شاته

ولسمشر اوباما به د ډیموکراتانو په کنوانسیون کې څه ووايي

د ډیموکرات ګوند زرګونه غړي نن سه شنبه د پنسلوانیا ایالت د فلادلفیا په ښار کې د خپل ملي‌ په کنوانسیون په درېيمه ورځ،‌ د ګډ کارکولو،‌ تر شعار لاندې راټولیږي. له غونډو او جرګو وروسته د وینا برخه پیلیږي، چې ولسمشر بارک اوباما او د هغه مرستیال جوبایډن یې مهم ویناوال دي.

سپینه ماڼۍ وايي‌ ولسمشر اوباما د نن ورځې وینا ته له څو اونیو راهیسې چمتوالی پیل کړی دی. د ای بي‌ سي‌ نیوز،‌ وايي‌د سپینې ماڼۍ د ویاند مرستیال، اریک شولتز، ویلي، چې ولسمشر اوباما به د امریکایانو د ګډ کارکولو، هوډ او اخلاص له برکته په تیرو کلونو کې په اقتصادي‌، سیاسي‌، کورنۍ او نړیوالې کچې پرمختګونو او لاس ته راوړنو باندې خبرې وکړې‌.

ښاغلي‌ شولتز وویل چې ولسمشر اوباما به همدغه راز له هیلري‌ کلنټن سره د خپل ګډ کار کولو،‌ د هغې په تجربو،‌ وړتیاو او نورو مهمو لاس ته راوړنو او دا چې ولې هیلري‌ کلنټن د متحدو ایالتونو د جمهوري‌ ریاست لپاره وړ ده،‌ خبرې وکړي.

ولسمشر اوباما په ۲۰۰۴ کال کې په همدغه ورځ ټیک په همدغه ورځ د امریکا په بوسټن کې د ډیموکراتانو د ۲۰۰۴ کال په ملي‌ کنوانسیون کې وینا کړې وه.

ښاغلی اوباما شاوخوا دوه میاشتې مخکې د هیلري‌کلنټن ملا وتړله او ویې ویل چې هغه د امریکا جمهوري‌ ریاست ته تر نورو ډېره مناسبه ده. د نن ورځې یو بل مهم ویناوال به د ولسمشر اوباما مرستیال جوبایډن وي.

هیلري‌ کلنټن د دوشنبې په ورځ د ډیموکرات ګوند په ملي‌ کنوانسیون کې رسمآ د ۲۰۱۶ کال انتخاباتو کاندیده کړل شوه،‌ دا لومړی ځل دی چې یوه ښځه د امریکا ډیموکرات ګوند له لوري‌ جمهوري‌ ریاست ته کاندیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند د هند په اندرا ګاندي پوهنتون کې په سیاسي علومو کې ماسټري کړې ده؛ د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی.