د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اقتصادي مهاجرو ته پناه نه ورکول کيږي

یاسر الهاشمی 06.10.2015 11:46

د انګلستان لومړی وزير، ډيويډ کامرون د اروپايې ټولنې له غړو هيوادونو څخه غوښتي چې د اقتصادي ملحوظاتو پر اساس اروپا ته راغلي کډوال بيرته خپلو هيوادونو ته وليږدوي، تر څو هغه اشخاص چې په واقعي ډول د پناه غوښتنې وړ وي هغوی ته پناه ورکړل شي.
د انګلستان د ولسمشري ماڼۍ لخوا په خپره شوی خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی کامرون د تيرې سه شنې په ورځ (۳۰/۰۹/۲۰۱۵) د فرانسې له ولسمشر، فرانسوا هولاند سره ليدنه کړی او د ليدنې په پای کې دواړه مشرانو هوکړه کړی چې يوازې هغه اشخاصو ته پناه ورکړي چې د سياسې، نژادي، مذهبي او.. ملحوظاتو پر اساس يې ژوند په خطر کې وي نه دا چې د اقتصادي محلوظاتو په اساس له خپلو هيوادونو څخه تښتيدلی وي.
همدارنګه دواړه مشرانو هوکړه کړی چې د سوريې په ګاونډيو هيوادونو کې د بې ځایه شويو سوري کډوالو سره مرسته وکړي او دوی ته د ژوندانه مساعد شرایط رامنځ ته کړي تر څو دوی اروپا ته رانشي.
دا په داسې حال کې ده چې د اروپايې ټولنې د بهرنيو چارو وزيرانو په خپله وروستۍ ناسته کې چې د روان کال د سپټمبر په وروستۍ اونۍ کې، د بلجيم په بروسلز ښار کې تر سره شوه، د اروپايې ټولنې په غړو هيوادونو کې د (۱۲۰۰۰۰) کډوالو د ويشلو پلان تصويب کړ.
دا چې انګلستان د شنګن تړون د غړو هيوادونو سره مشترک سرحد نه لري له دغه پلان څخه مستثنی دي خو، د دې په بدل کې د انګلستان حکومت ژمنه کړی چې تر (۲۰۲۰) زږديز کال پورې به (۲۰) زره تنه سوري کډوالو ته په انګلستان کې پناه ورکړي.
په ورته وخت کې اروپايې ټولنې مشر، ډونالد توسک د کډوالۍ د اوسنۍ بحران په اړه خپله ژوره انديښنه څرګنده کړی او د اروپايې ټولنې د غړو هيوادونو ناتوانۍ د کډوالۍ د کړکيچ د حل په برخه کې د تشويش وړ بللی. ښاغلی توسک د اروپايې ټولنې له مشرانو څخه غوښتی چې د کډوالۍ د کړکيچ لپاره يو اوږود مهاله کړنلاره ترتيب کړي.
ښاغلی توسک، د اروپايې ټولنې د غړو هيوادونو ولسمشرانو او لومړي وزيرانو ته په يو ليک کې کښلي چې:
((ډیری داسې مسايل شته چې موږ د هغې له امله يو پر بل تورونه پورې کوو، همدا لامل ده چې د دغه مسايلو لپاره د حللارې په پيدا کولو کې پاتې راغلی يو او نه يو توانيدلي چې د هغوی لپاره ګډې حللارې پيدا کړو))
نوموړې دا هم ليکلي چې:
(( موږ هغه وخت کولای شو چې له يو بل سره همکاري وکړو چې د ګډو مسايلو لپاره مشترک کړنلارې وضع کړو. موږ بايد د کډوالۍ په ګډون د ټولو شريکو مسايلو لپاره ګډې کړنلارې وضع کړو.))