BBC
 شاته

څه لامل کېږي چې ځینې کسان پر وژنو لاس پورې کوي؟

Image copyright AP
Image caption وروستیو بریدونو له دې ډلې د فرانسې د نېس برید د شخصي او ډله ییزو ترهګریزو بریدونو ترمنځ توپیر کمرنګه کړی.

د فرانسې په نيس ښار کې د ۸۴ کسانو له وژل کېدو څو ورځې نه وې تېرې چې د جرمني سوېل کې څلور ځلې بریدونه وشول. خو چارواکي تراوسه نه دي توانېدلي چې ددغو بریدونو ترمنځ ګډ ټکی پیدا کړي. ایا په دغو بریدونو کې کومه څرګنده ځانګړنه شته چې موږ سره د راتلونکو پېښو په خنثی کولو کې مرسته وکړي؟

ددې پوښتنې ځواب په لومړي نظر کې منفي ښکاري. پوهېږو چې نیس کې د لارۍ موټر ډرېور رواني ستونزې او د تاوتریخوالي مخینه لرله، خو دا چې توانېدلی و خپلې نقشې په میاشتو میاشتو پټې وساتي، دا ښيي چې د هغه ذهن په کافي اندازه کار کاوه.

د هغه د وژنو مسوولیت په پای کې د اسلامي دولت (داعش) نومې ډلې پر غاړه واخست او ورپسې یوه افغان ځوان په جرمني کې په تبر په اورګاډي کې پر مسافرو برید وکړ او همداراز په انسباخ ښار کې د موسیقۍ پر یوه فسټیوال ځانمرګی برید هم وشو.

لومړی داسې انګېدل کېده چې په مونشن کې د خرڅلاو یوه مرکز کې ډزې د داعش کار وي، خو وروسته څرګنده شوه چې د بریدګر شخصي او غیرسیاسي انګېزه ډېره ده. د هغه عمل امریکا کې پر ښوونځیو د ځلمیو هلکانو برید ته ورته و.

چارواکي په عین حال کې دې پایلې ته رسېدلي چې د رویتلینګن ښار کې د یوه سوري کډوال په لاس د یوې پولېنډۍ ښځې وژل کېدو او ترهګرۍ ترمنځ تړاو نشته.

  • "قلف چې ناڅاپي خلاصېږي"
Image caption ډېوېډ علي سنبلي په مونشن کې د وژنو عامل

پیټر ایلوارډ چې د خپل کاري ژوند ډېره برخه یې لومړی د لندن په پولیسو کې د کارپوه او وروسته د برودمور په رواني روغتون کې د ارواپوه په توګه تېره کړې وایي، دا احتمال کم نه دی چې د وژونکو د ژوند په تاریخچه کې ګډ ټکی پیدا کړئ. د هغه په باور ددې کار سرنخ د هغوی په معیوب او نیمګړي ژوند کې نغښتی دی.

هغه وایي: "دا یوه رواني ستونزه ده او ددغه ډول نقشو طرحه کول [لکه کوم څه چې د نیس او مونشن په بریدونو کې شوي و] د پرېشان شخصیت نښه ده. موږ دلته یو پخوانی قصد لرو چې بدل اخستو ته د لېوالتیا نښه ده. دا لېوالتیا دومره پیاوړې ده چې پر دغه ډول وېروونکي عمل اوړي."

نو ولې ددغسې کسانو شمېره کمه ده چې دا ډول ډله ییزې وژنې کوي؟ ایا هغه ډېر شمېره کسان له دوی بېل دي چې په رواني اختلالاتو اخته دي خو چاته یې هېڅکله زیان نه رسېږي؟

ښاغلی ایلوارډ وایي، "که ددغه ډول کارونو د ترسره کوونکو مخینه په دقیق ډول وارزوله شي، څه چې ګورئ یو رمز لرونکی قلف دی چې که شمېرې یې په سمه توګه یو د بل څنګ ته راشي، ناڅاپي خلاصېږي او خونړی برید کېږي."

دی وایي، لا هم ډېر واټن په مخ کې پروت دی چې تر دا ډول بریدونو پېښېدو وړاندې یې نښې وپېژندل شي.

  • "بېلابېلې انګېزې"

دا مسایل د امریکا دولت او اروپایي هېوادونو او اطلاعاتي سازمانونو پروړاندې پراخ خنډونه جوړوي چې غواړي د راتلونکو احتمالي وژنو مخه ونیسي. رواني روغتیا معمولا د هغوی مسوولیت نه دی.

په دې وروستیو کې په واشنګټن کې د غربي هېوادونو د امنیتي چارواکو په ګډون یوه ناسته ترسره شوه. ددې ناستې یوه پایله دا وه، کوم مرکزونه چې د داعش په څېر له ایډیولوژیکي سازمانونو سره مقابلې ته ښه چمتووالی لري، د هغو کسانو پروړاندې چمتو نه دي چې د شخصي نارضایتۍ له امله په یواځې په جنایت لاس پورې کوي.

Image copyright AFP

له هغو کسانو د ترهګریزو ډلو ناوړه ګټه اخستنه چې رواني ستونزې لري، توپیرونه کمرنګه کوي او لامل کېږي چې ننګونې له پخوا لا ډېرې شي.

د امریکا څارګرې ادارې (سي آی اې) پخوانی مشر جنرالمایکل هیډن وایي، دا پدیده "رښتینو ستونزه لرونکو او رښتینو خطرناکو کسانو ته اجازه ورکوي چې ډېرې انګېزې سره یوځای کړي او د ځان بېګانګۍ حس ته معنا او مفهوم ورکړي. "

د ترهګرو ډلو لخوا خپلو موخو ته د رسېدو لپاره له ستونزه لرونکو کسانو ګټه اخستنه نوې خبره نه ده. خو لوی شمېر کډوال او سوریه، عراق او افغانستان کې بې پایه جګړې په راتلونکې کې ددې الګو د تکرارېدو احتمال په معنا دی.ښاغلي ایلوارډ وایي، دا پخپله د هغو کسانو د ساتنې لپاره اضافي دلیل دی چې کېدای شي تر نورو ډېر ترې ناوړه ګټه واخستل شي.

  • خونړۍ اونۍ
  • جولای ۱۸مه: یو افغان ځلمی هلک چې په اورګاډي کې یې په تبر پنځه کسان ټپیان کړل په ډزو ووژل شو. داعش ددې برید مسوولیت واخست او ددې کس ویډیو یې خپره کړه چې تر برید وړاندې ثبت شوې وه.
  • جولای ۲۲مه: یوه ایراني الاصله جرمني وګړي په مونشن ښار کې ۹ کسان په ډزو ووژل او ورپسې یې ځانوژنه وکړه. وژل شوي کسان ترډېره کډوال و. ویل کېږي چې نوموړي په ښوونځي کې ډزو ته ډېره لېوالتیا لرله.
  • جولای ۲۴مه: یو سوري کډوال په رویتلینګن ښار کې په چاړه د یوه پولېنډۍ ښځې د وژلو او دوو نورو ټپي کولو په تور ونیول شو. پولیس وایي، دا پېښه ښایي "د سملاسي احساساتو له مخې جنایت" وي.
  • جولای ۲۴مه: یو سوري کډوال چې د پناه غوښتنه یې رد شوې وه، ځان ته یې د انسباخ ښار کې د موسیقۍ فسټیوال بهر چاودنه ورکړه او ۱۲ کسان یې ټپیان کړل. داعش ددې برید مسوولیت ومانه.