څه لامل کېږي چې ځینې کسان پر وژنو لاس پورې کوي؟
فرانسه کې د ۸۴ کسانو له وژل کېدو څو ورځې نه وې تېرې چې د جرمني کې څلور ځلې بریدونه وشول. خو چارواکي تراوسه نه دي توانېدلي ددغو بریدونو ترمنځ ګډ ټکی پیدا کړي. ایا په دغو بریدونو کې کومه څرګنده ځانګړنه شته چې موږ سره د راتلونکو پېښو خنثی کولو کې مرسته وکړي.
د موګاديشو ځانمرګی بريدګر 'د پارلمان پخوانی غړی و'
'الشباب ډلې' ادعا کړې چې د سوماليا د پارلمان پخوانی غړی د سې شنبه په ورځ پلازمېنه موګادیشو کې د ځانمرګي بريد عامل و. د دغې ادعا له مخې، ۵۳ کلن صلاح نوح اسماعیل یو له هغو دوه ځانمرګو بريدګرو څخه و چې د موګاديشو هوايي ډګر ته په څېرمه بريد کې يې ۱۳ کسان ووژل
ولسمشر اوباما به د ډیموکراتانو په کنوانسیون کې څه ووايي
نن په فلادلفیا کې د ډیموکرات ګوند د مليکنوانسیون درېیمه ورځ ده، ټاکل شوې چې ولسمشر اوباما به مهم وینا واوري.
افغانستان د برېښنا سترو بندونو جوړولو تړونونه فسخه کړل
د افغانستان دولت وايي له خصوصي شرکتونو سره يې د برېښنا د درو سترو بندونو د پروژو تړونونه فسخه کړي دي. د دغه اقدام دليل د شرکتونو د کار په کیفيت او پرمختګ کې ستونزې او ځنډ بلل شوی.
د سوریې قامشلي ښار کې د داعش ځانمرګي ۴۴ کسان وژلي
د سوریې رسمي تلوېزیون وايي، د هېواد په شمال ختیځه ګردي مېشت قامشلي ښار کې د "اسلامي دولت" ډلې ځانمرګي برید لږترلږه څلور څلوېښت کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
پاکستان څخه افغانستان ته د داعشیانود ورتګ مخنیوي غوښتنه
د د فاع وزارت وايي، چې د پاکستان له پوځ یې له دغه هیواد څخه افغانستان ته د اسلامي دولت یا داعش د وسله والو د ننوتلو د مخنیوي غوښتنه کړې ده.
د تخار چارواکي: اشکمش ولسوالي مو له طالبانو بېرته ونیوه
د تخار د والي ویاند وايي، دولتي ځواکونو د پوځي عملیاتو پایله کې اشکمش ولسوالي بېرته له طالب اورپکو نیولې ده. سرچینه وايي، عملیاتو کې د طالبانو اتلس کسان وژل شوي، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
ډېرو ساعتونو لپاره دوامداره ټلویزیون ته کېناستل د مرګ خطر ډېروي
یوې نوې څېړنې ښوولې چې له حده ډېر ټلویزیون کتل کولی شي له وخته مخکې د مرګ لامل شي. جاپاني پوهان وایي، د ډېرو ساعتونو لپاره ټلویزیون ته کېناستو سره سږو کې وینه پرڼ کېږي چې د مرګ خطر ورسره ډېرېږي. دوی وايي، کتونکی باید هرساعت یوځل پورته شي او حرکت وکړي.
'پخوانی ولسمشر د مېرمنې ولسمشرې کولو هڅه کوي'
د امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په لیکنه د امریکا د پخواني ولسمشر بل کلنټن وینا د خپل مېرمنې هېلاري کلنټن په ملاتړ چې ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده ده، ډېره مهمه ده.
د دیموکراټ ګوند هیلري کلنټن ولسمشرۍ ته نومانده شوه
د امریکا د ډيموکراټ ګوند استازو هیلري کلنټن د دغه هېواد د نومبر مياشتې ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نومانده کړه او په دې توګه به هغه لومړنۍ ښځینه نومانده وي چې د امریکا په عمومي ټاکنو کې سيالۍ ته ځي.
هالنډي سړي "د نړۍ تر ټولو جګې ونې لرونکي"
په یوې نوې څېړنې کې ویل شوي، چې د هالنډ نارینه او د لاتویا ښځې د نړۍ په ګردو انسانانو کې د جګې ونې لرونکي انسانان دي. په هالنډ کې د نارینه وو د ونې اوسط اوږدوالی ۱۸۳ سانتيمترو ته رسېږي، خو په لاتویا کې بیا د ښځو د ونې اوسط اوږدوالی ۱۷۰ سانتي متره دی.
بل کلنټن: هیلري کلنټن زړه وره او تغیر راوستونکې ښځه ده
د ډیموکراتانو د ملي کنوانسیون په دویمه ورځ بل کلنټن وینا وکړه او خپله میرمن هیلري یې جمهوريریاست ته مناسبه کاندیده وبلله.
ډیموکراتانو هیلري رسمآ د امریکا جمهوري ریاست ته کاندیده کړه
د امریکا په فلادلفیا کې د ډیموکرات ملي کنوانسیون د جمهوري ریاست لپاره هیلري کلنټن خپله رسميکاندیدنه اعلان کړه.
امریکایي مسلمانان په انتخاباتو کې گډون ته هڅول شوي
مسلمان مشران وایی چې په مشیگن، ورجینیا، مني سوټا او د کیلي فورنیا په ایالتونو کې د مسلمانانو رایي مهم نقش لرلې شي.
د عکسونو البوم: د کمبودیا ساحلونو کې د کب نیونکو ټولنه
اته کاله مخکې د کمبودیا کامپوت ایالت د ساحلي کليو خلکو ټولنې له کمبودیا حکومت نه د کب نیولو حق بېرته تر لاسه کړ اوس د ټولنې هر غړی کب نیونکی کولای شي تر شپږو ډالرو پورې عاید هره ورځ ومومي.