شــــعرونه
اختر (نجيب عامر)
اختر زما دوطن پېغلو ته ډالۍ يې دي راوړياختر يو بنجاره دى خوشالۍ يې دي راوړيد ستورو ستارې به پېغلو جونو باندې وېشييو شرنګ به شي لمنو ته پاولۍ يې دي راوړيدچټو سپينو پېغلو په ټټر به ځونډي زانګيوږمې لري لونګ ګېډۍ ګېډۍ يې دي راوړيدروايې خلئ پکار به شي ددنګو ښکلو غاړود سپينو مر غلرو غاړکۍ يې دي راوړيدلرې وطنونو مساپر يې سره ټول کړلباران دى د سين غاړې ته هيلۍ يې دي راوړيځوانان به سره وکاندي د مينې مجلسونهعامره چې وختونه د
د وږمې سبا تازه نظم(اختريزه)
ا ختر يز هراته ياد دي هېر مې نه ديدپنډغالي تېر وختونهڅه پاخه وو،ماشوم توب کېدکچه ګړۍ خوبونهيوه زه او پنځه نورېخړې پړې جينکيانېمودبې زړورېلږې شوخې لږې ورانېڅنګ په څنګ به اوسيدلوکه خپلوي مو سره نه وهڅوک د يو ځاى څوک د بل ځاىدښمني مو سره نه وهکه کورونه مو خټين ووخو دوستي مو وه ورېښمينهمونږ ګوډيانې لوبولېزندګي مو وه شيرينهپه روژه کې به مونږ واړهداختر په انتظارووچې اختر به ځنډنى شونو ملا ت
جادو
الله په هغو سترګو جادوګرو کې جادووه نغښتې يې بلا بلا خبرو کې جادواوس ټوله د جانان ده،دووسترګو کې راټولهپخوا وه د بنګال لارو ګودرو کې جادووړې ! ګومان مې نه شي ستا خبرو ته مې پرېږديدا ستا د سپينو لېچو په مر مرو کې جادوداستا د اننګو بوسه مې داسې لېونى کړيکټ مټ لکه موادو مخدرو کې جادوشاعر دى چې له خولې نه جنتي سرونه کاږيفنکاردى چې کوي خپلو سندرو کې جادوياران يې ويده کړي په اوده د شاعرۍعامر ده خوره کړې سخن ورو کې جا دو
ستادپاره
وږمه سبا عامر شپه مې ورځ او ورځ مې شپه کړه ستا دپارهمادنیا ټوله خفه کړه ستا دپارهچې تیاره وه ته رڼا ته وې محتاجهپه ځان پورې مې لمبه کړه ستادپارهدبتانو عبادت نه مې توبه وهڅنګه ماته مې توبه کړه ستا دپارهپه دې هیله چې ته راشې زه به ګل شمدازغو سره مې شپه کړه ستا دپارهکوچۍ نه پرېږدي کېږدۍ د چا له پارهما هغه هم په ځان وکړه ستا دپارهته ګل چین وې په ګلانو باندې مړ وېځان نه جوړه مې وږمه کړه ستا د
غاړه ورکړه مساپردی
دردېدلی بې ارامه غاړه ورکړه مساپر دیدپردي کلي ماښامه غاړه ورکړه مساپردیډېردلرې دی راغلی تا په زړه باندې ویشتلیپه خوبانو کې ګل فامه غاړه ورکړه مساپردیچې سرې شونډې درنه غواړي ولې شنه یې له خندا نهدومره ولې یې بې پامه غاړه ورکړه مساپردیسریې ایښی ستا درشل کې اخري دیدن یې وکړهزندګی یې ده تمامه غاړه ورکړه مساپردی دکالج د زمانې له شاعرۍ څخه چې (دچنارو لاندې منګیه !) کې چاپ شوی
دانګلیسي ژبې دپېژندل شوي شاعر (پال پاټس)دڅو نظمونو ژباړه
ژباړن :: نجیب عامر مخه ښه چې انکار دې زما له مينې څخه وکړونو ما هم کړې تمبې پورېستا د خوب خونه مې پرېښوهدواده ګوتمه مې باندېدروېزګر ته په کاسه کېپه يو شرنګ سره ګوذار کړههاغه ورځ زمونږ په ژبو د خبرو هم سلګۍ وېچې يو بل ته مو لاس ورکړومخه ښه مو سره وکړه
سپين دچانه زيات نه دى اوتور د چا نه کم نه دى
سپين دچانه زيات نه دى اوتور د چا نه کم نه دىڅوک چې دا توپير پالي هغه بني آدم نه دىوايي ستم ګر جانان چې ژوند په ژړا نه ارزيزړه کې يې چينه نشته په سترګو کې يې نم نه دىيو ورته زارۍ نه کړي او بل ورته انکار نه کړيهغه خو مين نه دى دغه خو صنم نه دىسل دې راته وايې ته!او يودې زما نه اورېهر څه دې داستا منم دا انصاف خو سم نه دىووتو مندر نه اوروان دى د حرم په لورګوره لېونى عامر په يو ځاى کې هم تم نه دى
غزل نجيب عامر
لکه يتيم چې مور يې مړه وي او هم پلار نه لريرحم په هغو هم په کار دى چې څوک يار نه لريسر به ږدې پښو کې د بادار نو مخ په بره به ځېلار يې هم دا ده له دې پرته بله لار نه لريداچې اړيکې مو خړپړې دي زما ګنا دهآسمان زما دعا ته هېڅ کله انکار نه لريهغه کوچۍ چې زما مينه کې (ده شينه)شولهلکه د ناوې ده ښايسته ولې سينګار نه لرييو مې زړګى دى صبرېدل ورته ناشونې ښکارييو مې جانان دى په خوله هېڅ کله اقرار نه لري
دوږمې سبا تازه غزل
بيرته ستا د چم نه څنګه وګرځم زه د خپل حرم نه څنګه وګرځم تا ويل پېښور نه کډه ونغاړه لاړمه تورخم نه څنګه وګرځم څنګه زمانې! له مينې تېره شم زخم يم ملهم نه څنګه وګرځم پرېږده چې مې سر د خاورو څلى شي نه کېږي همدم نه څنګه وګرځم تا نه پس (سبا ) ته غاړې ووځمه شپې ستا د تورتم نه څنګه وګرځم
ستا په لاس کې
مرغلرې دي مرجان دي ستا په لاس کې واړه ستوري داسمان دي ستا په لاس کې داچې خلک د رحمت امېد له تاکړي داخوڅاڅکي د باران دي ستا په لاس کې جواهر څومره ارزښت لري دنياکې جواهر څومره ارزان دي ستا په لاس کې دل ازاره طبيعت دى خداى درکړى زړونه څومره پرېشان دي ستا په لاس کې پيروکار د اهرېمن درڅخه تښتي قدرتونه د يزدان دي ستا په لاس کې مريدان به ډېر واړه درته ښکاره شي ځکه واړه ستر پيران دي ستا په لاس کې
پري ذاتې !
له دنيا نه مې زړه تور دى پري ذاتې ښه ده ستا غېږ کې مې کور دى پري ذاتې چې ستا زلفې سايبان دي پر ما باندې په مالت کې داسې شور دى پري ذاتې زما مخ به د لمر مخو تکل نه کړي دا اوربل چې دې را خور دى پري ذاتې لکه ستا په سپين جبين واړه خالونه هر دښمن مې داسې تور دى پري ذاتې بيا دې څنګه سپموې جام د سرو شونډو چې راپورې داسې اور دى پري ذاتې غنيمت دى چې يو بل ته مو غېږ ورکړه دنيا پرېږده سړي خور دى پري ذاتې&
يوسيورى -يوه رڼا
نجيب عامر بابا زما هم داسې خوښه نه وه زه دې بت ګر شمه بتان جوړوم داعذابي هنر اسمان راکړى زه د لفظونو نه انسان جوړوم زه په تېشه او په سندان جوړوم لکه اذر واړه خدايان جوړوم ځمکه لا څه ده چې اسمان جوړوم هم اهرېمن او هم يزدان جوړوم هو! ماته ياد شي چې دې ويلې راته هلکه بس که شاعري مه کوه دادهرچا له وسه نه ده پوره هسې بې ځايه دا خواري مه کوه &nb
غزل
نجيب عامر او کنه چې شونډې يې پلمو سره بلدې دي ځکه زمونږ هيلې ورکېدو سره بلدې دي غل نه يم رهزن نه يم خو څه وکړم شاعر يمه سترګې مې شوګير د تورو شپو سره بلدې دي تاته که مې بده ورځ هم وژاړم فايده څه ده ؟ ستا خو اننګي د خندېدو سره بلدې دي سره راځي که تور راځي خو بيرته خامخا به ځي دا حجرې ز مونږ د مېلمنو سره بلدې دي و خت که خپل ازمېښت کوي عامر او په فرهاد باندې داد غرو ډبرې رغړېدو سره بلدې دي 2005
غزل
نجيب عامر سندري جامو کې راغله په سندرو يې مين کړم ښاپېرۍ د باغ ارم وه په وزرو يې مين کړم ملا ستا په شانې نه وه چې ښکنځل په ايتو کړي يوه مسته ګل غو ټۍ وه په خبرو يې مين کړم زه پخپله غرنى يم خو دا چارې د کو چۍ دي په غو زانو ،په مماڼو ،په ګور ګورو يې مين کړم لېونى به را ته ويلې چا له ناز نه لېونى شوم د ميالي صيب د زيارت په منجورو يې مين کړم بلا ډېر مزل په وړاندې بلا ډېر خنډونه مخکې لکه سين د کونړ سين يم په ډغر
دسبا غزل
غزل اشنا بس تش درشل ته دې سلام کوم او ځم ته ګوره درته څومره احترام کوم او ځم په زړه کې مې راځي چې دوى به هم وي مينه کړې په لاره کې مېږو ته هم ډېر پام کوم او ځم اوس وايه ستا په سترګو کې ځائيږم او که نه ؟ دا ستا د بڼو شپول لاندې آرام کوم او ځم پو هيږم درد مې ډېر دى او قرار مې دلته نشته ساقي يوازې هيله د يو جام کوم او ځم صنمه دومره ډېر دې يادوم چې ځان مې هېر شي هندوې غوندې لاره کې رام رام کوم او ځم&
غزل
وږمه سبا عامر راځه لکه هوسۍ ښه په ادا قدم راواخله رامنډه کړه د زړه په دې بيديا قدم راواخله دنيا دخپل قدم خاورې زمونږ سترګوته ولي ورواړوه ته خاورې په دنيا قدم راواخله ما ځاى درله درکړى د سينې د تخت دپاسه شرمېږه مه په شان لکه پاچا قدم راواخله چاپېره رقيبان دي پښې دې شل نه کړې زړګيه سکروټو کې هم لوري ته زما قدم راواخله زه ستوري درنه نه غواړم ته لاس د مينې راکړه اشنا اشنا حالاتو کې ناشنا قدم راواخله ج
مستانه هلک
مستانه هلک زه ددنګو غرو ها مستانه هلکستا دجبين خال پسې روان شومهډېرو کلي والو نجونو وويللاړمه ښارى شومه او وران شومهتاته چې نزدې شوم انګېرله مېخاوره نه يم هسک شومه اسمان شومهزړه مې د چر چڼې نه هم ووړ ،و،خومينې سره خداىګو پالوان شومه بې له سندرماره به زه څه کېدم زه چې د شپېلۍ سره لوى شوى ومزړه مې دشيشې غوندې و سپين ځکهزه سپينې ګلۍ سره لوى شوى ومغره کې به مو ځغاسته په يو ځاى کړلهزه وړې کبلۍ سره لوى شوى وم منډه کې به ولې لوم
نجيب عامره !
نغمه ګره ، عندليب نجيب عامره نه شاعرشوې نه ادیب نجيب عامره عجيبه ده درناوی دې بيا هم کيږي نه مينار يې نه صليب نجيب عامره مړه په خپله مخه لاړل په دې جنګ کېخوټپيان غواړي طبيب نجيب عامره واکداران د زمکې تښتي درنه لرېآسمانونو ته قریب نجيب عامره دشمنۍ کې نه،دوستۍ کې په تاوان يېپه دې پوی نه شي رقيب نجيب عامره دیارانو د جفا نه مزه آخلېستا کارونه دي عجيب نجيب عامره کړاوونه ، زحمتونه ، ډېرې منډېدادې برخه
.زرپاڼه
پاڼه وږمه سبا عامر پاڼې د ګلاب غوندې ښايسته يې ته بس د خدای کتاب غوندې ښايسته يې ته ورځ کې ته خوږه لکه د ژمي لمرشپه کې دمهتاب غوندې ښايسته يې تهڅنګه به تا ځان نه لرې وساتمداسې چې ثواب غوندې ښايسته يې تهودې نه خور م دومره راته ګرانه يېوږې يم کباب غوندې ښايسته يې تهشپې چې په سبا باندې بدلې کړيهغه انقلاب غوندې ښايسته يې ته