BBC
 شاته

'پخوانی ولسمشر د مېرمنې ولسمشرې کولو هڅه کوي'

Image copyright AFP
Image caption د بل کلنټن د وینا اهمیت او خوند په دې کې دی چې یو پخوانی ولسمشر او مېړه، اوس غواړې خپله مېرمن هغې څوکۍ پورې ورسوي چې یو مهال د ده وه.

واشنګټن پوسټ

د امریکا چاپ واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په لیکنه د امریکا د پخواني ولسمشر بل کلنټن وینا د خپل مېرمنې هېلاري کلنټن په ملاتړ چې ولسمشریزو ټاکنو ته نومانده ده، ډېره مهمه ده.

ورځپاڼه لیکي ډېر داسې شوي چې یوه پخواني ولسمشر د بل نوماند ولسمشر په ملاتړ خبرې کړي وي او یا دا چې ولسمشریزو ټاکنو کې یوه مېړه یا مېرمنې د یوه بل ملاتړ کړی وي، خو نن د بل کلنټن د وینا اهمیت او خوند په دې کې دی چې یو پخوانی ولسمشر او مېړه، اوس غواړې خپله مېرمن هغې څوکۍ پورې ورسوي چې یو مهال د ده وه.

سن

نن بریتانیا کې ډېریو ورځپاڼو خپلې مخپاڼې پرون فرانسه کې پر یوې کلیسا برید ته ځانګړې کړي دي.

د لندن چاپ سن ورځپاڼې په غټو ټکو لیکلي چې ۸۵ کلن کشیش د "اسلامي دولت" نومې ډلې سرتېرو له خوا د کلیسا پر دریځ ووژل شو. ورځپاڼې په غټو ټکو دوی "بې زړه" بللي.

ډيلي مېل

Image copyright AP
Image caption او د لندن چاپ ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې فرانسې کې پر کلیسا برید د مذهبي جګړې اندېښنې او وېره را پارولې.

د ډیلي مېل ورځپاڼه خبر ورکوي چې د دغې پېښې په تړاو د بریتانیا په کلیساوو کې د ترهګریزو بریدونو د شونتیا پر وړاندې چمتووالی نیول شوی.

ټایمز

او د لندن چاپ ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې فرانسې کې پر کلیسا برید د مذهبي جګړې اندېښنې او وېره را پارولې.

ټایمز اف انډیا

د هند چاپ ټایمز اف ینډیا د شمالي کوریا له خوا امریکا ته پر اخطار لیکنه کړې. د ورځپاڼې په لیکنه شمالي کوریا د سه شنبه په ورځ ویلي چې که د کوریا ټاپووزمه تر دې هم ډېر په کړکېچ کې ډوبه شي، نو امریکا ته به ډېره ګرانه تمامه شي.

شمالي کوریا دا خبرې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کېري د خبرو په غبرګون کې کړي چې د شمالي کوریا پر اټومي پروګرام غږېدلی ؤ. کېري له شمالي کوریا غوښتي ول چې له ایرانه دې یې زده کړي چې د اټومي پروګرام پر سر د جوړجاړي له برکته یې ځان له تحریمونو خلاص کړ.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزیر په هماغه انداز کې چې معمولاً د دغه هېواد چارواکي یې د امریکا پر وړاندې لري، د ASEAN سیمه ییزي ناستې کې چې جان کېري هم پکې وینا وکړه، وویل چې شمالي کوریا هر ډول تحریم ته چمتو ده. ښاغلي Ri Yong-ho زیاته کړې شمالي کوریا له دغه ستراتیژیکې پرېکړې سره غواړي د امریکا نه ختمېدونکي اټومي فشار راوړنې پر وړاندې ودرېږي.

مسکو ټایمز

د روسیې چاپ مسکو ټایمز خوښي څرګنده کړې چې د ترکیې او روسیې تر منځ اړیکې بېرته د ښه کېدو په حال کې دي. مسکو ټایمز لیکي دوه پېړۍ وړاندې هم لکه څو میاشتې وړاندې، نړیوالو به ځیر انتظار ویوست چې د ترکیې او روسیې زبرځواکونو ترمنځ څه پېښېږي.

ورځپاڼې نومبر میاشت کې د ترکیې لخوا د یوې روسي الوتکې له ویشتلو وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ کرکېچ او پرون ته کتنه کړې چې په وینا یې د ترکیې د لومړي وزیر د مرستیال په ورتګ سره د اړیکو د ښه کېدو څرک لګېدلی.

د محمد سمسک له سفر وروسته د اګست میاشت پر ۹ به د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ښار، سینټ پیټرزبرګ ته د خبرو اترو لپاره سفر وکړي.

Image copyright AFP
Image caption مسکو ټایمز د سوریې او سیمې پر سر د امریکا ترکیې، او روسیه ترکیې پرو په ټکر کې ګټو او سیاستونو تحلیل لیکلی.

مسکو ټایمز د سوریې او سیمې پر سر د امریکا ترکیې، او روسیه ترکیې پرو په ټکر کې ګټو او سیاستونو تحلیل لیکلی.

ورځپاڼه د ترکیې په اړیکو کې کلیدي ټکی د وسلوالو کردانو د پېژندلو ډول بولي چې کولی شي له بل هېواد سره د نژدېوالي او لېرېوالي حد وټاکي.