د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ترکله به دا حال وي

سهراب ویسا 14.09.2015 11:58

باور وکړی تر ډیره حده په دي سوچ کې وم چې زه د دي عنوان لاندې (تر کله به دا حال وي!) څه ولیکم، په ذهن کې مي داسي ډیري خبري راغلي چې ما ورته د لومړیتوب حق ورکړ چې د سپین کاغذ په سر یې ولیکم اما بیا یی هم ما ته خوند را نه کړ، نو اوس راځم خپلي اصلي موضوع ته چې زمونږ په ګران هیواد افغانستان کې به تر کله داسي ېو وضیعت وي چې تل به مونږ ورسره زوریږو او تل به ورسره کړیږو، تل به زمونږ ځوانان هڅه کوي چې پردیو هیوادونو ته پناه یوسی.
په دي ورځو کې اروپایی هیوادونو ته د مهاجرینو د ورتګ لړۍ په ډیره چټکې او په نړیواله کچه ګرمه ده، له بې وزلو،جنګ ځپلو، سیاسي بحران ښکار او نورو ستونزو سره چې کوم هیوادونه لاس او ګریوان دي د یادو هیوادونو اکثریت مهاجرین اروپایی هیوادونو ته ستانه کیږي چې بدبختانه د تل په شان په دي مهاجرینو کې زمونږ افغانان هم شامل دي، خو دا ډول ډلیز مهاجرتونه او تیښتي د ېو ملت بربادي او د ېو هیواد تباهي ده، که له ېوي خوا وکتل شي زمونږ هیواد له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان دی، حکومتي ادارې تقریباً له ماتې سره مخ دي د هیواد په اکثره برخو کې پردیپالو خپلو شومو اهدافو ته دوام ورکړي او ورځ تر بلي د هیواد لري پرتي سیمي نا امنه کیږي، داسي نه ده چې زمونږ دولت له دي پيښو څخه خبر نه دی، زمونږ دولت د هیواد نا امنه سیمو څخه ښه خبر دی اما د امکان تر حده وس او توان په دولتي ارګانونو کې نه لیدل کیږي چې د یادو سیمو امنیت خوندي کړي. دا زړه ستړونکي حالت به تر کله زمونږ په هیواد کې روان وي! ترکله به مونږ دښمن دولت ته په ګوته کؤ چې بیا یی غمه وخوري! نه، اوس د اقدام کولو وخت را رسیدلي دی ، زمونږ دولتي لیډرانو ته په کار ده چې په دي برخه کې جدي ګامونه پورته کړي، نړیوالو ته باید ثابته کړي چې افغانان خپل دښمنان پيژني او په لمینځه وړلو کې یې شک نه لیدل کیږی. زما په اند دا ډول جدي اقدام هغه مهال زمونږ دولت د دښمن په وړاندې اخیستلي شي چې دننه په هیودا کې زمونږ لیډران ېو او بل ته لاس ورکړي او په دي برخه کې مالي او ځاني قرباني ته اماده شي، مونږ خو له پخوا نه دا ډول قرباني ته حاضر ؤ او تل حاضر پاتې شوي یو لیکن زمونږ لیډارنو ته پکار ده چې اول خپل مینځي لانجو نه لاس واخلي، پخپل مینځ کې متحد شي تر څو د ېو موټی په شان د دښمن مقابل ته ودریږي او ېو داسي جدې ګام په دي برخه کې پورته کړي چې د خپل هیواد هره نارامه سیمه کې ثبات او امنیت رامینځته کړي، او غمځپلو افغانان ته دا ثابته کړي چې مونږ ېو موټي ېو او د هر پردیپال لپاره توره ېو ترڅو خپل هیودا له دښمنانو څخه وژغورو، بیا به لري نه وي چې ېو سپيڅلي، بریالی، هوسا هیواد ونه لرو.
زمونږ د هیواد لرې پرتي سیمي چې خلک یې په کرهڼو او بازګریو بوخت دي او د همدې لارې خپل ځان ته د ژوند غله برابره وي ، ېو ساده ژوند پرمخ وړي خو بیا هم ځینی داسي پردیپاله کړي دلته دننه په هیواد کې لرو چې دغه ساده او بې ګناه انسانان خپل ساده ژوند کولو ته نه پریږدي، ځیني یې ښونځي سوزه وي، ځیني روغتونونه له مینځه وړي، ځیني نور یې په بیلا بیلو موضوعاتو کې ښکیل ګڼي او وژني يي، تر کله به مونږ پخپل کور کې خپل وروڼه او خویندي داسي په بې رحمانه توګه زوره ؤ او وژنو به یې، دا هغه خبري دي چې دننه په افغانستان کې حقیقت لري، د دي تریخ حقیقت څخه هیڅوک سترګي نشي پټه ولي.
زمونږ هیواد وال چې تل یې غمونه ګاللی او تر نن ورځي پوري د غم په ټغر ناست دي، دا لړۍ به په مونږه افغانانو باندې تر کله روانه وي، او تر کله به داسي ېو وضیعت کې ژوند کؤ چې زمونږ ژوند مونږ ته مفهوم ونه لري، او د خپل ژوند په خوند پوه نه شو، راځي چې ېو ځل خپل ګریوان ته سر ټیټ کړو او د ېو څو شیبو لپاره فکر وکړو چې ایا مونږ واقیعاً ژوندي ېو! دا ژوند دی چې مونږ افغانان یې پخپل هیواد کې تیره ؤ! هیواد خو د انسان لپاره د خپل کور په ډول وي، ایا مونږ پخپل کور کې خپله اور بل کړي او که د پردیو له لاسه داسي ټکول کیږو؟ دا څنګه کور پالنه ده چې مونږ پخپل کور کې پخپله اور بل کړي او د اور خاموشه ولو چل مونږ ته نه راځي؟ تر کله به په نړۍ کې داسي بې وسه ځان بولو چې د خپل کور دیوالونه پخپلو لاسونو نشو جوړه ولي، که قرباني وي مونږ په دي برخه کې بې سارې قرباني ورکړي، که انسان پالنه وي مونږ په دي برخه کې له ډیرو سره انسان پالنه کړی. که هر څومره د هیواد په ورځنیو حوادثو تمرکز وکړو نو هغومره به د ېو افغان او هیواد پال فکر، سوچ خرابیږي حتي دي ته به مجبور شي چې اوتې بوتي ووايي...... له دي خبرو څخه به تیر شو او خپلې اصلې موضوع ته به راشو.
افغانستان ېو تکړه او پیاوړی لیډر یا لارښود ته اړتیا لري چې د هیواد سیاسي اړیکي او روابط له نورو هیوادونو سره هغه که ګاونډي هیوادونه دي او یا بهرني هیوادونه دي، له دي هیوادونو سره خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې په ېو منظم سیستم سره پرمخ بوځي، او د دي ترشاه د افغانستان داسې ېو تکړه لیډر ته په کار ده چې په دي برخه کې ېو منظم ادارې سیستم هم ولري ترڅو یادي اړیکې و څیړي، او د مثبتو اړیکو ستاینه یې وکړي، که چیرته په مثبتو اړیکو کې د ستایني وړ ټکې ونه لیدل شې لیډر یا لارښود ته په کار ده چې د ستونزي د حل په برخه کې له مقابل لورې سره خبرې وکړي ترڅو د ستونزي د حل په برخه کې اقدام پورته شي او د پردیپالو لاسونه د هیواد په هر سیستم کې چې وي لنډ او شنډ کړي. مونږ ټول افغانان د داسې ېو لیډر یا لارښود په تمه ېو خو د افسوس ځای دا دي چې مونږ پخپل لاس له دا ډول خلکو څخه ځان بې برخي کړي، که چیرته دننه په هیواد کې داسي ېوکس پیدا هم شي نو ډیر ژر به یې هم نوم او هم به یې جسد د خاورو لاندې وموندو. اما بیا هم پخپلو هیواد والو ویاړم چې تر نن ورځي پورې په سور تندور کې ژوند کوي اما د هیچا له خولې څخه به اهه هم وانه وري، دا ځکه چې زمونږ هیوادوال کلکه عقیده لرې، او د همدې کلکې عقیدي او عظم پایله ده چې نن سبا افغانان بیا هم پخپل مینځ کې د دښمن په وړاندې ولاړ دي او د هیواد څخه د خپل توان تر حده دفاع کوي.
تر ټولو مهمه موضوع چې ټول افغانان او هیوادوال یې غوښتونکي دي هغه د یوالي، یوموټېتوب موضوع ده. زمونږ هیوادوال له خپلو ټولو لیډرانو څخه همدا ېوه هیله لرې چې پخپل مینځ کې سره متحد شي، د هغه شخړو او لانجو څخه لاس واخلي چې د دي خوار ملت د تباهی سبب ګرځي، او داسې ېو منظم سیستم په هیواد کې رامینځته کړي چې د هر افغان اړخ په هیواد کې د ثبات په لمن ولږي، او د افغانانو په زړه کې دا احساس پیدا شي چې هیواد څه شي ته وايي، او د خپل هیواد حکومتداري څومره خونده وره وي.