د سوریې قامشلي ښار کې د داعش ځانمرګي ۴۴ کسان وژلي
د سوریې رسمي تلوېزیون وايي، د هېواد په شمال ختیځه ګردي مېشت قامشلي ښار د "اسلامي دولت" ډلې ځانمرګي برید لږترلږه څلور څلوېښت کسان وژلي دي.
دغه ډله وايي په برید کې کردي سیمه ییز پولیس په نښه شوي.د بریتانیا مېشتې بشري حقونو د څار ډلې ویلي، برید د لارۍ په مټ د کردي امنیتي ځواکونو اډو د قوماندې مرکز ته څېرمه شوی.
د "اسلامي دولت" نومې ډلې ویلي په حسکه ولایت کې د ابرید دوی کړی.
د سوریې الحسکه ولایت له ترکیې سره ګډه پوله لري.په سیمه کې دغې ډلې وړاندې هم د کردانو پرضد بریدونه کړي وو.
تېر کال، د امریکا په ملاتړ کردي جنګیالیو او د سوریې ډیموکراټیک ځواکونو په حسکه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې پرضد عملیات پیل کړل.
د ترکیې رسمي تلوېزیون د برید د ځای انځورونه خپاره کړي، چې ګڼې ودانۍ پکې ویجاړې شوې او د برید له ځایه هوا ته لوخړې پورته کېږي.
"اسلامي دولت" ډلې پخپلې "اعماق" وېبپاڼې کې ویلي، یوه اړوند وسله وال یې له چاودېدونکو توکو ډکه لارۍ حکومتي ودانیو ته څېرمه د کردي سیمه ییزو پولیسو پر مرکز جنګولې ده.
ویل کېږي، هلته غبرګ بریدونه شوي، خو اې ایف پي خبري اژانس ویلي اوس ښکاري چې له چاودنې سره د ګازو یو ټانکر هم چاودلی دی.
قامشلي ښار کې تر ډېره کردان، عربان، ارمنیان او اشوریان اوسېږي، خو د کردانو شمېر پکې ډېر دی.دا ښار د کردانو د ایتلاف په لاس کې دی، چې داعش ډېرکله پرې بریدونه کړي.