د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د چا؟ کړې ګناه پیټی

پوهندوی آصف بهاند 07.08.2015 12:37

د فیسبوک په ښیرازه بڼ کې، یوه نه ډیرو یارانو لافه کړې وه چې: دا دی زما د ملګرو شمیر له شلو زرو واوښت، دوستانو زما د ملګرو شمیر له پنځوسو زرو واوښت، او واوښت پسې واوښوت.
 ما ته به خندا راغله چې: «ته دا کسه!» ځا ن ته غم جوړوي. داسې وخت هم راغی چې د شل زرو او پنځوس زرو یارانو خاوندانو حکایتونه او شکایتونه پیل کړل چې نن مې دومره وتوږل او ځان مې ترې خلاص کړ او نن مې دومره خلک رخصت کړل او ...
خو زه د خپل(ښايي بد) عادت او اصولو له مخې د مخکتاب په بڼ کې ډیر یاران نه لرم، هغومره یاران مې خوښیږي چې ور ته رسیدلای شم. د مخکتاب د یارانو په منلو کې زما اصول دا دي:
ــ یا به پخوانۍ پیژنګلوي ورسره لرم،
ــ یا به په دې پوهیږم چې د یارانې غوښتونکی ما ته څه را زده کولی شي او یا له ما نه څه زده کولای شي، پرته له دې د «و» او «نه»  په ویلو کې زه غلی یم.  
فیسبوک د نورې دنیا خلک د مرستې، د مالوماتو د شریکولو او آسانتیاوو له پاره کاروي، خو په موږ کې لکه د نور شیانو په څیر نا وړه استفاده و رنه کیږي. بې مسولیته لیکنې ، ښکنځلې، بد رد، نا وړه تبیلغات او ...
خو کله کله ښه پوستونه او ښه کامنتونه هم په کې تر سترګو کیدای شي.
د ۲۰۱۵ کال د اګست په څلورمه له یوه اوږده سفر نه په راستنیدو سره مې وروسته له څه لیکلو او لوستلو د فیسبوک  د بڼ ور پرانست،. هلته مې د مریم میلاد په دې پوست سترګې ولګیدې:
«یوه 75 کلنی المانۍ راغله ویل یی: لږه ستړی یم. ماول ښار کې ډیره ګرځیدلی یی؟ ځواب یی راکړ چی اوس د کاره راغلم ، ما ویل چی ته خو تقاعده یی، نو څنګه کار کوی؟ ویی ویل چی 12 کاله راهیسې په هفته کی دوه ورځی په یوه روغتون کی په وړیا کار کوم.
حیرانه شوم.
دې ته وایی وطن سره رښتینی او سپیڅلي مینه»
https://www.facebook.com/mariam.milad.98?fref=nf  
زه هم له وطن، خلکو او انسانانو سره د بې سارې مینې له دغسې پيښو سره، لږ نه ډیر مخامخ شوی یم. یوه بیلګه یې دا وه چې:
 یوه ورځ د ډنمارکې ژبې د کورس په ټولګي کې د ډنمارکې ژبې ښوونکي چې کیم(Kim) نومیده، د کمپیوتر د غلي کولو په شیبه کې راته و ویل:
 «کله دې چې کمپیوتر ، تلویزیون او نور برقي آلات غلي کول، دا د «ستند بای» سور چراغ هم مړ کړه.»
 ما ویل دا ولې؟
ښوونکي زیاته کړه:
«په ډنمارک کې څه د پاسه پنځه میلیونه وګړي ژوند کوي که په دې پنځو میلیونو کې څلور میلیوونه کمپیوتر، تلویزیون او نورې دې ته ورته برقي وسیلې وکاروي او ټول دا وړوکي سره څراغونه  تر بیا کارولو روښانه پریږدي، نو ښایسته ډیر مصرف ور باندې راځي. دا موږ ته نه مالومیږي، خو دا مصرف که هره ورځ، بیا هر میاشت او بیا هر کال محاسبه شي، لوی مبلغ ورنه جوړیږي. دا د هغو خلکو حق دی چې په فقر کې ژوند کوي، دا پیسې کیدای شي چې که څوک یا کومه خیریه ټولنه د بیوزلو هیوادونو او خلکو له پاره د مرستې غوښتنه وکړي، هلته به یې مناسب ځای وي چې ور کړل شي.»
دا وه د دوی ایډیا او نظریه، خو زما د وطن په باب د نورې دنیا خلک څه ډول فکر کوي؟ هغه به ډیرو هغو هیواد والو ته مالومه وي چې په نورو هیوادونو کې اوږده یا لنډه استوګنه لري. د ډنمارکي ژبې د ښوونکي له پاسني خاطرې علاوه زه هم لکه مریم جانې غوندې یوه ورځ له یوې داسې پيښې سره مخ شوم:
یوه ورځ مې له ونې نه پر لاره باندې رالویدلې غټه څانګه لرې کوله چې یوې سپین سرې ډنمارکۍ ښځې غږ را باندې وکړ:
ــ کیدای شي یوې پوښتنې ته مې ځواب راکړې؟
ــ ما ویل: څه مرسته در سره کولای شم؟
ــ د کوم ځای یې؟
ــ د افغانستان. 
مخ یې بل اړخ ته واړاوه، په ځیږه نا راضه لهجه یې را ته و ویل:
ــ نه یې منم چې د جګړو او کرکو د وطن یو څوک دې له چا سره مرسته وکړي.دا په بنګیدو، بنګیدو په خپله مخه لاړه او زه ...
او زه، خدای زده د چا د کړو ګناهونو په اور کې نینې شوم.
پای