د دیموکراټ ګوند هیلري کلنټن ولسمشرۍ ته نومانده شوه
د امریکا د ډيموکراټ ګوند استازو هیلري کلنټن د دغه هېواد د نومبر مياشتې ولسمشريزو ټاکنو لپاره د نومانده کړه او په دې توګه به هغه لومړنۍ ښځینه نومانده وي چې د امریکا په عمومي ټاکنو کې سيالۍ ته ځي.
د دغه هېواد د ۵۰ ایالتونو استازو د سې شنبې ورځې له غرمې وروسته په فلادلفيا کې د ډیموکراټ ګوند په ملي غونډه کې خپله رايه اعلان کړه.
مېرمن کلنټن په هغه وينا کې چې د وېډیويي تماس له لارې غونډې ته خپور شوی، په ټاکنو کې د يوې ښځينه نوماندې تاريخي اهميت ته په اشارې سره وویل: "باور مې نه کېږي چې موږ په هغه ښيښه يي چت کې تر ټولو ستر درز رامنځ ته کړ".
له هغې وړاندې د امریکا پخواني ولسمشر بېل کلنټن او مشهورې هنرمندې مريل سټريپ وينا کړې وه.
د امریکا پخوانی ولسمشر بېل کلنټن د هغه څه په اړه وينا وکړه چې ولې فکر کوي چې د هغه تر ټولو ښه ملګرې هېلري بايد د امريکا ملت رهبري کړي.
"غوره ملګرې"
هغه په دې غونډه کې له خلکو وغوښتل چې د امريکا متحدو ايالتونو د رهبرۍ لپاره د خپلې "غوره ملګرې" ملاتړ کوي.
هغه په دې غونډه کې هغه کيسه وکړه چې د ۱۹۷۱ په پسرلي کې د حقوقو پوهنځي کې له خپلې مېرمنې سره لومړی ځل وليدل: "ما له خپلې تر ټولو ښې ملګرې سره واده وکړ، موږ له هغه مهاله په ګډه قدم وهو، خبرې کوو او خاندو".
د استازو د رایو له شمېرلو او د لازم نصاب له پوره کولو وروسته، سناتور سنډرز په یوه نمایشي عمل سره مایکروفون واخیست او اغلې کلنټن یې د خپل ګوند له لوري نومانده اعلان کړه.
هیلري کلنټن به د پنجشنبې په ورځ رسماً د دیموکراټ ګوند له خوا خپله نوماندي ومني.
د تېرې سې شنبې په ورځ د امریکا فلادلفیا ایالت کې برېني سنډرز د ډيموکراټ ګوند کنوانسيون ته په وينا کې له ډیموکراټانو وغوښتل چې هېلري کلنټن سپینې ماڼۍ ته ورسوي.
د ورمونټ سناتور خپلو پلويانو ته په وينا کې وویل: "هېلري کلنټن بايد د امریکا متحدو ايالاتو راتلونکې ولسمشره شي".
اغلې کلنټن اته کاله وړاندې ولسمشریزو ټاکنو ته د ډیموکراټ ګوند د نوماند او اوسني ولسمشر بارک اوباما غوڅ ملاتړ وکړ، همدا وو چې د ګوند د یووالي لامل وګرځېد او اوباما تر سپینې ماڼۍ پورې ورسېد.
د ډیموکراټانو د کنوانسیون ویناوال:
- دوشنبې – لومړۍ مېرمنې میشل اوباما، سناتورې الیزابیت ور و سناتور برني سنډرز وینا وکړه،
- سې شنبې – پخواني ولسمشر بیل کلنټن او د ټرایون مور سیبرینا فولټن وینا وکړه،
- چارشنبې – ولسمشر بارک اوباما، مرستیال ولسمشر جو بایډن او د ویرجینیا سناتور تیم کېن وینا کوي،
- پنجشنبې – هیلري کلنټن د خپلې لور چیلسي له خوا معرفي کېږي