د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

سپورت او ملي یووالی

مشفق 14.03.2016 10:17

تاسو به فکر وکړی چې سپورت او لوبې نو بیا له ملی یووالی سره څه  تړاو لري ، خو په حقیقت کې یې لري. په وروستیو کې دکرکټ نړیوال جام په هند هیواد کې پیل شوي او له نیکه مرغه زموږ رسنۍ یې هم په ښه توګه خپروي او ډیری افغانان ترې خبر دي او په تیره بیا چې کله مو په همدې جام کې وروستۍ درې لوبې وګټلې او ددې جام بل پړاوته مولاره وموندله دغه بری دردیدلو افغانانو ته پوره خوښي ورکړه او دټولو په شونډو کې یې خوښي او مسکا خپره کړه. چې همدا دافغانانو یووالی ګډې موخې او مشترکات څرګندوي.
د لوبو له ګټلوو وروسته  کله چې دافغانستان دکرکټ د ملی ټیم کپتان په تلویزیون کې مرکه کوله نو دخبریال د دې پوښتنې په ځواب کې چې تاسو ولې دومره زیات محنت کوی او دګټلو اولوبو لپاره ډیر لیواله یاست ؟ وویل چې یو اساسي دلیل یې دادی  چې دلوبو لپاره ټول افغانان یوه خوله کیږي او دټولو هدف همداوي چې موږ یې وګټو.
اوږدو جګړو افغانان په بیلابیلو ډلو وویشل او له همدې کبله دادی جګړې لاهم دوام لري ، د نظر اختلاف خو په ټوله نړۍ او د نړۍ په هیوادونو کې شته خو داچې د جګړو اویو د بل د وژلو تر بریده ورسیږي، په اوسنیو کلونو کې ډیر کم شوی خو زموږ هیواد کې بیا اوس هم لیدل کیږي، له همدې کبله جګړې دوام لري او زموږ بدبختۍ هم ورسره همداسې جاري دي .  ملي ویاړونه چې په هغو کې ټول افغانان شریک دي موږ سره نږدې کوي او د سپورت او لوبو له لارې د دغو ویاړونو لاسته راوړل د ملي یووالی او سولې لپاره سمه او آسانه لاربلل کیدای شي.
سپورت که له یوې خوا زموږ د خلکو روغتیا ته ګټه لري او له ناسالمو مصروفیتونو نه مو ساتي خو نړېوالې لوبې او په هغو کې بری مو بیا یوه خوله کوي او دا راته جوتوي چې موږ افغانان دیوه هیواد اوسیدونکی یو ګټه او تاوان مو شریک دی او د هیواد افتخارات مو سره ګډ دي. په بهر کې بیا هیڅوک نه وایی چې لوبه د افغانستان دغه قوم ګتلې یا هغه قوم! دغه ګوند ګټلې یا هغه ګوند! دغه سمت ګټلې یا هغه سمت ! بلکې وایی افغانستان ګټلې او په دې سره هرافغان دغرور او سرلوړي احساس کوي .
کره بیلګه یې هم همدا دکرکټ په نړیوال جام کې لوبې دي چې لر وبر او په هیواد کې دننه او بهرافغانان یې سره یوه خوله کړي وو او هریوه د غرور او سرلوړي احساس کاوه.
سپورت کول نه یواځې د لوبو لپاره وي بلکه موږ ته روغتیایی او معنوي ګټې هم لري او ښه ده چې د سپورت د روغتیایی ګټو په اړوند هم یو څه پوه شو او دغه کړنه خپل ورځنی عمل وګرځوو ، سپورت او بیا لوبې نه یواځې زموږ د یووالی ، همغږی او دوستۍ لامل ګرځي چې یوسالم مصروفیت هم دی اوپه تیره د افغانستان خلکو ته دومره ګټور دی چې کولای شي له بیځایه بوختیا ، ناروا چارو لکه اعتیاد او د مخدره توکو له کارونې او ناسالمو تفریح ګانو څخه مو وژغوري او د سالمو بوختیاوو، لوستلو او خپلو مینځو کې د ښواړیکو په لور مو وهڅوي .
د سپورت یو شمېر نورې ګټې دادي: اروا پوهان او ډاکټران وايي هغه کسان چې سپورټ نه کوي د هغو کسانو په پرتله چې کوي یې په  زیاتوروحي او جسمي ناروغیو اخته کیږي، ځکه د سپورت کونکو بدن او روح سم روزل شوی وي  او د ناروغيو په وړاندې کلک وي. سپورټ او بدنی روزنه روح ته قوت وربښي هغه کسان چې منظم سپورټ کوي د اروايي ناروغیو څخه هم  ترډیره بریده  خوندي وي د دوی ذهن ښه، د فراخ فکر او ډيرې حوصلې خاوندان وي او په یو کار کې ماتې نه مني.
څیړنو ښودلې  که چیرې درې څلور ورځي هره ورځ له ۲۰ نه تر ۴۰ دقیقو پورې سپورت وکړو نو کولای شو چې د اوونۍ په اوږدو کې ښه خوب ولرو. د ژر بوډاتوب مخه به ونیسو، دبدن بندونه ، هډوکي ، مټې او ورونونه به مو روغ وساتو، د بدن دفاعي سیستم به مو ځواکمن کړي او په دې توګه به بدن د ورزش له لارې د ناروغیو په وړاندې مقاوم شي.
حافظه  به هم قوی کړي. پرځان باور به مو  پیاوړئ کړي ، بدن به مو ښکلی کړي ، دکار او ستومانۍ په وړاندې به مو توان او تحمل زیات کړي  ، کله چې څوک ورزش ونه کړي نو لږ ګرځیدلی شی ، په کار کې ژر ستومانه کیږي نو په سپورت سره کولای شو خپل عصبی فشارونه ، خپګان او اندېښنه را کمه کړو او بلآخره دډیرو ناروغیو په وړاندې به مو وقایه کړي .دایې یواځې یو شمیر صحی او جسمی ګټې وې چې ټولې یې زموږ لپاره ګټورې دي او په دې توګه به وکولای شو خپلو مینځوکې اړیکې هم ښې کړو ، ځکه سالم بدن سالم ذهن مینځ ته راوړي سالم ذهن بیا له نورو سره دسالمو اړیکو لامل ګرځي، دیو بل په وړاندې مو تیریدنه او تحمل زیاتوي او دیو بل دتیروتنو په وړاندې مو حوصله پراخوي او په پای کې مو یو له بل سره صمیمي کوي.
ملي ویاړونه او ګډ افتخار مو هم سره نږدې کوي هدفونه مو یو کوي او بلاخره دتیرو ناخوالو په هیرولو کې هم راسره مرسته کوي. نوراځي چې خپل بدن ته روزنه ورکړو سپورت وکړو ، خپل لوبغاړی او ټیمونه وهڅوو ، دعاګانې ورته وکړو ، خپلو مینځو کې مینه او محبت وکړو ، کرکې او بدبینی لرې کړو او د لاډیرو ویاړونو لپاره، دافغانستان دپرمختګ او سرلوړی لپاره ، د اتفاق او همغږۍ لپاره له هرې لارې او په هره توګه چې وي خپل هیڅ ډول هڅې او امکانات ونه سپموو.
دسوکاله ، سرلوړي ، سوله ییز ، بریالي او ویاړلي افغانستان په هیله .