نغمه ګره ، عندليب نجيب عامره

 نه شاعرشوې نه ادیب نجيب عامره

عجيبه ده درناوی دې بيا هم کيږي

 نه مينار يې نه صليب نجيب عامره

مړه په خپله مخه لاړل په دې جنګ کې
خوټپيان غواړي طبيب نجيب عامره

واکداران د زمکې تښتي درنه لرې
آسمانونو ته قریب نجيب عامره

دشمنۍ کې نه،دوستۍ کې په تاوان يې
په دې پوی نه شي رقيب نجيب عامره

دیارانو د جفا نه مزه آخلې
ستا کارونه دي عجيب نجيب عامره

کړاوونه ، زحمتونه ، ډېرې منډې
دادې برخه ، دا نصيب نجيب عامره

زمانه داستا د څه شي مخالفه
په زړه سپين په خوی نجيب نجيب عامره