د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په پېژند پاڼو کې دافغان کلمه ليکل، يوه مهمه موضوع

سعادت ستانيزى 02.09.2015 11:11

د افغانستان ملت ته دې معلومه وي چې په پيژند پاڼو کې د افغان کلمه ليکل يوه ډېره جدي او مهمه موضوع ده او مونږ بايد په هېڅ ډول لدې مهمې موضوع څخه تېر نه شو. کيداى شي ځينې ورونه استدلال وکړي چې د افغانستان پدې دومره وخيمو حالاتو کې دې موضوع ته هواورکول ښه خبره نه ده ځکه چې پدې سره د وطن بد حالات کيداى شي نور هم بدې خواته لاړ شي. خو داموضوع دومره جدي ده چې بايد په هېڅ صورت ورځينې صرف نظر ونه شي.
منم چې افغانستان د ټولو وګړو ګډ کور دى اوهر څوک مساويانه حقوق لري، زه شخصآ د ډاکټر صيب غني لدې خبرې سره موافق يم چې هيڅ افغان له بل افغان څخه بهتر نه دې، او هيڅ افغان له بل افغان څخه کمتر نه دى، دا بيل سوال دى چې ايا ډاکټر صيب غني خپلې دغې خبرې ته څومره ژمن پاتې شوي دى، دا قضاوت به دافغانستان خلک کوي. زما مطلب دا دى چې په افغانستان کې بايد ټولو لږکيو ورونه ته د هغوى جايز حقوق ورکړل شي، او زه فکر کوم چې د حامد کرزي صيب له واکمنۍ څخه نيولې تر نن ورځې پورې زمونږ لږکيو ورونو ته ډير زيات حقوق ورکړل شوي دي. که مونږ په رښتيا سره غواړو چې افغانستان يو جمهوري هيواد واوسي نو بايد د هر چا د حقوقو مراعت وشي او بايد ټول وطنوال يو بل ته داحترام په نظر وګوري. او بايد د افغاستان ټولو اقوامو ته دهغوى د نفوس د تناسب په حساب ټول حقوق ورکړل شي. خو دا هرڅه بايد دديموکراسۍ د اصولو مظابق وي، نه داچې لږخلک راپاڅي او په ډېرو حکومت شروع کړي
په تيرو کلنو کې کوشش وسو چې د لږکيو ورونو د محروميت د احساس دله منځه وړلو لپاره هغوى ته د ژوند په هره برخه کې حقوق اوامتيازات ورکړل شي . همدغه علت دى چې حکومت کې ډېره برخه لږکيو ورونو ته ورکړل شول. دومره ډيره چې اوس خبره دې حد ته راورسيده چې اوس زمونږ دغه ورونه له افغانيت څخه انکار کوي. په پښتو کې يو متل دى چې وايي "لږ مې درکه نو خوند ېې درکه". د حامد کرزي په واکمنۍ کې اتيا فيصده دولتي چوکۍ لږکيو ورونو ته ورکړل شوې وې، په اوسني حکومت کې حالت له هغې څخه هم بدتر دى. زمونږ محترم ډاکټر صيب غني هغه يو څه پښتانه چې په يو څو ماتو ګوډو څوکيو ناست ول هم وزغلول او اکثريت ېې په بې عزتۍ سره وشړل سول.
ځکه زه اوس وايم چې د هرڅه لپاره د انسان په ژوند کې يو حد وي. دولت دې واخيسته ، حکومت دې واخيسته، له خپل حد څخه زيات امتيازات دې تر لاسه کړل، د خداى لپاره اوس زمونږ هويت خو له مونږ څخه مه اخله کنه اوس مو زمونږ د نسب په ورکولو پسې هم راخيستې ده.
بله مهمه موضوع داده چې د افغان هويت په له منځه وړلو سره به د افغانستان د تجزيي لپاره هم لاره هواريږي. ياد ساتئ که نن ېې د افغان کلمه له پيژند پاڼو څخه حذف کړه، سبا به دافعانستان د تجزېې غږ هم ضرور پورته کوي.
بله خبره داده چې د افغان کلمه په پيژند پاڼو کې نه ليکل د حکومت د اختيار څخه وتلې خبره ده، لکه څنګه چې د ډيورنډ کرښه د حکومت په اختيار کې نه ده او بايد د افغانستا ولس پدې هکله فيصله وکړي، په همدې ډول له پيژند پاڼو د افغانيت کلمه حذفول ديو څو لنډغرو کار نه دى، او نه حکومت د ا کار کولى شي.
ددنيا په ډيرو هيوادونو کې مختلف قومونه ژوند کوي، خو هويت يي يو وي. ولې د افغانيت کلمه د ځينو خلکولپاره ناسور جوړ سوى دى. دې هيواد پت او عزت درکړى او ته بيا همدې افغان او افغانيت ته په سپک نظر ګورې.
زما له ټولو په وطن مينو افغانانو که هغه تاجک وي، ازبک وي، پښتون هزاره يا نورو اقوامو پورې تړلې وي بايد رامخې ته شي اوددې دسيسې په جديت سره مقابله وکړي او د هغو لنډغرو مخه ونيسي چې اوس حتي زمونږ هويت او نصب له منځه وړل غواړي
هرڅوک بايد دخپل وس اوتوان په اندازه ددې خبرې مقابله وکړي، دا ډېره د افسوس خبره ده. هيڅوک دا حق نلري چې په تذکرو کې د افغانيت او اسلاميت د ليکلو مخه ونيسي. بايد زمونږ د صبر امتحان وانه خيستل شي او بايد مونږ دې ته مجبور نه شو چې سبا ورته ووايو چې وروره له هر هيواد څخه چې راغلي يئ نو بېرته هملته لاړشه. که دلته اوسېږې نو له افغانيت څخه پرته بله لار نسته. مونږټول افعانان يو او د افغان په کلمه فخر کوو. ځوانان بايد رامخې ته شي او ددې موضوع لپاره په هرميدان کې مقابله وکړي او د خپل شناخت او هويت څخه دفاع وکړي کومه چې ددوې ايماني، وجداني او اسلامي وظيفه ده