د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د افغانستان اقتصادي اړیکو ته ېوه لنډه کتنه

سهراب ویسا 18.10.2015 14:28

لومړۍ برخه
 
د نړۍ زیاتره هېوادونه د تولید د عواملو د نا انډوله وېش له کبله له یو بل سره تړلې دي او دغه تړلتیا دومره غښتلې وي، چې ان په زیاتره مواردو کې سرحدې ستونزې او سلیقوي اختلافات هم نه شي کولای چې د سوداګرو اړیکو پر وړاندې خنډ رامنځته کړي.
د ټولنو اقتصادي پراختیا او پرمختګ د هېوادونو ترمنځ د اړیکو په ټینګښت پورې اړه لري او د اړیکو د ټینګښت یوازېنۍ لار سوداګري ده، ځکه چې سوداګري د هېوادونو د نږدېوالي اساسي عنصر او د هغوی له بهرني سیاست سره نه شلیدونکي اړیکه لري، همدارنګه د هېوادونو د اقتصادي ودې په چټکتیا کې تجارت د یوې مهمي وسیلې په توګه عمل کوي.
د افغانستان لرغوني تاریخ ته په پام سره، د ورېښمو لار چې پر افغانستان باندې تېره شوې ده او د پېړیو په اوږدو کې پر همدې لار د ختیځ او لویدیځ تجارتي کاروانونه تېرېدل او همدا لاره د دې کاروانونو یو مهم مسیر و، نو له همدې کبله افغانستان په عنعنوي توګه د توکو د لېږد رالېږد او تبادلې په برخه کې پخوانۍ مخینه لري.
د سمندري ټرانزیټ او لارو تر کشف وړاندې د سوداګریزو توکو لېږد رالېږد یواځې د وچې له لارې تر سره کېده او هغه مهم معبر چې د پخوانۍ زمانې په تجارتې پراختیا کې یې رغنده رول درلود، هغه د ورېښمو لار ګڼل کیږي. له دې لارې څخه پر ورېښمو سربېره، کاني، نباتې او حیواني محصولات هم بېلابېلو هېوادونو ته صادرېدل. خو د سمندري لارو تر پراختیا وروسته دغه مسیر له پامه ولوېد او د ډېرو کلونو لپاره له ګاونډیو هېوادونو سره د افغانستان تجارت محدود شو، ځکه چې افغانستان سمندر ته لار نه لرله او د ورېښمو په لار تګ راتګ هم محدود او ان بېخي له منځه لاړ. له بلې خوا په افغانستان کې کورنۍ جګړې او بهرنیو یرغلګرو بریدونه کول، څو له دې لارې هند ته لار پیدا کړي.
پاتې دې نه وي چې د ورېښمو لار تر اتلسمې پېړۍ پورې دوام وکړ، یعنې سوداګریزو کاروانونو به تر اتلسمې پېړۍ پورې پر دې لار تګ راتګ کاوه، په نولسمه پېړۍ کې د هېواد تجارت له سره وده وکړه او د تنباکو، بادامو، پستو، مندکو، مېوو، ژوندیو حیواناتو، چاقوګانو، غالیو، وړیو، پوستین، ټغرونو او پنبې په څېر بهر ته د افغاني صادراتو لړۍ پیل شوه. په همدې ترتیب هغه وخت د افغانستان واردات لکه څنګه چې Fisher د افغانستان او منځنۍ اسیا د مسلي تر عنوان لاندې په خپله رساله کې یادونه کړې ده، شالونه، جامې، وړین توکي، چای، قند، چیني لوښي، هګۍ، د وریښمو چینجي او داسې نور شیان د وریښمو له لارې به د افغانستان ګاونډیو هېوادونو ته صادرېدل او له هغه ځایه به د اړتیا وړ مصرفي توکې بېرته د افغانستان له لارې نورو هیوادونو ته تلل، افغانانو به هم د اړتیا وړ توکي خپل هېواد ته را واردول.
افغانستان د جنوب ختیځ له لوري تر هند، د شمال شرق له لوري تر چین، د شمال له لوري تر روسیې او د غرب له لوري تر ایران پورې تجارتي اړیکې لرلې. په 1919 زیږدیز کال کې د افغانستان د خپلواکۍ تر ګټلو وروسته د نورو بدلونونو ترڅنګ، د هېواد تجارتي اړیکې هم پراخې شوې، چې په دې لړ کې افغانستان له بېلابېلو هېوادونو سره سوداګریز تړونونه لاسلیک کړ. په دې موده کې یو شمېر شرکتونه رامنځته شول او تجارت خورا ښه بڼه غوره کړه. د تجارتي قوانینو له تدوین سره په ځینو تجارتي توکیو باندې تعرفه کمه او پر ځینو نورو بېخي له مینځه یوړل شوې. د کورنیو محصولاتو د ملاتړ او ژغورني په موخه د ورته یا مشابه وارداتو په وړاندې ګمرکي محصولات او تعرفې اضافه شوې او د دې تعرفو یواځېنی لامل دا ؤ، چې افغانان په خپل هېواد کې له خپلو توکو استفاده وکړي، تر څو د هغو توکو د کارونې مخه ونیول شي، چې له بهرنیو هېوادونو څخه واردېدل. دننه په هیواد کې توکي په لوړ کیفیت سره تولیدېدل. د یادونې وړ ده چې د هېواد اقتصادي اړیکې له ګاونډیو هېوداونو سره په بېلابېلو وختونو کې متفاوتې وې. له ګاونډیو هېوادونو، په ځانګړې توګه له پاکستان، ایران او روسیې سره د هېواد سوداګریزو اړیکو څرنګوالي پر سوداګریزو اړیکو اغېز ښندلی دی. یواځېنی هېواد چې زموږ په ګاونډ کې پروت دی، هغه هندوستان دی، چې له افغانستان سره یې سیاسي او اقتصادي اړیکي تل روښانه او پرمختلونکې دي. له چین سره د ورته اړیکو په برخه کې ویلی شو چې په دې وروستیو کلونو کې ډېر ښه والی راغلی دی، د پاتې نورو هېوادونو لکه پاکستان، ایران او روسیې سیاسي او اقتصادي اړیکي تر ډېره د نیوکو لاندې راغلي او تر نن ورځې پورې د افغانستان دولتې چارواکې ورڅخه سر ټکوي. دا هغه هېوادونه دي چې تل یې د افغانستان پر وړاندې دوه ګوني او ناوړه سیاستونه لوبولي دي. پاکستان یواځېنی هغه هېواد دی چې له تېرو څو لسیزو راهیسې د افغانستان په ورانۍ کې خپل رول ادا کړی دی او له دې حقیقت څخه هېڅوک سترګې نه شي پټولی، ځکه داسې ډېر ښکاره حقیقتونه مو د رسنیو له لارې اورېدلي او لیدلي دي چې د پاکستان لوړ پوړو چارواکو په ډاګه سره د افغانستان د ویجاړونې په اړه څرګندونې کړې دي.
اوس غواړو چې د افغانستان موجوده سوداګریزو اړیکو ته یوه لنډه کتنه وکړو،  چې افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره څه ډول سوداګریزې اړیکې لري او دا اړیکې تر کومه بریده زموږ په ګټه دي.
هغه ارزښت ته په کتو سره، چې اقتصاد په نړیوالو اړیکو کې خپل  کړی دی، د هر هېواد استازي هڅه کوي چې خپلمنځي سوداګریزي اړیکې سره نږدې کړي. افغانستان هم د هغو سیاسي تحولاتو د اغېزې له کبله چې په دې وروستیو کې رامنځته شوي دي، دومره یې وکړای شول چې له خپلو ټولو ګاونډیو سره غوره سوداګریزي اړیکي ولري. له همدې امله د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د صادراتي مالونو کچه له حده ډيره شوې، ځکه چې افغانستان د خورا ښه اقتصادي ظرفیت لرونکی دی او په ډیره لږه موده کې یې د ګاونډیو هېوادنو ترمنځ د تجارتي فضاء د رامنځته کېدو په برخه کې مهم رول تر سره کړ. خو د افغانستان په اړه نا سم ذهنیت د پاملرني وړ موضوع ده چې ګاونډیان تر ډېره افغانستان ته له اقتصادي لید لوري نه، بلکې له سیاسي هغه څخه ګوري. که په تجارتي او اقتصادي اړیکو کې سیاسي علاقې او سلیقي کمرنګه شي، د دغو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ ورته اړیکي پیاوړي کېدلی شي او افغانستان په سیمه کې د تجارتي فضا د ښه والي په برخه کې خپل مهم رول ترسره کولای شي، خو له بده مرغه دلته دننه په افغانستان کې داسې یو اداري نظام نه لرو چې خپلې شته اړیکې له ګاونډیو هېوادونو سره په برابره توګه پرمخ یوسي. بله مهمه موضوع چې باید زموږ دولت ورته پاملرنه وکړي، هغه د افغانستان کورني تولیدات دي. نن ورځ په افغانستان کې داسې ډېر مصرفي توکې شته چې تولیدیږي، خو د افسوس ځای دا دی چې بازار ورته نه لرو او نه د دولت له خوا ورته پاملرنه کیږي. هغه مصرفي توکي چې زموږ په هېواد کې تولیدېږي، دولت ته په کار ده چې بازار ورته پیدا کړي او بازار به هغه وخت ورته برابریږي چې دولت پر مشابه یا ورته توکو باندې ګمرکې تعرفې لوړه کړي، ترڅو د هېواد کورني تولیدات حمایه شي او دننه په افغانستان کې ورته منظم بازار پیدا شي. د دې ترڅنګ بله مهمه موضوع چې دولت یې باید په پام کې ونیسي، هغه د افغانستان اوسنۍ سوداګریزې چارې دي. افغانستان اوس د تجارت یا سوداګرۍ په برخه کې یو لیبرال هېواد دی، په داسي حال کې  ګاونډي هېوادونه یې له حمایوي تجارتي سیاست څخه پیروي کوي او دغه سیاست په افغانستان کې د داخلي تولید او استخدام د زیاتوالي هڅې له ستونزې سره مخ کولای شي، لکه چې جوته ده نن سبا د هېواد کورني تولیدات له همدې ستونزې سره مخ دي.