د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په ورستوهګیو ناسته کوټه چرګه

محمود نظری 23.04.2016 15:31

سامبولی( بې پرټوکه). باولی ( لاپو)، بلی بلی( واه واه)
***
هغه چې ددې دولت دشطرنج ده یوه ګوټه
هغه چې ددولتي فساد د جواري ده یوه ټانټه
اصیل پښتون نه دی که څه وایي پښتو کلمه
دهغه کلمه مه منه،خبرې يې ټولي دي اوټه
هغه ناپوه واکمن بوله لکه قبض او بنده کولمه
په هغه باندې باید وخوړل سي جمال کوټه
ګوټه ( دشطرنج دانه )، اوټه( بی معنی خبری)
***
هغه چاته چې زیات واک خوند ورکوي
په پوچو هګیو کښېني لکه چرګه کوټه
هغه چې یوازې واک ساتي پښتو ن مه بوله
هغه دی دسړک منځ کې بد بویه سوټه
نه خپله کار کولای سي نه واک خوشي کوي
دا کړه یې تر فساد او خیانت لا دي ډیر ګاټه
***