د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

زمونږ کندوز

سهراب ویسا 01.10.2015 21:53

کندوز د افغانستان شمال ختیځ ولایتونو څخه ېو ولایت دی چې مرکز یې د کندوز ښار په نوم یادیږي، دا ولایت د افغانستان ېو له تجارتي او بندرې ولایتونو څخه ګڼل کیږي، د کندوز په شمالي سرحد کې آمو سیند بهیږي. تر ډيرو کلونو پورې د کندوز نفوس کم ؤ او مرکز یې د خان آباد ښار په نوم یادیده، په اوسني عصر کې د کندوز ښار ډیره ګڼه ګوڼه لري ځکه چې ارواښاد محمد ګل خان مومند او ارواښاد شیر خان خروټي د هیواد له ختیځو، جنوبي او نورو سیمو څخه ډیری هیوادوال و هڅه ول چې کندوز ته لاړ شي، ځینو ته یې په ارزانه بیه ځمکې ورکړلي او ځینو نورو ته یې همداسي په وړیا توګه ځمکي وروبښلي چې په همدې ډول سره په کندوز کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته شوه.
ویل کیږي چې په پخوانیو وختونو کې د آمو د سیند په غاړه ېوه کلکه او مستحکمې کلا شتون درلود، چې د تاریخي جګړو په مهال ویجاړه شوي وه او بیا د امان الله خان په وخت (۱۳۰۰ هجری شمسی کې) د دوهم ځل لپاره جوړه کړای شوه، دا ډول ډير ښایسته او تاریخي ځایونه په کندوز کې شتون لري خو د افسوس ځای دا دی چې زمونږ د ګران هیواد دښمنان له حده ډیر دي ځکه خو مونږ ارام ته نه پریږدي چې د خپل هیواد څخه خوند واخلو او زمونږ هیواد وال پوه شي چې د ځمکني جوړښت له اړخه د افغانستان خاوره په نړۍ کې ساري نه لري. پاتې دي نه وي چې کندوز ولایت ېو له هغه سمسورو، اباده، ولایتونو څخه دی چې ښه زراعت لري، دا ځکه چې یاد ولایت خوږي اوبه او ښایسته هوا لری او د دي ولایت آب او هوا هر ډول زراعت ته مناسبه ده.
که د آب او هوا له اړخه کندوز ته وکتل شې د اوړی په موسم کې یې تودوخه تر۴۳ سانتي ګراد پورته په اوسطه توګه ۳۰ درجې او د ژمي تر صفر درجي راښکته کیږی. کلنی اورښت یې د ۳۰۰ – ۴۰۰ ملې مترو په منځ کې اټکل شوی. له بهر نه ۴۳۳متره ارتفاع لري، پسرلی یې تود او ژمی معتدله هوا لري. دا ولایت د غبرکوه، د قره باتور او خواجه عبدالقاسم په نوم مشهور غرونه لري. د خان آباد سیند، د ګاوکش نهر، د کندز نهر، د کندز سیند، نهر تقي او دعلې آباد نهرونه د دې ولایت د سمسورتیا سبب ګرځي، په کندوز ولایت کې غوره لیسي او حرفوي ښونځي هم شته، پهلواني، بزکشي، نیزه بازي او سیمه ییزې لوبې په کې ډير دود دي، لکه څنګه چې مخکې یادونه وشه چې په کندوز ښار کې ډيری تاریخي آثار شتون لري، د ذال کلا او د کندوز زړي کنډوالي ېو له تاریخي اثارو څخه ګڼل کیږي چې بودیزم د دورې او د ګریکو بودیزم او ګریک، حتي باختري سکې هم په همدغه تاریخي ځایونو کې ترلاسه شوي دي. د کندوز ښار ېو زړو مسجد هم لري چې تقریباً ۳۰۰ کاله قدامت لري، د یادوني وړ ده چې په دي ولایت کې د افتاب پرست ګل، وریجي، کونځلې او زغر، ښه حاصل ورکوي او پوره شل کاله یې د پنبې تولید لومړی مقام درلود. په کندوز ولایت کې د غوړیو ېوه ښه فابریکه هم وه چې د ورځې به یې څو ټنه غوړي تولیدول، د دي ترڅنګ د وریښمو صنعت هم په کې پرمختګ کړی ؤ، د کندوز ولایت خټکې هم د یادولو وړ دي چې د امام صاحب په نوم یې پيژنو ځکه چې نړیوال شهرت لري. په کندوز ولایت کې ۱۰۴۸۰۰۰ اکړه آبی او ۴۲۸۰۰۰ اکړه للمي ځمکې څخه کړهڼیز تولیدات ترلاسه کیږي او ۱۷۴۷۰۰ جریبه ځمکه يې د پستې، بادام، سنځلو، عکاسي، څنارونو او ځنګلونو نیولي ده.
زمونږ د ګران هیواد افغانستان هر ولایت همداسې ښکلي آب او هوا لري، خدای پاک مونږ ته د نړۍ په سر پخپل هیواد کې ډير نعمتونه راکړي، خو دلته دننه په هیواد کې داسي نظام، داسي دولت دارې یا داسي دولتي ادارې مونږ ته په برخه شوي نه دي چې له یادو نعمتونو څخه په ارامه فضاء کې خوند واخلو.
د رواني میلادې میاشتي په لومړیو کې د هیواد دښمنانو په کندوز باندې داسې یرغل وکړ چې په تاریخ کې سارۍ نه لرې، زمونږ ګران هیواد وال یې در په در کړل، کورنه یې ورته ویجاړل کړل، ښونځي يې ورته وسوزول، روغتونونه یې ورته ویجاړ کړل، جوماتونه یې ورته ړنګ کړل، همداسې ډير نور زیانونه یې زمونږ هیوادوالو ته واړه ول، زه خو دي ته حیران پاتې یم چې کله به زمونږ په هیواد کې داسي خلک پیدا شي چې خپلو ملي ګټو باندې و نازیږي، او ووایې چې د سر په بدل کې یې هم چا ته نه ورکوم. نن ورځ د هر افغان او هیواد پال زړه ژاړي اما نه پوهیږم چې هغه انسان به د څه ډول ويژدان خاوند وي چې په کندوز کې د افغان په نوم پاڅیږي او خپل کور پخپل لاس ویجاړه وي. دا به څنګه په ځان ویاړي، دا به څنګه ځان ته انسان وايي چې د انسانانو په قدر نه پوهیږي؟ .... اخیر تر کله به دا لړۍ روانه وي! زما له زړه خو دا ډول کسانو ته فقط ېو اهه وځي، او خدای پاک دې د هغه کسانو پښي او لاسونه شنډ کړې چې زمونږ په ګران هیواد کې یې اور بل کړی، او له بلې خوانه زمونږ د هیواد لوړ پوړي چارواکې ملامت دي، ځکه دوي تراوسه پورې داسي پلان نه لرې چې د دښمن په وړاندې څه ډول اقدام وکړي او څنګه یې ځالي دننه په هیواد کې له مینځه یوسي. خپلو ټولو لوړ پوړو چارواکو ته همدا وینا لرم چې تاسو خو په پردیو هیوادونو کې خپل د ځوانی عمر ځړښت ته ورسه ؤ، هلته مو ډير څه لیدلي او ډیر څه مو په نامتو، نامتو پوهنتونونو کې لوستلي، غټ، غټ سندونه مو د پروفیسوري له ځانه سره هیواد ته راوړي، حتې د ځینو معلوماتو له مخې پردیو هیوادونو ته مو اقتصادي کړنلارې جوړی کړي، که له بل اړخه وکتل شي تاسو په پردیو هیوادونو کې د نړۍ په سطحه د دوهم مفکر یا دریم مفکر په نوم مشهور یاست، بیا دننه په هیواد کې تاسو ېو منظم پلان نه شي جوړه ولي؟ کله چې تاسو د ولسمشرۍ څوکۍ ته ولاړ وي، نو غټۍ غټۍ خبرې مو کولي، خپل هیوادوال مو دوکه کړل، اما نن ورځ ستاسو هر پلان، ستاسو هر کار له خنډ او شنډ سره مخ دی. دا څنګه دکتوره ده چې محترمه ته یې لرې او تا له ځانه سره افغانستان ته راوړي؟ دا څنګه کارې پلان ؤ چې تا د افغانستان د بیا ودانه ولو لپاره جوړ کړی ؤ؟......... داسي ډیري خبرې مې په ذهن کې جوړیږي خو د افسوس ځای دا دی چې هیڅ ځای هم نه نیسي، اخیر خو مونږ خپله لار ورکه کړي چې په کومه روان شو، او له خدایه غواړو چې د هیواد دښمن، هغه که هرڅوک وي همداسې پرې لاره ورکه شي لکه څنګه چې یې نن په مونږ ورکه کړي.