د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انګلستان دولت (۲۹۰۰۰) تنه نايجيريايې کډوال بيرته خپل هيواد ته استوي.

یاسر الهاشمی 09.11.2015 12:11

د انګلستان په مرکز لندن کې، د نايجيريا هيواد د اوسيدونکو ټولنه د کډوالو د ايستلو په برخه کې د انګلستان د حکومت پر کړنلارې، چې له مخې به (۲۹۰۰۰) تنه کډوال نايجيريا ته واستول شي، ژوره انديښنه څرګنده کړیده.
د دغې ټولنې مشر، ښاغلی اولوکنلې بامګبوس (Olukunle Bamgbose) د نايجيريا هيواد له لومړي وزير او د ولسي جرګې له رئيس سره په کتنه کې دغې موضوع ته اشاره و کړه او پر چارواکو غږ وکړ چې پدغه برخه کې د انګلستان له حکومت سره خبرې اترې وکړي.
ښاغلی اولوکنلې بامګبوس (Olukunle Bamgbose) وويلې چې د نړۍ په مختلفو برخو کې د روانې جګړې له امله په سلګونه زره کډوال اروپا ته راغلي او دا د دې لامل شوی چې انګلستان د کډوالۍ کړنلارې لا پسې ټينګې کړي او نوي شرايط وضع کړي.
ښاغلی اولوکنلې بامګبوس (Olukunle Bamgbose) زیاته کړه:
(( د بريتانيې حکومت د (۲۹۰۰۰) نايجيريايې اوسيدونکو د ايستلو پلان جوړ کړی. خو، د دغه پلان د عملي کيدو څخه وړاندې يو لړ شرايط بايد په نظر کې و نيول شي.))
بامګبوس (Bamgbose) څلور شرطونه ذکر کړي چې د انګلستان حکومت د نايجيريايې کډوالو د ايستلو او نايجيريا ته د ليږلو پر مهال په نظر کې ونیسي او دغه شرايط عبارت دي له:
- دغه اشخاص به د نايجيريا اوسيدونکي وي
- د سفر لپاره اماده وي او کومه صحي ستونزه ونه لري.
- د بيرته ليږلو ټول قانوني مراحل طی شوي وي، يعنې په انګلستان کې د دوی اوسيدو لپاره هيڅ کومه لاره شتون و نه لري.
- او نایجيريا ته ليږل شوی شخص د نایجيريا په رغولو کې اغيزمن رول ولوبوي.
(( بريتانيا نشي کولای هغه کډوال نايجيريا ته واستوي چې د (۳۰-۴۰) کلونو راهيسې په انګلستان کې اوسيږي او په نايجیريا کې خپلوان و نه لري، ځکه چې دغسې اشخاص په نایجيريا کې زموږ لپاره ستونزې را ولاړوي.))
د دې ترڅنګ بامګبوس (Bamgbose) د انګلستان او نايجيريا تر منځ تجارتي اړيکو ته اشاره وکړه او وويلې چې په (۲۰۱۲) ز کال کې د دواړه هيوادونو ترمنځ د تجارت اندازه څلور ميليارده پونډ و او دغه شميره اوس مهال اتو ميلياردو ته رسيدلی ده.
موږ تمه لرو چې په راتلونکو دوو، درې کلونو کې دغه مقدار (۱۲) ميلياردو پونډ ته ورسيږي او د ناشونۍ نه ده، ځکه چې انګليسي تجاران او سرمايه داران ورځ تر بلې په نايجيريا کې خپلې سرمايه ګذارۍ ته پراختيا ورکوي.
هغه کډوال چې له انګلستان څخه نايجيريا ته ليږدول کيږي کولای شي په نايجيريا کې کار وکړي.