ته د روانو کسانو بس د حادثې سره مخ شوی چې د عرب میډيا له مخې په دې پېښه کې 20کسان مړه شوي او 29 نور ژوبل شوي دي. عرب رسنۍ وایي د خمیس مشیط نه د عمره کوونکو کسانو بس مکې ته روان ؤ چې په لاره کې یې بریک فیل شو او د یو پل سره وجنګیدو . د رسنیو له مخې د پل سره د جنګیدو له امله په دغه بس اور ولګیدو چې په نتیجه کې یې په بس کې ناست 20 عمره کوونکي مړه شوي او 29 نور ژوبل شوي دي. عرب رسنۍ وایي حادثې سره مخ شوي بس کې د سیمه ییزو وګړو ترڅنګ بهرنیان هم سواره وؤ خو نه ده واضحه شوې چې دې پېښه کې څومره بهرني وګړي مړه شوي او ژوبل شوي دي‌ او نه یې هم هویت ښودل شوی دی. خیلج ټایمز ورځپاڼې د مرستندویه فعالینو له خولې ویلي چې په پېښه کې ژوبل شوي کسان سیمه ییز روغتون ته رسول شوي دي. هر کال د رمضان یا روژې په میاشت کې د نړۍ دبیلابیلو هیوادونو نه په لکونو مسلمانان د عمرې د سعادت ترلاسه کولو لپاره د سعودي عرب مکې او مدینې ښارونو ته ورټولیږي او د نور کله په نسبت دغلته د عبادت کوونکو زیات رش لیدل کیږي.

28.03.2023 ډیوه

پارلیمان ته ویل شوي په پاکستان د پورونو بار 52 زره اربو روپو نه اوښتی دی

د پاکستان د خزانې وزارت پارلیمان ته ویلي چې د پاکستان په ذمه پورې حکومتي قرضونو کې د روان مالي کال په وړومبیو شپږو میاشتو کې د څلور زرو اربو روپو نوره اضافه هم شوې ده. په قرضه کې له دې نوې اضافې وروسته د پاکستان ټول ټال پورونه 52 زره اربو روپو نه اوښتي دي. په پاکستان د قرضو بار په داسې وخت کې نور سیوا شوی دی چې دا هیواد د یو ستر اقتصادي ناورین سره مخ دی او واکمنان یې وایي د اخستل شوؤ پورونو د سود پیسې هم د نورو پورونو په اخستو خلاصوي. تېره ورځ د قامي اسمبلۍ د سپیکر راجه پرویز اشرف په مشرۍ د پارلیمان غونډې ته د خزانې وزارت پخپل لیکلي ځواب کې ویلي چې د روان مالي کال وړومبیو شپږو میاشتو کې حکومتي قرضې څلور زره اربه او د جون 2020م نه تر دسمبر2022م پورې ملکي قرضې 16 زره اربو روپو نه زیاتې سیوا شوې دي. د خزانې وزارت ویلي دي په جون2020م کې حکومتي قرضه 36 زره او 399 اربه روپۍ وه چې د جون2021 پورې 39زره او 866 اربو روپو ته سېوا شوه. د خزانې وزارت له مخې د روان مالي کال د پیل نه ملکي او بهرني پورونه د 49 زرو او 193 اربو روپو نه د ډسمبر 2022م پورې 52 زره اربو روپو نه اووښتي دي. دغه رپورټ ښیي چې دسمبر2022 پورې د دوه نیمو کالو په مهال 35 هزاره او 116 اربه روپۍ ملکي او 19 زره او 600 اربه روپۍ بهرنۍ قرضې اخستل شوې دي. د خزانې وزارت دغه شمېرې ښیي چې دا مهال هر پاکستانی وګړی د دوؤ لکو او شپاړس زرو روپو قرضې لاندې ګیر دی. د اقتصادي چارو کار پوهان وايي پاکستان د خپل کلیز بجټ زیاته برخه د وسلو په اخستلو مصرفوي او له دې امله دا هیواد د روغتیا، تعليم او نورو پرمختيایې چارو دپاره بيا ډيره کمه برخه بېلوي. د اقتصادي چارو کار پوهه پروفیسر منظور احمد وایي پاکستان هغه هیواد دی چې د خراب اقتصاد له امله د عالمي مالیاتي بینک، نړیوالې مالیاتي ادارې ایي ایم ایف او وخت په وخت د نورو مالیاتي ادارو او هیوادونو څخه پورونه ترلاسه کوي. وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه ویلي چې پاکستان دا مهال د خپل کلیز بجټ یوه لویه برخه د بهر نه د اخستل شوؤ پورونو په سود کې ورکوي او په داسې حال کې د وسلو اخستو مصرفونه په پاکستان دا مالي بارونه نور هم سېوا کوي. هغه وایي د پاکستان په دفاع چې څومره لګښتونه کیږي هغه د دې هیواد د معیشت د حجم څخه ډیر لوړ دي او د دې لګښتونو په وجه د پاکستان د تعلیم، روغتیا او ټولنیزې څانګې نورې برخې اغېزمنې کیږي.

28.03.2023 ډیوه

د پاکستان عدلیه کې اختلافانونه، دوؤ ججانو ویلي د مشر قاضي د اختیاراتو سر دوباره جاج اخستل په کار دي

د پاکستان د سپریم کورټ د ججانو ترمنځ د رایو د اختلاف معامله کې نور هم شدت پیدا شوی او د سپریم کورټ دوؤ ججانو جسټس منصورعلي شاه او جسټس جمال مندوخیل پخپله فیصله کې ویلي، "دا غوره وخت دی چې د پاکستان د چیف جسټس د"ون مېن شو" نه د خوند اخستو د اختیاراتو سر دوباره جاج واخستل شي". د سپریم کورټ دغو ججانو په پنجاب او خېبر پښتونخوا صوبو کې د الیکشن په معامله د چیف جسټس عمر عطا بندیال لخوا له خپله انده اخستل شوي نوټس سره اختلاف ښکاره کړی او پخپله پرېکړه کې یې لیکلي دي چې په یوازې سر د چیف جسټس د فیصلې په اختیاراتو تکیه نه شي کیدای. د یادو ججانو لخوا لیکل شوی اختلافي نوټ تېره ورځ د پاکستاني رسنیو لخوا مخې ته راوړل شوی چې له مخې یې دغو دواړو ججانو ویلي د پاکستان د چیف جسټس اختیارات باید د فل کورټ لخوا د جوړو کړل شوؤ قوانینو په اساس وټاکل شي. د جسټس منصور علي شاه او جسټس جمال مندوخیل لخوا لیکل شوې دې پرېکړه کې ویل شوي په انتخاباتو له خپله انده د اخستل شوي نوټس د اوریدنې لپاره ټاکل شوي نهه کسیز بینچ نه دوه ججان پخپله وتلي وؤ او د پاتې اووه کسیز بینچ پرېکړه دغو دوؤ ججانو هم منلې ده چې له هغې وروسته په ظاهره د څلورو مقابله کې د دریوؤ ججانو فیصله مسترد کړل شوې ده. د سپریم کورټ یادو دوؤ ججانو ویلي چې چیف جسټس ته د ترلاسه پراخه اختیاراتو له امله په عدلیه نیوکې کیږي او اوس غوره وخت دی چې د چیف جسټس په پراخه اختیاراتو نظرثاني وکړل شي. په دې وروستیو کې د سپریم کورټ مشر قاضي عمر عطاء بندیال پنجاب او خېبر پښتونخوا کې د 90 ورځو دننه د انتخاباتو په معامله له خپله انده نوټس اخستی ؤ. د دغه قضیې فیصله کولو لپاره مشر قاضي نهه کسیزه بینچ ټاکلی ؤ خو وروسته بیا دوؤ ججانو ښاغلي اعجاز الحسن او ښاغلي مظاهر علي نقوي حکومتي ایتلاف کې د شاملو ګوندونو له اعتراض وروسته د دې قضیې د اوریدنې نه معذرت کړی ؤ. د بینچ یو بل قاضي ښاغلي یحیی اپریدي دې قضیه کې د خپله انده نوټس اخستو سره اختلاف ښودلی ؤ او دا یې مسترد کړی ؤ. همدا شان جسټس اطهر من الله هم په یاد بینچ کې دده د ساتلو یا نه ساتلو فیصله په چیف جسټس پرېښې وه چې له هغې وروسته نوموړی جج له دغه بینچه ویستل شوی ؤ. تر دې وروسته د پینځو قاضیانو لارجر یا ستر بینچ د دې قضیې اوریدنه تر څو اوونیو کړې وه او د روانې میاشتې په وړومبۍ نیټه د مشر قاضي لخوا اورول شوې پرېکړه کې د پنجاب او خېبر پښتونخو صوبو دننه 90 ورځو کې دننه د انتخاباتو کولو حکم شوی ؤ.

28.03.2023 ډیوه

امریکا کې یوې نجلۍ په ښوونځي کې ۶ تنه وژلي دي

د متحده ایالاتو د ټینیسي ایالت د ناشویل په ښار کې چارواکي وایي د مسیحانو په یو ښوونځي کې یوې نجلۍ ډزې کړي، لږ تر لږه ۶ تنه یې وژلي چې درې یې د همدې ښوونځې زده کوونکي و.

28.03.2023 امریکا غږ

د امریکې سپیناوی: خلیلزاد یو عام وګړی دی، د پاکستان په اړه بیانونه یې د بایډن انتظامیې استازیتوب نه کوي

امریکې د پاکستان د وروستي وضعیت په اړه د خپل پخواني ډپلوماټ زلمي خلیلزاد وروستۍ څرګندونې د هغه شخصي نظر بللی دی او ویلي یې دي چې ښاغلی خلیلزاد دامریکې یو عام وګړی دی. زلمي خلیلزاد تېره اوونۍ پخپلو پرله پسې بیانونو کې د پاکستان په سیاسي او اقتصادي وضعیت د اندېښنو ډک بیانونه ورکړي وؤ او ویلي یې وؤ چې پاکستان د سیاسي، اقتصادي او امنیتي بحرانونو سره مخ دی. زلمي خلیلزاد پخپلو دغو بیانونو کې د پاکستان د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف ګوند د نیول کیدو په هڅو هم اندېښنې ښودلې وې او ویلي یې وؤ چې که عمران خان ونیول شي نو د پاکستان دننه به ورسره سیاسي فضاء نوره هم کړکیچنه شي. پخواني امریکایي ډپلوماټ پخپلو دغو بیانونو کې د پاکستان دننه د جون د میاشتې په وړومبیو کې د انتخاباتو وړاندیز کړی ؤ او ویلي یې وؤ چې کوم ګوند ته ولس خپلې رایې ورکړي هغه به بیا پرېکړې کوي چې څه پکار دي. پاکستان د ښاغلي خلیلزاد په دې څرګندونو سخت غبرګون ښکاره کړی ؤ او د بهرنیو چارو د دفتر ویاندې زهره بلوڅ ویلي وؤ هغه (خلیلزاد) دې خپلې ناغوښتل شوې مشورې د ځان سره سمبال کړي. د پاکستان ویاندې ویلي وؤ چې پاکستان به د یو هوډمن ملت په توګه د موجوده مشکل صورتحال نه په بریالیتوب سره وځي. د امریکې د بهرنیو د وزارت ویاند ودنت پټیل تېره ورځ مطبوعاتو ته د احوال تېرولو په مهال د زلمي خلیلزاد د دې وروستیو بیانونو سپناوی هم وکړو او ويې ویل د خلیلزاد بیانونه د بایډن انتظامیې د نظر استازیتوب نه کوي. ویاند وویل زلمي خلیلزاد دا مهال یو عام امریکایي وګړی دی او د هغه بیانونه یوازې د هغه شخصي نظر دی. ودنت ټیل وویل د زلمي خلیلزاد څرګندونې د امریکا د بهرنۍ تګلارې سره هیڅ تړاو نه لري. د عمران خان په پلوۍ د ښاغلي زلمي خلیلزاد وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې د پاکستان وتلي خبریال سلیم صافي پخپل یو کالم کې لیکلي دا وخت زلمي خلیلزاد نه خو کومه سرکاري عهده لري او نه یې د پاکستان په څېر هیوادونو سره څه کار شته. سلیم صافي پخپل کالم کې دعوه کړې ده چې د عمران خان د حکومت ړنګیدو نه وروسته په حیرانوونکي ډول ښاغلي پاکستان ته په پټه سفر کړی ؤ او دلته یې په بني ګاله کې عمران خان سره ځانله په ځانله د دریوؤ ساعتو اوږده لیدنه کړې وه. سلیم صافي دعوه کړې ده چې خلیلزاد دغه سفر کې د پاکستان د هغه وخت د پوځ سرلښکر جنرال قمر باجوه سره هم لیدلي وؤ او په هغه یې ټینګار کړی ؤ چې عمران خان سره روغه جوړه وکړي. سلیم صافي پخپل کالم کې لیکلي چې اوس د پشي کردار اداکولو پرځای زلمی خلیلزاد د عمران خان په پلوۍ په ډاګیز ډول میدان ته راغلی دی او "داسې ټویټ یې کړی لکه چې هغه عمران خان نه بلکې علي امین ګنډاپور وي". د ښاغلي صافي په وینا عمران خان تل ویلي چې حکومت یې امریکې نسکور کړی خو د هغه په ملاتړ کې اوس چین یا روس نه بلکې د امریکایي اسټبلشمنټ کردار مخې ته راغلی دی.

28.03.2023 ډیوه

طالبانو په کابل کې د نجونو د تعلیم یو فعال مطیع الله ویسا نیولی

د طالبانو امنیتي ځواکونو دوشنبه مارچ ۲۷ (کب۷) د "قلم لار" ټولنې یو باني مطیع الله ویسا چې په افغانستان کې د پوهنې او په ځانګړې توګه د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوي، د کابل په ښار کې نیولی دی.

28.03.2023 امریکا غږ

پېښور میشتي افغانان وايي کرکټ کې د پاکستان په وړاندې د افغانستان بریا یې په مخونو موسکا راوستې

په پېښور کې یو شمېر افغانان وايي د کرکټ په نړیوالو سیالیو کې د پاکستان پر وړاندې د افغانستان دوو پرله پسې بریاوو د دوی پر مخونو موسکا خپره کړې ده.

27.03.2023 امریکا غږ

یوې ښځې د امریکا په یو سکول کې ناتاره ډزې کړي او شپږ تنان یې وژلي دي

واشنګټن - د امریکا په ټېنېسي ریاست کې چارواکي وايي چې د ګل/دوشنبې په ورځ سهار یوه وسله واله ښځه په یو عیسایي سکول ننوتله او په ناتاره ډزو کې یې درې ماشومان او درې لویان ووژل. د ډزو نه سمدستي وروسته، پولیس سکول ته ورسېدل او بریدکوونکې ځوانه ښځه یې ځای په ځای ووژله. چارواکو وروستو وویل چې په پېښه کې شامله ملزمه، اته وېشت (۲۸) کلنه وه. تر اوسه معلومه نده چې دې ښځې ولې دا کار کړی، او پولیس وایي چې دوی خپل تحقیقات پیل کړي دي. د ټېنېسي د سرښار، نېشویل د پولیسو د ادارې یو ترجمان ډان آرون وویل چې ملزمې سره لږ تر لږه دوه ټوپکه او یوه تمانچه موجوده وه. د پولیسو ویاند زیاته کړه چې دوی ته د سهار قریب پاو باندې لس بجو باندې ټلیفونې رابطې وشوې چې په عیسایي سکول کې چا ډزې شورو کړي دي. دا په نېشویل کې یو خصوصي عیسایي سکول دی چې شاوخوا دوه سوه طالب علمان په کې سبق وایي. آرون وویل چې کله پنځه تنه پولیس اهلکار د پېښې ځای ته ورسېدل، نو د سکول د دویم پوړ نه د ډزو غږونه اورېدل کېدل. دوه پولیسو ځانونه دویم پوړ ته ورسول او لس نیمې بجې لا نه وې شوې چې د ډزو په پېښه کې ملزمه د پولیس له خوا ووژل شوه. په پېښه کې درې ماشوم طالب علمان، درې د سکول عملې او یوه پخپله ملزمه وژل شوي، او بل چا ته نقصان ندی رسېدلی. پولیسو په سکول کې موجود طالب علمان یو نږدې چرچ ته ورسول. که څه هم په امریکا کې د ناتاره ډزو پېښې وخت ناوخت مخې ته راځي، مګر دا ډېر کم لیدلی شوي چې ډزې کوونکی یوه ښځه اوسي. یو غیردولتي تنظیم چې په امریکا کې د ناتاره ډزو په پېښو نظر ساتي، وایي چې د کال ۱۹۹۶ راهېسي، د ناتاره ډزو یو سل او اوه اتیا (۱۸۷) پېښې مخې ته راغلي چې په هغه کې صرف څلور پېښې داسې وې چې په کې زنانه ډزې کوونکې ذمه وارې وې. تېر کال د ټېکساس ریاست په یووالډې ښار کې یو ابتدايي سکول کې د ناتاره ډزو په یوه پېښه کې یوویشت (۲۱) کسان وژل شوي و.

27.03.2023 ډیوه

افغانستان کې د نجونو انلاین زده کړه پراخه شوې

په افغانستان کې د طالبانو له بیاواکمنېدو او په منځنیو ښوونځو، لیسو او پوهنتونو کې د نجونو پر زده کړه له محدودیتونو وروسته، په دغه هېواد کې آنلاین تعلیمي مرکزونه او کورسونه مخ په زیاتېدو دي.

27.03.2023 امریکا غږ

افغانستان له پاکستان څخه د کرکټ د دریو لوبو لړۍ ۲-۱ وګټله

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د کرکټ د دریو شل اوریزو سیالیو لړۍ ۲-۱ د افغانستان په ګټه پای ته ورسېده. پاکستان وروستۍ لوبه وګټله.

27.03.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more