د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د ایلۍ بد رنګه چورګوړی

پوهندوی آصف بهاند 13.09.2015 12:57

لیکوال: هانس کریستیان اندرسن                 
ژباړونکی: آصف بهاند   
د ایلۍ بد رنګه چورګوړی
Den grimme ælling
لومړۍ برخه
اوړی و، په کلي کې هر څه ډیر ښکلي وو. غنمو رنګ اړولی و، وربشئ شنې وې، په چمنونو کې واښه له خیال نه دانګې وانګې پراته وو، ډینګان(لک لک) په خپلو اوږدو سرو لینګیو ولاړ او په مصري ژبه یې خبرې کولې، هغه ژبه چې له مور نه یې زده کړې وه. د چمنونو او شنو جلګو شاوخوا کې لوی ځنګلونه ولاړ وو او د ځنګلونو په منځ کې ژور سیندونه وو. هوکې، په کلي کې هر څه ښکلي وو! د لمر تر وړانګو لاندې دیوه شتمن(ارباب) کور و چې چار چاپیره یو ژور خندک ور نه را تاو و. د کور له دیوالونو نه د اوبو تر څنډې پورې د بابا آدم د بوټي(ډنمارکي کلمه) پاڼې شنې شوې وې او دومره جګې شوې وې چې واړه ماشومان یې تر پاڼو لاندې دریدلای شول. دا ځای داسې ګڼ و لکه وحشي ځنګل. هلته یوه بتکه په خپله ځاله کې ناسته وه او له هګۍ  نه د خپل بچي را وتلو ته سترګې په لاره وه. ډیر انتظار ستړې کړې وه، خو د بچي د را وتلو پته نه لګیده. نورې بتکې د دې په غم کې نه وې چې راشې دې سترګې په لارې ایلۍ ته د بوټو تر پاڼو لاندې سندرې وبولي، هغوی کرار د اوبو پر سر روانې وې.
په پای کې هګۍ پر له پسې ماتیدلې. غږ شو کړاغ کړاغ او ټولې هګۍ ژوندۍ شوې او چورګوړو خپل سرونه د باندې را ویستل.
بتکې و ویل:«قُت، قُت!» د وړو چورګوړو یوازینی کار چې زده و دا و چې د جیک جیک نری غږ وباسي او تر شنو پاڼو لاندې هرې خوا ته وګوري. مور یې اجازه ورکړه، څومره چې یې زړونه غواړي، ودې ګوري ځکه چې شین رنګ سترګو ته ګټه لري.
    د بتکې چورګوړو و ویل:«دنیا څومره لویه ده!»
او اوس دوی په داسې ځای کې وو چې له پخواني ځای سره یې ډیر توپیر درلود، دوی پخوا د هګیوو په منځ کې ویده وو.
د چورګوړو مور و ویل:«داسې فکر مه کوئ چې ټوله نړۍ همدا ده. دنیا د یوې اوږدې لارې په شان د بڼ هغه لوري ته هم غځیدلې ده، آن د کشیش تر ښونځي پورې، خو زه تر اوسه هلته نه یم تللې! زه هیله لرم چې تاسې هم همدلته پاتې شئ!»
بیا له ځایه جګه شوه پښو لاندې یې وکتل او وې ویل:«ڼه، تر اوسه ټول له هګیوو نه دي را وتلي، لویه هګۍ تر اوسه ځای پر ځای ده، څومره نور وخت به ولګیږي، نوره ستړې یم!» او بیا پر هګۍ کیناسته.
زړه بتکه یې چې لیدلو ته راغلې وه، و ویل:«ښه، اوضاع څنګه ده؟»
بتکه په داسې حال کې چې پر هګۍ ناسته وه، و ویل:«دې یوې هګۍ سره لکه یوه پیړۍ وخت پسې اوږدیږي، حتی نه شي کیدای چې سورۍ شي، هغوی ته وګوره، دا تر ټولو ښکلي چورګوړي دي چې تر اوسه پورې ما لیدلي دي! هغوی ټول خپل پلار ته پاتې کیږي، هغه نا ولی هیڅکله زما لیدلو ته نه راځي!»
زړې بتکې و ویل:«پریږده چې دا روغه هګۍ یو ځلې وګورم. دا د فیل مرغ هګۍ ده. ما ته هم یو ځلې همداسې را پیښه شوې وه، ته نه پوهیږې چې زه چورګوړو سره څومره په تکلیف شوم! هغوی له اوبو نه ډیر ویریدل، نه مې شول کولای چې هغوی د باندې وباسم. پر له پسې مې قُت قُت او تق تق کول، خو ګټه یې نه کوله. پریږده چې وې ګورم. بلې! بیخي د فیل مرغ هګۍ ده. دا همدلته پریږده او نورو ماشومانو ته لمبل ورزده کړه.»
بتکې و ویل:«لږ به نوره هم ورباندې کینم، ډیر وخت شو چې دلته ناسته یم، کولای شم لږه نوره هم ور باندې کینم.»
زړې بتکې و ویل:«څنګه دې زړه غواړي.» او نوره په خپله مخه ولاړه.
او په پای کې لویه هګۍ هم ماته شوه. څنګه چې چورګوړی له هګۍ نه را و وت، وې ویل:«پیپ! پیپ!» ډیر غټ او بد شکله چور ګوړی و. بتکې هغه ته وکتل او وې ویل:«عجیب ډارونکی غټ چورګوړی دی! یو زره هم دا نورو ته نه پاتې کیږي. حتمي به د فیل مرغ چورګوړی نه وي. ښه ډیر ښه، ډیر ژر به پوه شم! باید اوبو ته لاړ شي، حتی که اړوزم په لغته یې هم اوبو ته غورځوم!»
یوه ورځ وروسته ډیره ښه هوا وه. د اوبو په اړخ کې د لویو پاڼو باندې لمر ځلیده. بتکه له خپلو ټولو چورګوړو سره د ډنډ د اوبو په لوري وخوځیده. سړپ شو او مور اوبو ته ور ګډه شوه او وې ویل:«قُت! قُت!  او چورګوړو یو په بل پسې ځانونه اوبو ته ور وغورځول. اوبه یې سر پورې ورسیدې، خو بیا نیغ پاس راغلل ، خپلې پښې یې خوځولې او په ښایسته ډول  د اوبو پر سر مخ پر وړاندې ولاړل، او بد شکله خړ چورګوړی هم له نورو سره په لمبلو لمبلو روان و.
بتکې له ځان سره و ویل:«نه، دا فیل مرغ نه دی. وګورئ خپلې پښې څومره ښې کاروي! څنګه ځان نیغ د اوبو پر سر ساتي! زما خپل ښکلی چورګوړی دی! که ښه ورته ولیدل شي، دومره بد رنګه هم نه دی. قُت! قُت! اوس له ما سره راځئ، تاسو یوې دنیا ته بیایم او د بتکو بڼ کې مو نورو ته  ور پیژنم، خو هر کله به ما ته نږدې اوسئ چې څوک مو پښو لاندې نه کړي. پیشکې ته مو هم پام وي!»
او بیا د بتکو بڼ ته ورغلل. هلته ډارونکي غږونه وو. د دوو کورنیو د مار ماهي پر سر باندې دعوا کوله، خو په پای کې یوې پیشکې هغه تر لاسه کړ او وتښتیده.
څنګه چې د چورګوړو مور هم د ماهي د ککرې په فکر کې وه، نو خپله ټونګه(منقار) یې و څټله او وې ویل:«وګورې! د دنیا کار دغسې دی!» بیا یې خبره داسې وغځوله:«وښورئ، پښې مو و خوځوئ، داسې یې و ښيئ چې کولای شئ د بتکې غږ ایستلای شئ، خپله غاړه هغې مشرې بتکې ته ټیټه کړئ! هغه د دې ځای تر تولو ښه موجود دی! هغه اسپانوۍ وینه لري، د همدې له پاره هغه غټه او درنه ده. تاسو وګورئ، هغه سره جنډه یې چې په پښو پورې تړلې ده، د ځانګړیتوب نښه یې ده، دا نښه څوک نه شي ور نه اخستلای، دا هغه څه دي چې هغه له نورو خلکو او نورو څارویو جلا کوي! غږ وباسئ! ګوتې مو مه خوشې کوئ! یو روزل شوی چورګوړی لکه خپل مور او پلار خپلې پښې یو له بل نه لږ لرې نیسي! اوس مو خپله غاړه ټیټه ونیسئ او و وايئ: قُت!»
چورګوړو هم هماغه کار وکړ چې ورته ویل شوی و. نورې بتکې چې هلته را ټولې شوې وې کتل یې او په لوړ غږ یې ویل:«وګورئ! لکه چې تر اوسه پورې موږ ډیر لږ وو، اوس به موږ یوه ډله شو. وګورئ هغه بل چورګوړی څه ډول دی! نور هغه نه شو زغملای!» یوه بتکه والوتله او د یوې بلې غاړه یې په غاښ کړه.
د چورګوړو مور نارې کړې:«خوشې یې کړئ، هغه څه نه دي کړي!»
په غاښ کوونکې بتکې و ویل:«نه، هغه ډیر غټ او عجیب شی دی، باید تنبه کړای شي!»
مشرې بتکې چې سره جنډه یې په پښه پورې تړلې وه ، و ویل:«دا بتکه ښایسته بچیان لري، پرته له دا یوه نه، نور ټول یو له بل نه ښکلي دي. دې به هم چانس نه درلود، ډیره خواشینونکې ده چې بیرته یې نه شي سمولای!»
د چورګوړو مور و ویل::«دا چې یو چورګوړی نورو غوندې ښایسته نه دی، اوس څه نه شو کولای، خو ښه خوی او عادت لري په اوبو کې تلای شي او حتی له نورو نه ښه، فکر کوم د لوییدو په لړ کې ښکلی شوی هم دی، ډیر به یې وجود غټ هم نه شي. کله چې په هګۍ کې و، ډیر اوږد و، د همدې له پاره یې و نه شو کړای چې یوه ښه بڼه ولري!»
کله چې د چورګوړو مور دا خبرې کولې، د بد شکله چورګوړي غاړه یې پاکوله او اضافي بڼکې یې ښکته تویولېاو داسې یې زیاته کړه:«له دې نه پرته ډیره مهمه نه ده، ځکه چې هغه یو نارینه چورګوړی دی. فکر کوم چې هغه به په پوره اندازه قوي شي چې ځان ښه وځلوي!»
مشرې بتکې و ویل:«نور چورګوړي زړه وړونکي دي، داسې یې و انګیرئ چې خپل کور مو دی، که مو د مار ماهي ککره پیدا کړه، کولای شئ ما ته یې راوړئ!»
همداسې و لکه خپل کور کې چې وي.
خو دا چورګوړی چې له ټولو نه وروسته له هګۍ نه راوتلی و او لږ بد شکله هم و، نورو بتکو، چرګو اوچرګانو به په ټونګه باندې سکونډه، ټیله کاوه به یې او مسخرې به یې ور پورې کولې او ټولو به ویل:«ډیر غټ دی!»
یو بل فیل مرغ چې فکر یې کاوه چې کوم اوسپنیز شی په پښو دنیا ته راغلی دی او ځان یې  امپراتور ګاڼه، ځان یې لکه بادي کشتۍ  پړسولی و، نیغ د بد رنګه چورګوړي خوا ته ورغی او دومره و ټقیده چې رنګ یې تک سور شو! خوارکوټی بد رنګه چورګوړی نه پوهیده چې چیرې ولاړ شي او چیرې ودریږي. ډیر غمجن و، ځکه چې بد رنګه و او په کرونده کې د ټولو د خندا وړ.
لومړۍ ورځ دغسې تیره شوه او وروسته له هغه نوره پسې بد تره شوه. بد رنګه چورګوړی هر چا ټیله کاوه حتی خپل خویندې ورونه هم ور سره ښه نه وو او تل به یې ویل:«بد قواره مرغآوۍ، کاشکې پیشکې ته په لاس ورغلی وای!» مور به یې ویل:«کاشکې ته نه وای!» نورو چورګوړو به سکونډه، مرغانو به په ټونګه باندې واهه او هغې نجلۍ به چې څارویو ته د خواړه اچول، دې ته به یې لغته ورکوله.
یوه ورځ چې خپلې سترګې یې تړلې وې منډه یې کړه او د دیوال د لرګیو له سر نه  داسې والوت چې د بوټو په منځ کې نور واړه الوتونکي  له ډار نه هوا ته والوزول او له ځان سره یې و ویل:«د دې له پاره چې زه ډیر بد شکله یم!» هغه لاړ او داسې یوه ډنډ ته ورسید چې هلته وحشي بتکو ژوند کاوه. ډیر ستړی ستومانه و، ټوله شپه هلته ویده شو.
سبا سهار ته، کله چې وحشي بتکې راغلې، خپل نوي ملګري ته یې وکتل او وې پوښته:«ته څه شی یې؟»
ښکلې بتکې شاو خوا کتل، تر څو یې کولای شول درناوی یې وکړ.
وحشي بتکو و ویل:«ته په رښتیا بد رنګه یې! خو موږ ته مهمه  نه ده تر، هغو چې تا زموږ په کورنۍ کې واده نه وي کړی!»
خوارکوټی چورګوړی! هغه لا د واده په باب فکر هم نه و کړی، یوازاې دې بسنه کوله چې هغه پریښودل شي چې د بوټو په منځ کې  پاتې شي او د ډنډ له اوبو نه لږ وڅښي.
هغه دوې ورځې هلته پاتې شو، او بیا دوه نارینه وحشي زاڼې راغلې، هغوی هم څه موده وړاندې له هګۍ نه وا وتلي وو، له همدې کبله ترو تازه او په ځان باندې ډاډه ښکاریدل.
هغوی و ویل:«ګوره انډیواله، ته سره له دې چې بد رنګه یې، خو په موږ به ګران یې! خوښه دې ده چې د یو مهاجر الوتونکي اوسې او له موږ سره والوزې؟ دلته نږدې یو بل ډنډ دی، هلته څه نورې ښایسته زړه وړونکې وحشي زاڼې ژوند کوي، ټولط ښځینه دي، کولای شي قُت قُت وکړي! ته کولای شې په همدې بده قواره خپل بخت هلته وآزمیې!»
«بِنګ! بِنګ!» نا څاپه د ډزو غږ شو او د دوو وحشي زاڼو مړي د د نیزار په منځ کې ولویدل او د ډنډ له اوبو سره وینې ګډې شوې. «بِنګ! بِنګ!» نورې ډزې هم وشوې او ټولې وحشي زاڼې د نیزار له منځ نه والوتلې او بیا هم د ډزو غږ شو. دا غټ ښکار و، ټول ښکاریان د ډنډ شاو خوا ته را ټول شوي وو، حتی ځینې ښکاریان د ونو په څانګو کې ناست وو او سم د نیزار له پاسه را وزوړند وو. د ونو په منځ کې شین لوګی خپور شو او د اوبو د پاسه معلق ودرید. د خټو اوچیکړو په منځ کې د ښکاري سپیو د تګ شړپهاری شو او د ډنډ په منځ کې ټول ولاړ بوټي له هر لوري وښوریدل. خوارکوټي وړوکي چورګوړي ته بد ډارونکی حالت پیښ و. سر یې را واړاوه چې وزره لاندې یې پټ کړي، خو نا څاپه یې خوا ته یو غټ سپی، له اوږدې را وتلې ژبې او رډو ډاروونکو سترګو سره ودرید. سپي مخامخ چورګوړي ته خپل اوربوز ټیټ کړ او خپل تیره غاښونه یې ور وښودل او پرته له دې چې چورګوړي ته څه و وايي، ځان یې و ښوراوه، له ځان نه یې اوبه و څنډلې او په خپله مخه ولاړ.

د لومړۍ برخې پای