د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کډوالو د ډيپورټ په اړه د اروپايې ټولنې د کورنيو چارو د وزيرانو لايحه

یاسر الهاشمی 22.10.2015 13:52

په اروپا کې د کډوالۍ بحران د دې لامل شوی چې په اروپايې هيوادنو کې د مهاجرت ضد خوځښتونه او ګوندونه ورځ تر بلې پياوړي شي او د دې ترڅنګ اروپايې هيوادونه د مالي ستونزو سره مخ کړي. دغه خوځښتونه او ګوندونه پر خپلو حکومتونو فشار راوړي تر څو اروپايې هيوادونه د مهاجرت له بحران څخه خلاص کاندي.
دغه فشارونه وروسته له هغې زيات شو چې ځينو رسنیو د روان کال په لومړيو نهو مياشتو کې د سمندر له لارې اروپا ته د څه باندې (۶۰۰۰۰۰) زره کډوالو د راتګ خبر نشر کړ.
د اروپايې ټولنې غړي هيوادونه د پنجشنبې په ورځ (۲۰۱۵/۱۰/۱۵) په لوګزامبورګ کې د کډوالۍ د بحران په اړه ناسته وکړه، په دې ناسته کې تصميم ونيول شو هغه کډوال چې د پناه غوښتنی درخواست يې د اروپايې ټولنې په غړو هيوادونو کې له منفي ځواب سره مخ شوي، بیرته خپلو هيوادونو ته ولیږدول شي.
د اروپايې ټولنې د (۲۸) غړو هيوادونو د کورنيو چارو وزيرانو پدغه برخه کې يوه طرحه ترتیب کړه چې دهغې له مخې ټول هغه کډوال چې په اروپايې هيوادونو کې د پناه غوښتنې درخواست ورکړی وي او د دوی پناه غوښتنه د مربوطه هيواد لخوا رد شوی وی، خپلو هيوادونو ته وليږدوي.
اوسمهال اروپايې ټولنه تصميم لري چې د سرحداتو د کنټرول او شديدو کړنلاو په وضعې سره اروپا ته د نورو کډوالو د راتګ مخه ونیسي.
له دې سره جوخت د اروپايې ټولنې د کورنيو چارو وزيرانو په ناسته کې د لوګزامبورګ د کورنيو چارو وزير وویلي:
(( موږ بايد هغه کډوالو ته پناه ورکړو چې نړيوال ملاتړ ته اړ وي، پدې معنی چې د اقتصادي مشکلاتو پر اساس اروپا ته نه وي راغلی.))
په ورته وخت کې د اروپايې ټولنې د بهرنیو چارو مشره، فدريکا موګرينې د بالکان هيوادونو او د سوریي د ګاونډيو هيوادونو (ترکيه، لبنان او جوردان) د کورنيو چارو وزيرانو سره جلا ناسته وکړه.
آغلی موګرينې پدې ناسته کې وويلې:
(( زموږ او ستاسې ستونزه يوه ده او باید يوه ګډه حللاره ورته پيدا کړو.))
موګرينې د اروپايې ټولنې غړو هيوادونو ته وويل چې د سوري کډوالو د راتګ د مخنيوي تر ټولو ښه لارې د سوري کډوالو کوربه هيوادونو (ترکيه، لبنان او جوردان) سره مالي مرسته وکړو او د مذاکراتو له لارې د سوريې جګړې ته د پاي ټکې کيږدو..
موګرينې وويلې که روپايې ټولنه د کډوالو د راتګ مخنیوی و نه کړي، نو د اروپايې ټولنې د غړو هيوادونو اوسيدونکو لپاره به په غړو هيوادونو کې تګ راتګ ستونزمن شي او د شنګن ویزه به خپل اعتبار د لاسه ورکړي.
د دې لپاره چې اروپايې ټولنه د اروپا ته د کډوالو او پناه غوښتونکو له راتګ څخه مخنيوي وکړي دوه کارونه تر نظر لاندې لري:
- د يونان او ايټاليا په سرحداتو کې د نوی پوځيانو ځای پر ځای کول
- په يونان او ايټاليا کې د نویو نماینده ګيو تاسيس. دغه نماينده ګي به اروپا ته راغلي کډوال په دوه برخو وويشي. هغه کډوال چې په واقعي توګه نړیوال ملاتړ ته اړتيا لري هغوی به نورو هيوادونو ته ليږدوي او هغه کډوال چې نړيوال ملاتړ ته اړتيا و نه لري بيرته خپلو هيوادونو ته وليږدوي.