الله په هغو سترګو جادوګرو کې جادو
وه نغښتې يې بلا بلا خبرو کې جادو
اوس ټوله د جانان ده،دووسترګو کې راټوله
پخوا وه د بنګال لارو ګودرو کې جادو
وړې ! ګومان مې نه شي ستا خبرو ته مې پرېږدي
دا ستا د سپينو لېچو په مر مرو کې جادو
داستا د اننګو بوسه مې داسې لېونى کړي
کټ مټ لکه موادو مخدرو کې جادو
شاعر دى چې له خولې نه جنتي سرونه کاږي
فنکاردى چې کوي خپلو سندرو کې جادو
ياران يې ويده کړي په اوده د شاعرۍ
عامر ده خوره کړې سخن ورو کې جا دو
05.10.2006
- zarpana
وږمه سبا عامر
شپه مې ورځ او ورځ مې شپه کړه ستا دپارهمادنیا ټوله خفه کړه ستا دپارهچې تیاره وه ته رڼا ته وې محتاجهپه ځان پورې مې لمبه کړه ستادپارهدبتانو عبادت نه مې توبه وهڅنګه ماته مې توبه کړه ستا دپارهپه دې هیله چې ته راشې زه به ګل شمدازغو سره مې شپه کړه ستا دپارهکوچۍ نه پرېږدي کېږدۍ د چا له پارهما هغه هم په ځان وکړه ستا دپارهته ګل چین وې په ګلانو باندې مړ وېځان نه جوړه مې وږمه کړه ستا د...
24.10.2006
- zarpana
ا ختر يز هراته ياد دي هېر مې نه ديدپنډغالي تېر وختونهڅه پاخه وو،ماشوم توب کېدکچه ګړۍ خوبونهيوه زه او پنځه نورېخړې پړې جينکيانېمودبې زړورېلږې شوخې لږې ورانېڅنګ په څنګ به اوسيدلوکه خپلوي مو سره نه وهڅوک د يو ځاى څوک د بل ځاىدښمني مو سره نه وهکه کورونه مو خټين ووخو دوستي مو وه ورېښمينهمونږ ګوډيانې لوبولېزندګي مو وه شيرينهپه روژه کې به مونږ واړهداختر په انتظارووچې اختر به ځنډنى شونو ملا ت...