د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دارالامان ماڼۍ جوړیږي

مشفق 07.03.2016 11:19

د دارالامان سیمه چې دغازی امان الله خان په وخت کې ډیره پاملرنه ورته شوې وه او یوه ښکلې ماڼۍ چې سیمه کې یې ساری نه ؤ او نورې ودانۍ په کې جوړ شوې وې،  چې له بده مرغه دتېرو جګړو په پایله کې ددارالامان ماڼۍ هم ورانه شوه او په سیمه هم جګړو پراخ اغیز کړی ؤ.
سره له دې چې څو څو ځله ددغې ماڼۍ په اړوند رسنیو رپوټونه ورکړل او کابل ښاروالی ورته یو ځانګړي صندوق جوړ کړ، ډیرو خلکو او ادارو مرسته هم ورسره وکړه خو بیاهم ودانه نه شوه او لا هماغه ډول ورانه ویجاړه دجګړو دمېراث په توګه پرته ده.
په دارالامان سیمه کې پخواهم مهمې دولتی ادارې او تاریخي ځایونه دهغو له ډلې نه دکابل موزیم ، دتاجبېک ماڼۍ ، دسکات قرار ګاه ، ملي دفاع وزرات پورې اړوند مهمې څانګې او آن دحفیظ الله امین په وخت کې ددولت مرکزي اداره په همدې ځای کې موجود وو. بیا دروسانو دتیرې څخه راوروسته او دکارمل او نجیب په دوره کې دملي دفاع وزارت هلته ؤ، د روسانو په وخت یوه ستره او مهمه قرارګاه په همدې ځای کې موجود وه .
شاه امان الله خان  ددې ځای لپاره پراخ پلانونه درلودل خو وخت یاري ورسره ونه کړه او هغه خپل پلانونه په دې ځای کې بشپړ نشوای کړای. له نېکه مرغه ویل کیږي چې جمهور رییس غني دغه ځای ته ځانګړې پاملرنه کړې او غواړي چې دشاه امان الله خان  مفکوره په  حقیقت بدله کړي چې خدای دې وکړي په عمل کې دغه هوډ ثابت شي.
دیادلوده چې جمهور رییس غنی داماراتو هیواد ته دخپل سفر په ترڅ کې ددغه هیواد له چارواکو څخه  ددارلامان دسیمې دبیا جوړیدو او پراخېدو په اړوند دمرستې غوښته کړې وه . یوشمېر مهمې دولتی ودانۍ لکه دملي شورا اولوی څارنوالی ودانۍ سیمه کې نوې جوړې شوي او ددولت دپروګرامونو پربنسټ نورې دولتی او دیپلوماتیکې ودانۍ به هم سیمې ته ولېږدول شي.
مخکې تردې دبهرنیو چارو وزارت ددیپلوماتیک ښارګوټي دجوړیدو کار هلته پیل شو ، خو داچې ولې یې کار ورو مخې ته ځی لا جوته نه ده،  خو په دې برخه کې نوې پرمختیا داده چې جمهور رییس غني د کابل ښار د دارالامان دسیمې دپروژې دکار دپیل لپاره یوه ځانګړې غونډه جوړه کړې وه او په دې برخه کې یې ځانګړې غوښتنې مطرح کړې دي.  
په غونډه کې د غازي امان الله خان د لیدلوري د تطبیق په هکله خبرې شوي  او څرګنده شوې، چې باید زیاتې دولتي ادارې دغې ساحې ته انتقال شي او د یادې ساحې ماڼۍ په ځانګړي ډول دارالامان ماڼۍ بیاورغاول شي او د امان الله خان مفکوره په حقیقت بدله شي. غونډې یادونه کړې چې د یادې پروژې د تطبیق په خاطر باید په لومړي پړاو کې له هغو ځمکو څخه چې د دولت په اختیار کې دي ګټه واخیستل شي او په دویم پړاو کې نورې ځمکې استملاک شي. دیادولو ده چې دچارواکو په وینا نړیوال بانک د دې پروژې د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو ژمنه کړې ده.
که چیرې دغې سیمې ته  دولتی ادارې ولېږدول شي او د ملي شورا سره  نږدې حکومتی ادارې هم دلته موجودې وي او سیمه په ښو او له  انجنیري اړخه په مدرنو او عصری ودانیو سبمال شي اوهم دیپلوماتیکې ادارې هلته ولېږدول شي نو نه یواځې د دارالامان دسیمې بلکې دکابل څېره به بدله کړي .
له نېکه مرغه دوه  مهمې لارې چې دارالامان دکابل له ختیز او شمال سره وصلوي هم په وروستیو کلونو کې جوړې شوي چې یوه یې له هوایې ډګرڅخه د میرویس میدان او بیا له میرویس میدان څخه دارالامان ته پراخه لویه لاره او بله یی له دهمزنګ څخه دارالامان ته پراخه لاره ده او ټاکل شوې چې دکابل حلقوي لویه لاره هم له دغې سیمې تیره شي چې ویل کیږي کار به یې په نږدې راتلونکې کې پیل شي او دکابل لویدیزاو هم دلویدیزو ولایتونو لویه لاره له دارالامان سره وتړي. له جنوب لوری نه هم یوه پخه لاره چې دکابل جنوبی سیمې او جنوبی ولایتونه اولوګرولایت له  دارالامان سره تړي له پخوا موجوده ده .
که چیرې ددارالامان پروژه بشپړه شي سیمه به دکابل په مرکزي ځای بدله شي او دکابل له اوسنی مرکز څخه به ترافیکی ګڼه ګوڼه هم تریوه بریده ورکه شي . له بلې خوا دارالامان به دنوي کابل ښار پروژی لپاره هم یو بدیل شي چې دا څوارلس کاله کیږي مقدماتی کارونه یې روان دي او باید چې له پخوانه یې اساسي کارونه ترسره شوي وای خو له بده مرغه ددغه ښار جوړیدل په داسې حال کې چې په ډیرلګښت سره یې پلانونه او نقشې جوړې شوي لاتراوسه هم دیوه خیال په توګه پاتې دی.
خدای دې وکړي چې دملي یووالی حکومت دمشر په دې برخه کې  ژمنې  ډیر ژر دعمل جامه واغوندي او بالآخره دهیواد او په تیره بیا دکابل خلک په دې برخه کې دلانورو ښو خبرونو له اوریدو څخه برخمن شي.