د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

هانس کریستیان اندرسن څوک و؟

پوهندوی آصف بهاند 26.07.2015 13:42

(H. C. Andersen)
(۱۸۰۵ــ ۱۸۷۵)

مشهور ډنمارکی لیکوال هانس کریستین اندرسن د ۱۸۰۵ د اپریل په دویمه د ډنمارک د اودنسې(Odense) په ښار کې زیږیدلی دی او وروسته له اویاوو کلونو ژوند نه، د ۱۸۷۵ کال د اګست په څلورمه د ډنمارک په کوپنهاګن(københaven) کې مړ شوی دی.
https://en.wikipedia.org/wiki/Hans_Christian_Andersen  
هانس د ډنمارک او نړۍ د نولسمې پیړۍ له پیژندل شوو او منل شوو لیکوالو څخه شمیرل کیږي. یو شمیر ادبي څیړونکو د ده ژوند په دغو برخو ویشلای دی:
ــ کوچنیوالی،
ــ د ځوانۍ دوران او ستونزې،
ــ ادبي ژوند او آثار،
ــ مړینه.
د هانس کریستیان اندرسن د کورنۍ په باب روایات په بیلابیلو بڼو ثبت شوي دي. نیکه یې په دې باور و چې د دوی کورنۍ د ټولنې له لوړو طبقاتو څخه وه او په اشرافو کې یې شمیرله، خو وروستیو څیړنو دا ادعا رد کړې ده.   
کومه بیوګرافي یې چې په کتابونو او انسایکلوپیدا کې ثبت شوې ده، هلته داسې راغلي دي چې پلار یې موچي و، چې نه یې کوم استاد درلود او نه یې هم شتمني، هر څه یې خپله زده کړي وو. پلار یې دیرش کلن و چې مړ شو او یولس کلن هانس یې یوازې پریښود. ده ته له پلار نه په طبعي ډول بې قراري، لیدل، فکر کول، لوستل او هغه استقامت په میراث پاتې شوی و چې دی یې په پای کې د بریالیتوب لوړو پوړیو ته ور وخیژاوه.
هانس به په کوچنیوالي کې له لرګیو څخه نانځکې جوړولې، خپله به یې تیاتر جوړواه او له همدې نانځکو سره به یې د شکسپیر آثار په خپله له یاده لوبول.
مور یې یوه نالوستې کلیواله ښځه وه چې په کلي کې به یې د خلکو جامې مینځلې، ډیرې ستونزې یې وګاللې، خو د همدې ستونزو په ګاللو سره یې خپل زوی ته د استقامت داسې درس ورکړ چې په راتلونکي ژوند کې هانس د دې له تجربو نه په استفادې سره پر ډیرو ستونزو لاس بری پیدا کړ.
هانس په ډیرې خوارۍ سره په بیلابیلو ځایونو کې فزیکي کارونه وکړل. د خپلې بد رنګې څیرې په خاطر به ډیر ځلې د خپلو ټولګیوالو او همکارانو د خندا او تمسخر وړ ګرځیده چې په پای کې یې د خپل ژوند همدا داستان هم ولیکه او نوم یې ورته«د مرغاوۍ بد رنګه چورګوړی» کیښود. په داستان کې کیسه داسې انځور شوې ده چې په کرونده کې کله چې د یوې مرغآوۍ چورګوړی له هګی نه سر پورته کوي، ډیر بد شکله وي، نو ټول مرغان او څاروي ورپورې خاندې، خو په پای کې له دې چورګوړي نه داسې یو ښکلی او د لوړ الوت مارغه جوړیږي چې ټول ورته حیران وي.
H.C.ANDERSEN Eventyr’ 2’ D`en lille havfrue’ 1994’ Odensa’ Denmark’ s:177-197
هانس یو تش لاسی څوارلس کلن تنکی زلمی و چې کوپنهاګن ته لاړ او لکه چارلي چاپلین په لارو کوڅو کې د یوه خندونکي(مسخره) په څیر سندرې ویلې اوپیسې یې تر لاسه کولې، بیا یې تیاتر کې هم د قدم ایښودلو چانس پیدا کړ او د ښه غږ په درلودلو سره آن سلطنتي تیاتر ته هم ورغی.
څو ښونځیو ته لاړ او په پای کې یې د سکندویایي ژبو تر څنګ جرمني او انګلیسي ژبې هم زده کړې. د خپلې مور او خپل پلار د میراث په رڼا او سیوري کې یې د ژوند د ډیرو ترخو او نا خوالو سره له مبارزې وروسته خپله لاره او خپل مسلک وټاکه: لیکل او لیکوالي.
هانس کریستیان لا دیرش کلن و چې شهرت یې تر لاسه کړ او د احترام وړ لیکوال په توګه وپیژندل شو. هغه تر دې وخته پورې یو څه شعرونه، نمایشنامې، یونلیک، داستانونه، او د ټوکو ټولګه خپرې کړې وې.
په ۱۸۳۵ کې یې د کوچنیانو له پاره د څلورو کیسو یوه ټولګه خپره کړه او وروسته له څه لنډې مودې نه یې یو څه نور داستاني آثار هم چاپ کړل او دې لیکلو او خپرولو ته یې لس کاله نور هم دوام ورکړ او دې ته ورته نور داستاني آثار یې خپاره کړل چې له ډنمارک نه د باندې د ده د شهرت سبب شول.  په دې ډله کې داسې آثار هم وو چې مخکې له دې چې په ډنمارک کې خپاره شي، په انګلستان او جرمني کې د همدې هیوادونو په ژبو وژباړل شول او خپاره شول.
هانس په ډیروهیوادونو کې د کوچنیانو او تنکیو ځوانانو د لیکوال په ډول پیژندل کیږي، خو حقیقت دا دی چې د ده آثار نه یوازې د کوچنیانو او تنکیو ځوانانو له پاره جالب دي، بلکې د مشرانو له پاره هم په زړه پورې دي او داسې يې جذبوي چې د لوستونکو  زړه غواړي په پرله پسې ډول یې ولولي او د ده د ژوند او آثارو له لوستلو وروسته هر لوستونکی په دې پوهیږي چې هانس کریستین اندرسن د لوی او واړه له پاره لیکنې کړې دي. دی د ټولو خلکو، ټولو نسلونو او ټولو وختونو لیکوال دی.
د هانس ژوند خپله یو اوږد او جالب داستان ته ورته دی. له ده نه چې څومره آثار پاتې دي، د ده فکر او استعداد ښه په کې ځلیدلی دی او دراک لوستونکي کولای شي پوه شي چې څنګه دی د ژوند په زینو کې قدم په قدم او پټه په پټه مخ پر وړاندې تللی دی.
 حقیقت دا دی چې د ده هر داستاني اثر د ده د خپل ژوند یو ډول نمایش او ښودل دي، هر اثر یې چې ولوستل شي، د ده د ژوند د پښې پل په کې موندل کیدای شي. ښايي داسې و ویل شي چې د ده له پاره لیکوالي د ده د ژوند  داستان بیانول دي.
کله چې دی وایي:«و،نه و، یو هلک و، چې ډیر بیوزلی و. پرته د تن له جامو نه یې هیڅ نه درلودل او هغه هم نورې ورباندې وړې شوې وې ...» دا توري او جملې په نیغه د ده د ژوند د هغه وخت انځور دی چې دی یو تش لاسی څوارلس کلن تنکی زلمی و چې له خپل زیږنځای اودنسې نه د کوپنهاګن پر لور روانیږي.
د ده د داستاني آثارو بله ځانګړنه دا ده چې دی کله کله نثر له داسې انځورونو، تشبیهاتو، استعارو او کنایو سره لیکي، لکه شاعران یې چې په شعر کې کاروي. وروسته له څو وارې لوستلو نه یې سړی په ډیر تعجب سره ویلای شي: نثر او دومره تشبیهات او انځورونه. د ده له«د سمندر وړه ښاپیرۍ                      » نومي داستان نه په انځورونو ښکلو څو جملو ته پاملرنه وکړئ:
« د سمندرونو واکدار کلونه پخوا خپله میرمن له لاسه ورکړې وه، خو شاهي ماڼۍ یې مور اداره کوله. هغه هوښیاره ښځه وه، خو په خپل اشرافي توب باندې له حده ډیره نازیدله، په خپله لکۍ باندې یې دولس صدپونه ایښي وو، په داسې حال کې چې اشرافیانو کولای شول یوازې شپږ صدپونه په خپله لکۍ پورې ونښلوي. سره له دې هم د ستاینې وړ ښځه ځکه وه چې له خپلو وړو لمسیانو، یعنې له وړو شهزادګیانو سره یې ډیره مینه کوله. دا شهزادګیانې شپږ وړې ښکلې سمندري ښاپیریانې وې، چې کشرۍ یې تر ټولو ښکلې وه. د څیرې رنګ یې د سرو ګلانو پاڼو ته پاتې کیده. او سترګې یې داسې آبي وې، لکه د سمندر د ژورو اوبو شین والی؛ خو هغې هم لکه د سمندر د نورو اوسیدونکو په څیر پښې نه درلودې او د وجود په پای کې یې د کب په شان یوه لکۍ درلوده.»
H.C.ANDERSEN Eventyr’ 1’ D`en lille havfrue’ 1994’ Odensa’ Denmark’ s:146-147.
هانس  پرته له  څو تلپاتې آثارو او ریښتیني شهرت نه بل هیڅ شی نه درلودل او دا آثار او شهرت یې وړیا نه وو تر لاسه کړي. ده دا شهرت د ډیرو کړاونو او رنځونو له ګاللو وروسته تر لاسه کړی و. ډیرې نا امیدۍ او غمونه یې و ګالل، خو دی دومره ماهر هنر مند و چې له همدې نا امیدیو او غمونو نه یې ښکلا رامنځ ته کړه، نه تمامیدونکې ښکلا او دا ښکلا د ده په هر یوه اثر کې لوستونکي لیدلای شي. د همدې له پاره ویلای شو چې هانس کریستین اندرسن د لويې شتمنۍ خاوند انسان دی. د ده شتمني د ده آثار او افکار دي اومیراث یې هغه څه دی چې د خپلو آثارو له لارې یې په ښکلې ژبه خپلو لوستونکو ته ورکوي.
د ده آثار تر اوسه پورې په یوسلو پنځوس(۱۵۰) ژبو ژباړل شوي دي. مخکې له مړینې نه یې یو آهنګ جوړونکي سره د خپل تدفین د مراسمو د موزیک په باب خبرې وکړې. هانس هغه ته داسې ویلي و:
«ډیری کسان چې زما مړی به بدرګه کوي، کوچنیان به وي. د موسیقي غږ د هغو له کوچنیو قدمونوسره هم آهنګه جوړ کړه.»
ګیورګ بر اندس د هانس له منتقدینو څخه و. یوه ورځ یې له ده نه پوښتنه کړې وه:
«داسې ورځ به وي چې د خپل ژوند داستان دې ولیکې؟»
هانس په ځواب کې ورته ویلي وو:
«ما هغه داستان پخوا لیکلی دی، د هغه نوم«د مرغآوۍ بد رنګه چورګوړی» دی.
H.C.ANDERSEN Eventyr’ 2’ D`en lille havfrue’ 1994’ Odensa’ Denmark’ s:177-197
په ډنمارک کې د هانس کریستین اندرسن د زیږیدو ورځ ته «د کوچنیانود کتاب نړیواله ورځ» نوم ورکړی شوی دی.
د څو داستاني آثارو نومونه یې دا دي:
ــ  د سمندر وړه ښاپیرۍ،                         
ــ لوی کلاوس او وړوکی کلاوس،
ــ د مرغآوۍ بد رنګه چورګوړی،
ــ د امپراتور نوې جامې
ــ د هومر له مزار نه یو ګل،
ما داسې هوډ کړی چې د ده له آثارو نه په منتخب ډول ځینې داستاني آثار پښتو ته را وژباړم، څو و کولای شم د نړیوالو ادبیاتو او ډنمارکي ادبیانو یو څو ښې بیلګې د پښتو ژبې لوستونکو ته هم وړاندې کړم.
پای