د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مونږ پخپلو بدبختيو کې څومره لاس لرو؟

سعادت ستانيزى 15.04.2016 12:11

مونږ پخپلو بدبختيو کې څومره لاس لرو؟
سعادت ستانيزى
له تيرو درې يا درې نيمو لسيزو راهيسې د افغانستان وضعيت ډير خراب دى. پدې دوران کې ډير تغيرات راغلل. داسې وختونه هم راغلل چې د خلکو هيلې د اينده لپاره زياتې شوې، اوفکر ېې وکړ چې ګوندې حالات به ښه شي. متآسفانه حالات مثبت لور ته نه ولاړل. پدې هکله ډير څه ليکل کيداى شي، خو د اوس لپاره زه تنها غواړم په اوسني وخت يوه ناچيزه تبصره وکړم.
زمونږ د هيواد حالات ډير کړکېچن دي. په يوبل تهمتونه، اعتراضونه او نيوکې اوج ته رسيدلي دي. رښتيا خبره داده چې په ځينو خلکو بايد اعتراض هم وشي ځکه د اوسنيو خرابوحالاتو په راوستلو کې ډيره غټه ونډه لري او ددې اوسنۍ خرابې وضعې اصلي عاملين دي. زه دا نه وايم چې پدوى دې اعتراض کول بند شي او څوک دې نور پدوى نيوکې نۀ کوي، زما مطلب دادى چې مونږ د خپلې بدبختۍ نورو عواملو او دلايلو ته هم بايد نظر وکړوچې ايا څه نورې داسې خبرې شته او کنه چې زمونږ په غمونو او دردونو کې ېې زياتوالى راوستى دى. زه فکر کوم بلې هو داسې مسايل شته چې زمونږ له خپل لاسه دي. مونږ بايد کوشش وکړو چې څه داسې کارونه وکړو چې کم از کم زمونږ په ټولنه کې ورباندې وآړه مثبت تغيرونه راتلاى شي. او دغه واړه واړه مثبت تغيرونه کيداى شي په اينده کې ډيره غټه نتيجه ورکړي لکه په دري ژبه کې چې وايي قطره قطره دريا ميشود.
په وړو مثبتوکارونو کولو ځکه فشار راوړم چې غټ مثبت کارونه خو مونږ خپله کولاى نه شو او زمونږ چارواکي او زمامداران دې ته حاضر نه دي چې په پدې هکله مونږ سره مرسته وکړي، نو ولي مونږ هغه څه ونه کړو چې خپله ېې کولاى شو.

د ښاغلي اوډير محترم عبدالغفور ليوال ليکنه مې لوستله او د هغه د ليکنې لمړنۍ جمله څه پدې ډول وه. "موږ ښايي یوازینی یا له یوازینیو ولسونو څخه یو، چې لاهم د شکایتونو په زمانه کې اوسو." که فکروکړو، نودا وړه جمله ډيره زياته له مفهوم څخه ډکه ده. زمونږ شکايتونه ډير زيات دي او ډيرې زياتې مسلې لرو،خو مونږ ددې مسلو د حل لپاره خپله هيڅ ډول کوشش نه کوو. لکه چې پورته ذکر شوه، منم چې ځنې مسايل زمونږ په وس پوره هم نه دي، خو ځينې داسې وړې مسلې شته چې مونږ ېې پخپله حل کولى شو. د مثال په ډول مونږ کولى شو چې خپل بازارونه پاک وساتو، مونږ کولى شو چې چټلي بې ځايه وانه چوو، مونږ کولى شو چې په احتياط موټر وچلوو او په بازارونو کې د ترافيکو قوانين مراعت کړو، مونږ کولى شو چې خپلو ګاونډيانو او د کلي خلکو سره ښه روابط جوړ کړو، مونږ کولى شو چې پخپلو ولسونو کې د اتفاق درس عام کړو، مونږ کولى سو چې خپلو ماشومانو ته د تعليم موقعې او فرصتونه برابر کړو او په هر صورت چې وي هغوى تعليم يافته کړو. په مونږ خو هسې هم خرابه ترابه تيره شوه، خو باور وکړئ کچيرې دا هيواد جوړيږي نو اينده باسواده او تعليم يافته نسل به ېې جوړوي. دايو څو واړه مثالونه ما دلته وړاندې کړل او دې ته ورته نورې ډيرې خبرې شته. نو زما سوال دادى چې ايا مونږ پدغو کارونو کې کوشش کړى دى؟ شکايتونه مو له هر طرفه ډير زيات دي، خو مونږ پخپله هيڅ کوشش نه کوو، فکر کوو چې بل څوک دې راته دا هر څه وکړي. دلته يو بل کوچنى مثال راوړم. دننګرهار په يو کلي کې طالبانو په يو سرک باندې بم ښخ کړى ؤ، د کلي يو مشر ورباندې خبر شوې ؤ او دولت ته يي خبر ورکړى ؤ، دولت راغى او هغه بم ېې ناکاره کړ او بدې سره د لسګونو بيګنا ه خلکو د وينو تويدو مخه ونيول سوه. داسې په زرګونونور واړه او غټ کارونه شته چې په کولو سره ېې مونږ په ښه طرف روانيدلاى شو.
مونږ بايد خپل ځان او وطن ته فکر وکړو، د خپل بام واورې په بل چا وانه چوو. مونږ خپل مسؤليتونه په ښه ډول نه دي اداکړى. کله پاکستان او کله ايران، کله اشرف غني اوکله عبدالله او د محترم ليوال صاحب خبره کله روس او کله امريکا. مونږ خپله څه کوو او څه مو کړي دي. مونږ څومره مثبت بدلون پخپل ځان، کورنۍ او خپله اجتماع کې راوستى ده. دا يو حقيقت دى چې پاکستان ، ايران او ځينې نور هيوادونه زمونږ هيواد ورانول غواړي، هغوى دا خاوره بربادول غواړي او هغوى پدې کې خپلې موخې لري. دا هم حقيقت دى چې اشرف غني او عبدالله دواړه په مطلق ډول ناکام او دې مظلوم او په وينو ککړ ولس ته جوابده دي. هيڅوک د هغوى له ناکاميو څخه سترګې نۀ شي پټولاى. خو داهم حقيقت دى چې مونږ خپله هم دهيڅ شي په باره کې مثبت فکر نۀ دى کړى او پخپل ژوند کې مو هيڅ ډول مثبت تغيرات نۀ دى راوستى کوم چې کولاى شي زمونږ حالات څه ناڅه تغير کړي.
دا ټولې خبرې ځکه ليکم چې مونږ ملت يو، که ملت جوړ نۀ شي دولت هيڅکله نۀ شي جوړيدلاى. او چې دولت جوړ نۀ شي نو مونږبه د اينده درې نورو لسيزو لپاره (خداى ناخواسته) په همدې تباه حال حالت کې روان يو. هرڅوک به زمونږ له کمزوريو څخه فايده اخلي او مونږ به همداسې په سرو وينو لمبيږو. دا هم رښتيا ده چې د ملت په جوړونه کې بايد ډيره پانګه واچول شي، خو څوک به دا کار وکړي، او چا چا ته به مونږ د اميد سترګې نيسو. زمونږ د متفکر خو هم دا حال شو.
ورونو، مونږ بايد خپلو ګريوانونو کې هم سر ټيټ کړو. د تباهۍ لپاره موډير خلک تيار ناست دي خو بايد مونږ پدې فکر کې شو چې څنګه مونږ کولى شو چې ددې وران کارو او ظالمانو مقابله پخپله وکړو. که مونږ فکر کوو چې بل څوک به دا هر څه راته وکړي نو دايو خوب او خيال دى. ځينې خلک شايد رانه خفه سي خو زه بيا تکراروم چې پخپله تباهۍ کې زمونږ خپل هم څه ناڅه لاس دي.