ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ایران پر دوو ښځینه هنرمندو د حجاب نه اغوستلو په "جرم" رسمي تور لګولی دی

واشنګټن ــــ په ایران کې چارواکو د ښځو لپاره د دې هېواد د جامو له ضابطو څخه د سرغړونې خلاف د اقداماتو تر اعلان څو اوونۍ وروسته په دوو مشهورو هنرمندو باندې د حجاب نه کولو له کبله د جرم رسمي تور یا فردِ جرم لګولی دی. د ایران د ځایي رسنیو د رپوټ له مخې دغو دواړو هنرمندو د جامو له ټاکلي کوډه سرغړونه کړې او په لوڅ سره اخیستي خپل عکسونه یې پر انټرنیټ خپاره کړي دي. د تهران پولیسو د کتایون ریاحي او پانته آ بهرام خلاف مقدمه درج کړې او دا شخړه یې عدالت ته لېږلې ده. په مقدمه کې ویل شوي چې دوی "په ولسي ځایونو کې د حجاب لرې کولو جرم کړی دی". د دغو دواړو هنرمندو ګڼ شمېر پلویانو په ټولنیزو رسنیو باندې پر دې خبر افسوس کړی دی او له دوی دواړو سره یې خواخوږي ښکاره کړې ده. پر سوشل مېډیا د دوی دواړو د فلمونو کلیپونه او عکسونه هم لګول شوي دي. د ایران د نیم سرکاري خبري خبري ایجنسۍ تسنیم د خبر له مخې که د دغو دواړو هنرمندو خلاف مقدمه وچلېږي نو کېدای شي چې جرمانه یا د قید سزا ورته واورول شي. د روانې اپرېل میاشتې په پیل کې د ایران پولیسو ویلي وو، د هغو ښځو خلاف به ګامونه اخلي چې د ملک د جامو له قوانینو سرغړونه کوي او وایي د دې کار لپاره به په ولسي ځایونو کې له سمارټ ټیکنالوجۍ کار اخلي. د 53 کلنې پانته آ بهرام عکسونه تېره اوونۍ هغه وخت پر سوشل مېډیا زیات خپاره شول چې هغې د یو فلم په نمایش کې له پړوني پرته عکسونه اخیستي وو. همدارنګه 61 کلنې کتایون ریاحي تهران ته نیژدې په ولسي ځایونو کې اخیستي خپل هغه عکسونه پر سوشل مېډیا پوسټ کړي وو چې د سر وېښتان یې پکې نه وو پټ کړي. په ایران کې د 1979م کال تر انقلاب سمدستي وروسته د دې هېواد مذهبي حکومت د ښځو لپاره په ولسي ځایونو کې د پړوني پر سر کول ضروري کړي وو. په وروستیو میاشتو کې داسې پېښې زیاتې شوې دي چې ایراني ښځې د جامو قانون نه پر ځای کوي او دا زیاتوالی له هغه وروسته راغی چې د تېر کال په ستمبر کې پولیسو 22 کلنه کردۍ مېرمن مهسا امیني په تهران کې د جامو د کوډ د سرغړونې په تور نیولې او بیا هغه په بند کې د ممکنه تشدد له کبله مړه شوې وه. د مهسا امیني د مړینې په خلاف په ټول ایران کې قهرجنې احتجاجي مظاهرې وشوې چې د مخکښۍ رول یې ښځو تر سره کاوه او دوی د ښځو د حجاب په اړه ملکي قانون چېلنج کړ. هنرمندې کتایون ریاحي د تېر کال په نومبر کې د مهسا امیني په حق کې له احتجاج کوونکو سره د یووالي لپاره پر ټولنیزو رسنیو داسې عکسونه پوسټ کړي وو چې پکې یې سکارف یا پړونی نه وو پر سر کړی او په همدې تور تر یوه اوونۍ زیاته موده په بند کې ساتل شوې وه. ایراني چارواکو لس ورځې مخکې ویلي وو چې 150 داسې تجارتي ادارې یې بندې کړې دي چې کارکوونکې ښځې یې د حجاب قانون په بشپړه توګه نه عملي کوي. یادونه:- د دې خبر معلومات له اې ایف پي خبري ایجنسۍ اخیستل شوي‌ دي.

26.04.2023 ډیوه

زېلېسنکي وايي د چین صدر سره يې په ټېلې فون په دوه اړخيزو تعلقاتو خبرې وکړې 

زېلېنسکي وویل امید کوي چې چینايي صدر سره د خبرو او چین دپاره د اوکراین سفیر د ګمارل کېدو په نتیجه کې به د دواړو ملکونو په تعلقات کې پرمختګ وشي

26.04.2023 ډیوه

امریکا وایي د طالبانو په رسمیت پېژندلو او ورسره اړیکو جوړولو باندې هیڅ بحث نه کوي

واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت او د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړې استازې وایي، دا خبره سپینه ده چې د طالبانو په رسمیت پېژندل په بشپړه توګه د امریکا له بحثه وتلې موضوع ده او د بشري حقونو د سرغړونو له کبله به ورسره اړیکې عادي نه کړي. د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل د نهې- سه شنبې په ورځ وویل، په قطر کې د مې پر لومړۍ نېټه کېدونکي کانفرنس هدف شاید دا نه وي چې پکې د طالبانو په رسمیت پېژندلو باندې خبرې وشي. د خبري غونډې په وخت له ښاغلي پټېل څخه وپوښتل شول چې آیا امریکا به د دوحې غونډې ته خپل استازی ټامس ویسټ ور ولېږي او آیا د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه د امریکا دریځ به څه وي، هغه یې په جواب کې وویل: "زه د [ټامس ویسټ] له راتلونکي سفره خبر نه یم یا زه د داسې سفر د اعلانولو لپاره څه نه لرم. هغه څه چې زه یې باید ووایم دا دي چې د طالبانو رسمیت پېژندل په مکمله توګه له مېزه بهر موضوع ده، د [قطر] د کانفرنس مقصد باید دا نه وي". د ملګرو ملتونو د عمومي‌ مشر مرستیالې آمنه محمد د اپرېل پر 17مه د امریکې په پرنسټن پوهنتون کې په یوه غونډه کې له طالبانو سره د خبرو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې ملګري ملتونه په راتلونکو ورځو کې د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه په یو کانفرنس کې بحث کوي. د مېرمن آمنه محمد دغو خبرو په افغانانو کې زیاتې اندېښنې را وپارولې او د هغې دا خبره یې د هغو افغانانو سپکاوی وګاڼه چې وایي طالبانو په تېرو کلونو کې وژلي او د ښځو په ګډون د اقلیتونو حقونه یې پخپله څه کم دوه کلنه واکمنۍ کې تر پښو لاندې کړي دي. ویدانت پټېل وویل چې د طالبانو په اړه د امریکې دریځ ډېر ښکاره دی. د ده په وينا، طالبانو په وروستیو کې پرله پسې په افغانستان کې د بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو سرغړونې کړې دي: "همدا په پرله پسې توګه د دوی [طالبانو] د نړیوالې پېژندنې په لاره کې یو لوی خنډ دی چې دوی یې غوښتنه کوي". د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وویل، طالبانو د افغانستان د ابادۍ نیمایي برخه یعنې ښځې او نجونې په ټولنه او اقتصادي فعالیتونو کې له ګډونه بې برخې کړې دي چې وایي دا کار د افغانانو د سوکالۍ او پرمختګ په مخ کې لوی خنډ دی. د افغانو ښځو د حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري وایي، دې یو شمېر پیغامونه تر لاسه کړي دي چې پکې د طالبانو د رسمیت پېژندنې په اړه اندېښنې ښکاره شوې دي. مېرمن امیري د نهې- سه شنبې په ورځ پر ټویټر لیکلي: "زموږ دریځ واضح پاته شوی دی. له طالبانو سره به پرته له دې اړیکې عادي نه شي چې د ټولو افغانانو خصوصاً د ښځو حقونو ته یې درناوی نه وي لرلی". طالبانو تر اوسه د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال ویاند او ځانګړې استازې د تازه څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي، خو مشرانو یې په تېر یو نیم کال کې په وار وار غوښتنه کړې چې غواړي له نړۍ سره اړیکې جوړې کړي او حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي. د 2021م کال په اګست کې چې طالبان دویم ځل د وسلو په زور واکمن شوي امریکې له افغانستان سره تر ټولو زیاتې بشري مرستې کړې دي چې مجموعي ارزښت یې تر یو ارب ډالرو زیات دی. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ویدانت پټېل وایي د افغانستان له خلکو سره د امریکې ژمنې دوامداره دي او په دې برخه کې یې دریځ روښانه دی: "امريکا اوس هم له افغانانو سره د بشري مرستو تر ټولو ستر ډونر هېواد دى، موږ د دې کار لپاره لارې لرو، غیرسرکاري ادارې او کارپوهان لرو چې په وسیله یې موږ کار کوو او ډاډ تر لاسه کوو چې دا پیسې طالبانو ته نه ځي". طالبانو د افغانستان د واک تر لاسه کولو وروسته په دې هیواد کې د ښځو او نجونو پر کار، اعلی تعلیم، اقتصادي، سیاسي او ټولنیز ژوند ګڼ شمېر بندیزونه لګولي دي چې نړیوالې ټولنې او د بشري حقونو تنظیمونه ورسره کلک مخالفت کړی خو طالبان بیا هم خپلې پرېکړې له "اسلامي شریعت" سره سمې ګڼي.

26.04.2023 ډیوه

ای پي: په سوډان کې د جګړې شدت کم شوی

د سوډان د پوځ جنرل عبدالفتح البرهان او د نیم پوځي خواک رېپېډ سپورټ فورس جنرل محمد همدان ډاګلو ترمنځ جګړه کې ای پي وايي لږ تر لږه ۴۵۹ کسان وژل شوي چې وسله وال او ملکي کسان په کې شامل دي او د ۴۰۰۰ نه زیات کسان زخمیان شوي دي

26.04.2023 ډیوه

لاوروف: د نړیوالو ژمنو د عملي کیدو پرته روسیه د طالبانو حکومت په رسمیت نه پیژني

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، چې د طالبانو له خوا د نړیوالې ټولنې د ژمنو د عملي کیدو پرته به مسکو د دغې ډلې حکومت په رسمیت ونه پیژني.

26.04.2023 امریکا غږ

ملګرو ملتونو ځانګړي همغږي کوونکي له ټاکلو هرکلی؛ خلیلزاد: دوحې غونډه کې دې طالبانو سره بحث وشي

افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په ملګروملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ملګروملتونوعمومي منشي له خوا د افغانستان په چارو کې د ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک مفتش د ټاکنې هرکلی کړی دی.

26.04.2023 امریکا غږ

ازادي راډيويي مجله؛ افغانان ولې له کتاب لوست سره ډېره علاقه نه‌لري؟

د کتاب نړيواله ورځ، خو ولې افغانان له کتاب لوست سره مينه نه‌لري؟ د سراج الاخبار ټوله پښتو په نوم د کتاب له ليکوال زرين انځور سره خبرې. دغه راز د نړۍ د ستر کتابتون په اړه د کابل پوهنتون پخوانی استاد محمود مرهون مالومات راکوي او د اختر په خوښيو کې کوژدنو ته د افغانانو د جوړو وړلو د دود په اړه راپور درته لرو. ازادي راډيويي مجله چې هره اوونۍ يې احمد شيبر چمتو کوي، د لاندې غږيز فايل په کېکاږلو يې اورېدلی شئ:

26.04.2023 ازادي راډیو

خلیلزاد:ګاونډیان باید افغانستان ته دداعش دترهګرو د ورتګ مخنیوي کې خپل کردار ترسره کړي

افغانستان لپاره دامریکې پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي دتاجکستان سخت دریځي توانېدلي چې افغانستان ته ننوځي اؤ دغلته له داعش سره یو ځای شي. په ټولنیزه رسنۍ ټویټر ښاغلي خلیلزاد لیکلي دافغانستان ګاونډي هیوادونه په ځانګړې توګه تاجکستان، پاکستان او ایران باید افغانستان ته د داعش دترهګرو د ورتګ د مخنیوي لپاره خپل کردار ترسره کړي. ښاغلي خلیلزاد دا څرګندونې وروسته له هغې کړي چې په دې وروستیو کې دامریکې ددفاع محکمې په یو پټ سند کې وویلی شول ښایي افغانستان یو ځل بیا دترهګرې ډلې داعش په ځاله بدل شوی اؤ دغلته داعش خپل فعالیتونه لا پسې پراخه کړي اؤ منظم کړي دي. زلمي خلیلزاد ویلي ،له افغانستان څخه د ترهګرۍ پراخېدل یو له هغو وېرو څخه وه چې د امریکا له وتلو سره تړلې وه. خو هغه وایي "داسې نه دي شوي. القاعده په پام وړ توګه کمه شوې او اوسمهال په افغانستان کې تر هر وخته کمزورې ده" تېره اوونۍ امریکایي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ کې خپور شوی رپورټ کې دپنټاګان د پټو اسنادو په اساس ویل شوي وؤ چې د صدر باییډن لخوا افغانستان څخه د خپلو ځواکونو له ویستل کیدو راپدیخوا تر دوؤ کلونو هم کمه موده کې افغانستان د داعش لپاره د همغږۍ یا رابطو په مرکز بدل شوی دی. خو زلمي خلیلزاد ویلي طالبان داعش خراسان خپل سرسخته دښمنان ګڼي او پر وړاندې یې پرله پسې مرګوني بریدونه کړي او د دوی ګڼ مشران یې وژلي دي. هغه ویلي داعش یو ګواښ پاتې دی، او دا به ولیدل شي چې ایا طالبان به وکولای شي چې دوی له منځه یوسي. زلمي خلیلزاد پخپل دغه اوږد تویټ کې ویلي، طالبان له ننګونو سره مخ دي،د بېلګې په توګه، تاجکستاني سخت دریځي توانېدلي چې افغانستان ته داخل شي او له داعش سره یو ځای شي. دهغه په وینا "کله چې زموږ ځواکونه په افغانستان کې وو، د افغانستان د پولو کنټرولول تر ټولو ستره ننګونه وه. ګاونډیان، په ځانګړې توګه تاجکستان، پاکستان او ایران باید افغانستان ته د داعش ترهګرو د ورتګ د مخنیوي لپاره خپله ونډه ترسره کړي" هغه دا دعوې رد کړي چې ګنې په افغانستان کې یو وارې بیا دترهګرو په ځاله بدل شوی اؤ ویلي یې دي، د القاعدې په اړه وضعیت ښه شوی او په افغانستان کې د داعش ګواښ د پخوا په څیر لږ یا ورته پاتې دي. دفرورۍ میاشت کې دامریکې د ملي استخباراتو د رییس د کلنۍ ارزونې په اساس چې پکې ویل شوي وؤ داعش د لویدیځ پر وړاندې د عملیاتو د ترسره کولو اراده اوس هم لري او له افغانستانه د باندې بریدونو ته دوام ورکوي،پخواني امریکایي ډپلوماټ ویلي ،کله چې امریکې لا هم په افغانستان کې ځواکونه درلودل، داعش-خراسان په امریکا او لویدیځ د برید پلانونه او اراده درلوده. سږکال په 23م مارچ د امریکا د سنټرل کمانډ (سېنټکام) مشر جنرال مایکل کوریلا د امریکې قانون سازانو ته ويلي وو چې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د داعش د افغان څانګې چې داعش-خراسان ډلې په نوم پېژندلی کیږي د خال خال نښتو باوجود، داعش خراسان ترهګره ډله دې ته نزدې شوې چې خپله جګړه د افغانستان د سرحداتو نه بهر پراخه کړي. دپنټاګان په افشا شوي سند کې هم ویل شوي چې  داعش په سفارتخانو،کلیساؤ، کاروباري مرکزو او فیفا نړیوال کپ د بریدونو پلان جوړوي . خلیل زاد لیکلي "موږ باید طالبان د ترهګرۍ پر وړاندې د دوی ژمنو ته مسول وګڼو. موږ باید له افغانستان څخه د ترهګریز ګواښ د پراختیا د څارنې او د ځان د ساتنې او دفاع وړتیا په ساتلو سره محتاط واوسو" د زلمي خلیلزاد په وینا موږ باید له طالبانو سره د خپلو ترهګرۍ ضد مبارزې او جیو پولیټیکي منافعو په برخه کې عملي چلند وکړو او د افغانانو د بشري حقونو په اړه خپلې اندېښنې څرګندې کړو. هغه لیکلي د تیرو دوو کلونو تجربه له هغه څه بهتره وه چې ډیرو یې اټکل کاوه -  تر زلمي خلیلزاد وړاندې په افغانستان کې واکمنو طالبانو هم د امریکا د دفاع د محکمې( پنټاګان) هغو پټو اسنادو ته جعلي ويلي او رد کړي يې دي په کومو پټو اسنادو کې چې ويل شوي افغانستان یو وارې بیا د وسله والې ډلې داعش د فعالیتونو مرکز بلل شوی دی. افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبیح الله مجاهد د دغو اسنادو رپورټ خپرېدو ته په غبرګون کې ويلي وؤ "د امریکا د دفاع وزارت په حواله رسنیز شوی جعلي سند، د همېشني پروپاګند برخه ده ځینو غربي رسنیو راپورونه خپاره کړل چې ګواکې د امریکا د دفاع وزارت یو ډاګیزه شوی سند ښايي چې افغانستان په اصطلاح د ترهګرۍ په مرکز بدل شوی، موږ دا ادعا په کلکه ردوو" طالبانو اؤ زلمي خلیلزاد افغانستان کې دداعش د پراختیا دعوې په داسې حال کې رد کړي چې داعش ډلې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېر څه باندې یو نیم کال کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ  پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

26.04.2023 ډیوه

ترکیې د کردستان د کارګرانو ګوند ۱۲۶ مشکوک ملاتړي نیولي

ترکیې د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوایي ۵) ۱۲۶ کرد پلوه فعالان، خبریالان او وکیلان په داسې حال کې ونیول چی په راتلونکو دریو اونیو کې پدې هیواد کې د جمهوري ریاست ټاکنې کیږي او ولسمشر رجب طیب اردوغان د دوه لسیزو واکمنۍ وروسته غواړي د یوې بلې دورې لپاره هم ولسمشر شي.

26.04.2023 امریکا غږ

امریکا یو ځل بیا د طالبانو هر ډول په رسمیت پیژندل رد کړل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ویدانت پټېل د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوایي ۵) یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د طالبانو د سرپرستې ادارې په رسمیت پیژندل په بشپړه توګه له بحث څخه بهر دي.

26.04.2023 امریکا غږ

طالبانو اګست کال 2021م کې په کابل هوایي اډه د شوي ځانمرګي برید پلانوونکی د داعش مهم مشر وژلی دی

څلورو لوړپوړو امریکایي چارواکو د سه شنبې/ نهې په ورځ ویلي افغان طالبانو اګست کال 2021م کې افغانستان نه د امریکایي ځواکونو د وتلو په مهال د کابل په هوایي ډکر د ت رسره شوي ځانمرګي برید ذمه وار د داعش وسله والې ډلې کمانډر وژلی دی. په دغه برید کې د 13 امریکایي پوځیانو په ګدون 170 کسان وژل شوي وؤ. په امریکایي رسنیو کې دخپور شوي یو رپورټ له مخې انتظامیې د کابل په ځانمرګي برید کې د وژل شوؤ امریکایي عسکرو خپلوانو ته زنګونه وهلي اؤ ورته یې ویلي چې د ترهګرې ډلې دغه مهم مشر په دې وروستیو اوونیو کې دطالبانو امنیتي ځواکونو وژلی دی. امریکایي چارواکو ویلي دامریکې استخباراتي څېړونکو ته د اپریل دمیاشتې په پیل کې معلومه شوې وه چې دکابل په هوایي اډه دشوي برید پلانوونکی چې له پېژندګلو ښودلو نه یې ډډه شوې ده،افغانستان کې دطالبانو په عملیاتو کې وژل شوی دی. چارواکي وایي دا نه ده واضحه شوې چې ایا طالبانو هغه په متخصص ډول په نخښه کړی اؤ که نه دطالبانو اؤ داعش د وسله والو په نښته کې وژل شوی دی؟ چارواکي وایي دپټو اطلاعاتو په اساس څېړونکو دا نتیجه اخستې ده دکابل په هوایي اډه دشوي برید مرکزي پلان جوړونکی وژل شوی خو دغو چارواکو د هغه دمرموزې وژنې په اړه کوم ثبوت مخې ته نه دی راوړی. په کابل هوایي ډګر کې دا چاودنه هغه مهال شوې وه چې هیواد نه د وتلو په هڅه کې په زرګونو افغانان هوایي ډګر ته ورټول شوي وؤ ،دې چاودنې هغه وخت یوه خونړۍ بڼه موندلې وه اؤ مسولیت یې داعش ډلې پغاړه اخستی ؤ. تر دغې چاودنې یوازې څو ساعته مخکې غربي چارواکو د یوې سترې حملې خبرداری ورکړی ؤ اؤ خلکو ته یې دهوایي اډې نه د وتلو وینا کړې وه خو دغه خبرداري ته هغه مهال زیات پام نه ؤ ګرځول شوی. رپورټ کې دامریکایي چارواکو له خولې ویل شوي چې امریکې دداعش د وژل شوي کمانډر په ضد ترسره شوؤ عملیاتو کې هیڅ مرسته نه ده کړې اؤ دا عملیات طالبانو په بشپړ ډول پخپل سر کړي وؤ. "دطالبانو دعملیاتو په اړه خبرې کول یا کوم اعلان کول زمونږ دمعمول برخه نه ده خو ومو غوښتل چې ددې خبر نه بایاد امریکایي ولس اؤ دې حمله کې د وژل شوؤ 13میرینز کورنۍ خبر شي" ډیرن هوور دهغه ځوان زلمي ډيرن ټيلر هوور پلار دی چې دکابل په چاودنه کې وژل شوی ؤ، ایسوسي ایټډ پریس سره خبرو کې ډیرن وویل هغه ته د نهې/سه شنبې په ورځ دداعش دیو نامعلومه مشر په نامعلومو حالاتو کې د وژل کیدو اطلاع ورکړل شوې ده. هغه وویل دی اؤ میرمنه یې دتېر یو نیم کال راهسې په درد اؤ تکلیف کې دي . دهغه په وینا دداعش دیو نامعلومه مشر په وژنه به ددوي درد کې کمی رانه شي‌. دهغه وینا وه دعا به کوي چې دافغانستان نه په راوتلو کې دباییډن انتظامیې نه کومې تېروتنې شوي ، په هغې ترې جواب وغوښتل شي افغانستان کې دداعش دا لویه ډله چې دداعش خراسان په نوم هم یادیږي،دیوې اندازې له مخې څلور زره وسله وال پکې راټول شوي اؤ طالبان دوي خپل تر ټولو ستر دښمن اؤ د عسکري اعتباره ځان لپاره تر ټولو ستر ګواښ ګڼي. په افغانستان کې دطالبانو بیا واک ته له رسیدو راپخوا داعش خراسان په افغانستان کې خپل فعالیتونه دوامداره ساتلي اؤ دوي زیاتره لږګي یا اقلیتونه په نخښه کوي. (د وي او ای نه اخستل شوي دې رپورټ کې ځېنې معلومات دای پي نه اخستل شوي دي)

26.04.2023 ډیوه

په سعودي عربستان کې څه کم ۱۳میلیون امفیتامین ګولۍ نیول شوي

سعودي عربستان د سه شنبې په ورځ اپریل ۲۵ (غوایي ۵) اعلان وکړ چې د امفیتامین په نامه د نشه یي موادو څه کم ۱۳ میلیون تابلیتونه یې چې د انارو د میوې په یو بار کې پټ شوي وو، د مخدره توکیو پر وړاندې د مبارزې په ترڅ کې نیولي دي. 

26.04.2023 امریکا غږ

جان کربي:‌ د کابل پر هوايي ډګر د برید اصلي شکمن طراح د طالبانو له خوا وژل شوی دی

د متحده ایالاتو د ملي امنیت د شورا د ستراتیژیکو اړیکو همغږي کوونکي د اپریل په ۲۵ (غوایي ۵) تائیده کړه چې د داعش-خراسان هغه تروریست چې په ۲۰۲۱ کې د کابل هوایي ډګر ته څیرمه وحشتناک برید طرحه کړی و چې ۱۳ امریکایي سرتیري او په لسګونو افغانان په کې ووژل شول، د طالبانو په عملیاتو کې وژل شوی دی.

26.04.2023 امریکا غږ

اتریش کې د طالبانو د مخالفو څېرو غونډه به مثبتې پایلې ونلري - څېړونکي

د افغانستان د مسايلو يو شمېر شنونکي وايي، د افغانستان په اړه د ويانا دويم کنفرانس به کومه مثبته پايله ونه لري، ځکه چې اکثره ګډون کوونکي یې همهغه کسان دي چې د افغانستان د وروستیو څو لسیزو په جریاناتو کې شامل وو.

25.04.2023 امریکا غږ

له ټرمپ او نیکي هیلي وروسته جو بایډن هم وایي دویم ځل په راتلونکو صدارتي ټاکنو کې برخه اخلي

واشنګټن ــــ له خپل مخکیني سیال ډانلډ ټرمپ وروسته د امریکا صدر جوبایډن د دویمې دورې لپاره له خپلې مرستیالې کمالا هېرس سره د راتلونکي کال 2024م په صدارتي ټاکنو کې د برخې اخیستو اعلان کړی دی. 80 کلن جوبایډن تر دې وړاندې هم درې ځله په صدارتي ټاکنو کې برخه اخیستې ده، خو یواځې یو ځل په 2020م کال کې د امریکې د 46 صدر په توګه منتخب شوی دی. جو بایډن د نهې- سه شنبې په ورځ په یوه لنډه ویډیو کې د امریکې له خلکو وغوښتل چې د بنیادي ازادیو او د جمهوریت لپاره د ده ملاتړ وکړي. هغه پر ټویټر دغې ویډیو ته لیکلي دي: "هر نسل یوه شیبه لري چې په هغه کې دوی باید د جمهوریت لپاره ودریږي، د خپلو بنیادي ازادیو لپاره ودریږي، زه باور لرم چې دا [انتخابات] به زموږ وي." بایډن پر ډانلډ‌ ټرمپ نیوکه وکړه او ویې ویل چې هغه لا هم د ریپبلکن له "توندروه" څخه د امریکې د جمهوریت د ژغورلو لپاره مبارزه کوي. بایډن په خپل ږغیز پیغام کې ویلي: "څلور کاله وړاندې چې زه د ولسمشرۍ لپاره ټاکنو ته ولاړ وم هم ما ویلي وو چې موږ د امریکې د روح لپاره په جګړه کې یو او موږ اوس هم یو". د خپل صدارت په لومړیو دوه کلونو کې د قانون سازۍ د یو لړ لویو کامیابیو، له کورونا وایرس وروسته د قوي اقتصاد بحالۍ او د بهرنۍ پالیسۍ مبارزې ته په کتو داسې ښکاري چې په ډیموکرېټ ګوند کې بل څوک به بایډن چېلنج نه کړي. صدر بایډن له تېرو 50 کلونو راهیسې د امریکې په سیاست کې فعاله دی، هغه سنېټر هم پاته شوی او بیا اته کاله د مخکیني ولسمشر بارک اوباما مرستیال صدر وو. د 2021م کال د جنورۍ پر 20 چې هغه د صدر په توګه لوړه (سوګند) وکړه، نو عمر یې 78 کاله وو، اوس اتیا کلن دی او که یې په دویم ځل انتخابات وګټل، د دویمې دورې په پای کې به 86 کلن وي چې د امریکې د تاریخ تر ټولو بوډا ولسمشر به وي. پر صدر بایډن په امریکا کې نیوکې کېدې چې په 2021م کال کې یې خپل پوځ له افغانستانه و ایست، له دې سره سره ریپبلکن ګوند د کډوالو او اقتصاد په اړه هم د هغه پر پالیسۍ تنقید کوي. د 2024م کال د صدارتي ټاکنو لپاره د مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ او نیکي هیلي په ګډون ډېر نور مهم کسان هم د ریپبلکن ګوند له اړخه امیدواران دي چې په هغوی کې څوک هم په ابتدا کې کامیابه شي هغه به له بایډن سره په ټاکنو کې مقابله کوي. که څه هم په تېره فرورۍ کې طبي معایناتو وښودله چې جوبایډن د ولسمشر په توګه په پوره ډول روغ دی، خو د هغه اکثریت پلویان او مخالفین وايي چې هغه د صدارت لپاره ډېر زوړ دی. خو بایډن او سپینې ماڼۍ ویلي دي چې هغه د ولسمشرۍ د کارونو د ترسره کولو وړتیا لري. ډونالډ ټرمپ د تېرو صدارتي ټاکنو له کمپېن سره د تړلو تورونو پر سر له مقدمې سره مخ دی خو هڅه کوي د بایډن خلاف خپله مخکینۍ ماتې په راتلونکو انتخاباتو کې په کامیابۍ بدله کړي. د جنوبي کېرولاینا پخوانۍ ګورنره او په ملګرو ملتونو کې د امریکې پخوانۍ سفیره نیکي هیلي هم په فرورۍ کې د ریپبلکن ګوند له خوا صدارتي ټاکنو ته درېدلې ده. یادونه:- په دې رپوټ کې د رویټرز او اې ایف پي معلومات کارول شوي دي.

25.04.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more