وږمه سبا عامر
شپه مې ورځ او ورځ مې شپه کړه ستا دپاره
مادنیا ټوله خفه کړه ستا دپاره
چې تیاره وه ته رڼا ته وې محتاجه
په ځان پورې مې لمبه کړه ستادپاره
دبتانو عبادت نه مې توبه وه
څنګه ماته مې توبه کړه ستا دپاره
په دې هیله چې ته راشې زه به ګل شم
دازغو سره مې شپه کړه ستا دپاره
کوچۍ نه پرېږدي کېږدۍ د چا له پاره
ما هغه هم په ځان وکړه ستا دپاره
ته ګل چین وې په ګلانو باندې مړ وې
ځان نه جوړه مې وږمه کړه ستا دپاره
۲۰۰۶/اکتوبر/۴
پېښور
04.10.2006
- zarpana
خلک سپوږمۍ کې پټ پټونی کويپښتنې جونه چې په بام هم خېژیمیاندې غوسه شي ترېنه سر شوکوي......................................................دابه دعا زما دمور وي ګینېزه چې مدام پرې بې پروا ګرځمهله هغو لارو څوک ژوندي نه راځي...................................................زما کتاب به آخر څنګه چاپ شينور خو لا پرېږده زما پلار هم واييدا شاعري د اوزګارخېلو کار دی.....................................................
15.10.2006
- zarpana
الله په هغو سترګو جادوګرو کې جادووه نغښتې يې بلا بلا خبرو کې جادواوس ټوله د جانان ده،دووسترګو کې راټولهپخوا وه د بنګال لارو ګودرو کې جادووړې ! ګومان مې نه شي ستا خبرو ته مې پرېږديدا ستا د سپينو لېچو په مر مرو کې جادوداستا د اننګو بوسه مې داسې لېونى کړيکټ مټ لکه موادو مخدرو کې جادوشاعر دى چې له خولې نه جنتي سرونه کاږيفنکاردى چې کوي خپلو سندرو کې جادوياران يې ويده کړي په اوده د شاعرۍعامر ده خوره کړې سخن ورو کې جا دو
...