شاته

بایډن په سپینې ماڼۍ کې له مسلمانانو سره د کوچني اختر مراسم ونمانځل

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د دوشنبې په ماښام مۍ ۱ (غوايي ۱۱) په سپینې ماڼۍ کې د یو شمېر امریکايي مسلمانانو سره یو ځای کوچنی اختر ونمانځه.

بایډن پدې ځانګړو مراسمو کې په امریکا کې د امریکايي مسلمانانو د کار او خدمت قدرداني وکړه. هغه وویل چې امریکايي مسلمانانو له نورو وطنپرستو امریکایانو سره په ګډه د امریکا د آزادۍ لپاره جګړه کړې او د امریکا د جوړیدو له پیله ددې ټولنې برخه وو.

بایډن له ګډون کوونکو مننه وکړه چې سپینۍ ماڼۍ ته ورغلي وو. بایډن وویل: "دا په رښتیا د خلکو کور دی، ستاسو کور دی. ستاسو حضور پدې هېواد کې د مسلمانو، ښوونکو، انجینرانو، ډاکټرانو، حقوقپوهانو، سوداګرو، او د کانګرس ښځينه او نارینه استازو د مختلفو خدمتونو ښکارندويي کوي."

په سپینه ماڼۍ کې دا مراسم په داسې وخت کې ترسره شول چې د بایډن حکومت غواړي هغه لسګونه زره افغانان امریکا ته راولي چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته له افغانستان څخه وتلي او اوس په بل هېواد کې موقت مېشت شوي دي. دا خبره د سپينې ماڼۍ دوو مسؤلینو کړې چې د همدې پلان په اړه معلومات لري، خو د اسوشیتډ پرس اژانس سره یې د هویت نه څرګندولو په شرط ځکه خبرې کړي چې د یادې موضوع جزیات په رسمي توګه تراوسه ندي خپاره شوي.

داسې تمه کیږي چې د کورني امنیت وزارت دا پرېکړه به راتلونکې اونۍ په رسمي ډول اعلان شي.

بایډن د اختر په مراسمو کې د مسلمانانو د ټولنې له استازو د مننې په لړ کې وویل: "تاسو د هغو مدني ټولنو مشري کړې چې د مهاجرینو او معلولینو سره يي مرسته کړې، د ښځو لپاره مو ټولنه کې ځای مساعد کړی او د تبعیض پرضد دریدلي یاست. په همدې ډول، د مسلمانانو فرهنګ د امریکا په ټول فرهنګي تاریخ کې د موسیقۍ، فلم، ادبیاتو، فیشن او نورو هنرونو کې برخه لرله."

ولسمشر بایډن د اسلام ضد او مسلمانانو پر ضد د کرکې او تبعیض سره د خپل حکومت د مبارزې یادونه وکړه: "دا زما د حکومت په لمړیتوب کې دی. ځکه خو مې د ادارو ترمنځ د یو بشري ځواک څانګه جوړه کړه چې پر مسلمانانو د حملو او د مسلمانانو سره د تبعیض پرضد مسایل وڅیړي."

بایډن وویل، اوس وخت په امریکا کې ۳.۵ میلیونه مسلمانان دي او دا مسلمانان مختلف قومونه او نژادونه او بېلابېلې ژبې لري، خو ټول د امریکايانو په نوم متحد او واحد دي.