BBC
 شاته

ډېرو ساعتونو لپاره دوامداره ټلویزیون ته کېناستل د مرګ خطر ډېروي

Image caption څېړونکي سپارښتنه کوي چې د ټلویزیون کتلو پرمهال کتونکي په هر یوه ساعت کې پورته شي او وګرځي.

یوې نوې څېړنې ښوولې چې له حده ډېر ټلویزیون کتل کولی شي له وخته مخکې د مرګ لامل شي.

جاپاني پوهان وایي، د ډېرو ساعتونو لپاره ټلویزیون ته کېناستو سره په سږو کې وینه پرڼ کېدو چې د مرګ خطر ورسره ډ‌‌ېرېږي.

څېړونکو د ۱۹۸۸ او ۱۹۹۰ کلونو ترمنځ د ۸۶ زره کسانو د ټلویزیون لیدلو عادتونه وارزول او د هغوی روغتیا یې په راتلونکو ۱۹ کلونو کې وڅاره.

د ټلویزیون کتونکو لپاره بد خبر دا دی چې هره ورځ د دوه ساعته ډېر ټلویزیون کتلو په بدل کې په سږو کې د امبولیزم خطر ۴۰ سلنه ډېر شو.

د هغو کسانو په پرتله چې ورځ کې یې ۲،۵ ساعته ټلویزیون کاته، د نورو هغو د مړینې خطر دوه برابره وو چې ورځ کې ۵ ساعته یا تر دې ډېر ټلویزیون ته کېناستل.

د سږو امبولیزم په پښو کې د وینې یوه رګ د بندښت له امله رامنځته کېږي چې سږو ته رسېږي.

دا رګ همداراز له کمې خوځېدنې سره تړلی بلل کېږي.

له اوساکا پوهنتون نه داکټر تورو شیراکاوا وویل، "اوسمهال سره له دې چې د انټرنټ له لارې د ټلویزیوني پروګرامونو لیدلو امکان شته، په یوه ناسته کې د ټلویزیوني پروګرامونو څو برخې لیدل عام شوی. نو دا وضعیت ښایي په بیړه د یوه پراخېدونکي عادت نښه وي."

څېړونکي سپارښتنه کوي چې د ټلویزیون کتلو پرمهال کتونکي په هر یوه ساعت کې پورته شي او وګرځي.

دا څېړنه د موبایل ټیلفونونو او د انټرنټي ویډیویوي خدمتونو تر عرضه کېدو وړاندې ترسره شوې.

څېړونکو وویل، لا نورې مطالعې ته اړتیا ده چې څرګنده شي ایا ټکنالوژی ان تردې هم روغتیا ته لوی خطر پېښوي که نه.