د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دشاه شجاع یومتر ږیره

محمود نظری 10.01.2016 13:33

‏ علم په جامه اوچهره نه دآدم په ظرفیت وي
عالم په وچه دښته کې تږو ته باوړۍ ده
عالم د دنیا دعلمونو او دینونو خبر وي
‏ په ساینس حق ثابت وي ډوبو ته بیړۍ ده
‏ کار یې یوالی د مسلمانانو او افغانانو وي
نه چې دنفاق لپاره غراره کړي یې غړۍ ده
یا د شیطان د ږغ لپاره دلته هلته بنۍ وي
یا د زنګي مارانو د هګیولپاره چابړۍ ده
هغه عالم مه بوله چې غصب او خیانت کړي
‏ میلیونونه ډالره دامریکاد هغو یو ه نمړۍ ده
وګورئ چې څو چچ ږیرو وطن څنګه وپلوره
ږیره یې د اسلام لپاره نه په ساتلې یې غړۍ ده
‏ هغه ایږان چې یوازې دافغانانو نفاق غواړي
‏ دهغوموخه د دښمنانو شاباش او تاړۍ ده
افغانه !خپل عالمان د هغوپه ښوکړو وپیژنه
‏ د بل په اشاره دمخبر وینا موږ ته پوکناړۍ ده
‏ اوس موږ آزاد نه یو بیا راغلې سقاوي ده
‏ د امان په راتلو په سقاویانو راغلې تبه ژړۍ ده
‏ دا د آزادي دښمنان به ټوله له وطنه ورک سي
دالله په زور دامان په ماتیدو اتکړۍ اوبیړۍ ده
‏***‏
په لویه ږیره څوک نه ختاوځي بیله ساده باده
اوس ږیره دهیچا په شیطنت اچولي نسي پرده
اوس هیڅوک نه مني چې مسلماني لویه ږیره ده
‏ دسیکانو او ربیانو هغې ده تر مسلمان اوږده
‏ دهر چا عمل دی نه ږیره، دهغه دلاری مل ‏
‏ دعبادت جهاد جزا یوازې الله ورکوي نه بنده
نن په ږیره امتیاز یوازې دووسان غواړي ‏
‏ دووسان ښه بزنیس ته پریږدي چچ ږیره اوږده
‏ «نظری» دیو چا ږیره چې اوږده سي تر یوه قبضه ‏
که یې سم نه پيژني سره سوالیه ورته ایږده
غړۍ( مری)، تاړۍ( چکچکي)، چابړۍ( ټوکړۍ)، پوکناړۍ( بوغی )‏