د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

محافظه کار پښتانه مشران

سعادت ستانيزى 31.12.2014 15:56

تيرو ديرش پنځه ديرش کلونو په هر لحا ظ د افغانانو زوند ډير تغير کړ. د ورانۍ او بربادۍ سره سره اقتصادي، اجتماعي، او سياسي بدلونونه راغلل او اوس عادي افغانان هم په ډيرو مسايلو پوهيږي او سر يي ورباندې خلاصيږي. پدې دومره وخت کې مو ډير ځله وليدل چه اکثريت پښتانه مشران واک ته له رسيدو نه وروسته له ډيرې محافظه کارۍ څخه کار اخلي. زما مطلب دادى چه ډير پښتانه مشران له صادقو او ساده لوحو پښتنو څخه وټ اخلي، او کله چه چوکۍ ته ورسيږي نو بيا دومره محافطه کاري شروع کړي چه پښتانه پخپله رايه ورکولو باندې پښيمانه کړي. نه پوهيږم چه ولې داسې کيږي، نه پوهيږم چه ولې زمونږ مشران داسې له ضعف څخه کار اخلي، او نه پوهيږم چه کله به زمونږ دغه پښتانه مشران پخپلو وعدو ولاړ پاتې سي. زما ددې خبرو مطلب هر ګزدا نه دى چه ګنې پښتانه ليډران دې د نورو وطنوالو ورونو په حق ډاکه واچوي او هر څه دې پښتنو ته ورکړي، زه دومره وايم چه د پښتنو حقوق بايد هم پيمال او تر پښو لاندې نه شي. پښتانه مشران واک او چوکۍ ته له رسيدو وروسته فکر کوي که دوى د پښتنو لپاره څه کار وکړي نو په لږکيو پورې مربوط ورونه ورباندې د فاشست او نشنلست نومونه ږدي. لدې کبله محافظه کاري شروع کوي او پښتنو ته شا اړوي او د لږکيو په خوشحالولو لاس پورې کوي. واک ته له رسيدو مخکې پښتنو سره ډېرې وعدې کوي خو وروسته بيا خپله توجه نورو طرفونو ته اړوي او د هغوى په خوشحالولو کې دومره مصروفيږي چه اصلآ پښتنوته هيڅ وخت نلري او همداسې يي د اقتدار موده سر ته رسيږي.
زه نه غواړم مشخصآ د چا نوم واخلم، خو زما يقين دى چه هر څوک دغه ډول مشران پيزني. زمونږدغه مشران له وټ اخستلو وروسته او چوکيانو ته له رسيدلو وروسته کوشش کوي چه ځان داسې عياراو جوړ کړي چه زمونږ په لږکيو پورې مربوط ورونه پر ځانونو باندې را ټول کړي او زمونږ په وطن کې په لږکيو پورې مربوط ورونه خوشحاله کړي. رښتيا خبره داده چه زمونږ په لږکيو پورې تړلي ورونه پر دغو محافظه کارو پښتنو مشرانو دومره اعتبارنکوي څومره چه هغوى له خپلو ډلو ټپلو څخه رامخکې شويوو مشرانو باندې کوي. همدغه علت دى چه زمونږ پښتانه مشران ددغه کار په کولو سره نه ددين شي او نه د سادين، زمونږ لږکي ورونه هم نه شي خوشحا لولاي او پښتانه هم ورڅخه خفه شي.
يوځل بيا بايد تکرار کړم چه له دې خبرو مې هر ګز مطلب دانه دې چه زه د چا خلاف يم، يا د چا خلاف خبرې کوم. هر څوک چه پدې وطن کې اوسيږي، ددې وطن خلک دي او خپل مکمل حقوق لري. زه يواځې داخبره کوم چه ولې پښتانه مشران داسې زر خپل ځان بيلي او دغه پښتانه چه په ډير صداقت او اخلاص سره ددوې تر شا ودريږي، بيا همدوې ته ډير په ښه نظر نه ګوري.
زه تنها دومره وايم چه هر چا چه له دغو پښتنو سره دوکه کړې ده، هغوى ټول رسوا شويدي. پښتون ډير غيرتي، صادق او داسې قوم دى چه په زړه او خوله يي يوه خبره ده. له دې خلکو سره د بې وفايۍ کولو کوشش هميش ډيرې بدې پايلې لرلې دي. ښه خبره داده چه هر چا ته توجه وشي، د هرچا خدمت وشي، او د ليا قت او پوهې په اساس حکومتي مشران غوره شي. له دې زيات نور څه ويل نه غواړم ځکه چه د عاقلانو لپاره آشاره کافي وي.
" س" ستانيزى