د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمـیرویس نیکــه دجامع جومات خبرتیـــا

بسمل 30.06.2014 02:13

دجرمني د بایرن آیالت په پلازمېنه مونشن ښارکې دافغانانوداسلامي اوفرهنګي مرکز(میرویس نیکه جامعجومات)مشرتابه هیئت د نړۍ په مخ ټولومسلمانوخویندواووروڼوته د راروانې مبارکې روژې له امله مبارکي وايي اوټولوخویندو وروڼوته ددې مهمې فریضې په ادأ کولو کې له الله تعالی ج څخه توفیق غواړي.
موږ ټولومونشن مېشتواومونشن ښارته څېرمه افغانانوته په درناوي خبرورکوو، چې دروژې مبارکې له پيل څخه د میرویس نیکه په جامع جومات کې دتراویح دلمانځه په جریان کې د قران عظیم الشان ختم هم پیل کیږي.
ستاسوعزتمنوراتګ به زموږ د زیاتې خوښي سبب اودالله تعالی ج د رضایت وړ وګرځي.
یادونـــــــــــــه:
درنوخویندو او وروڼوته په ډېر درنښت بلنه ورکول کیږي، چې دمیرویس نیکه جامع جومات دستارخوان دتېرپه څېرستاسو په مخ پرانیستی اوله موږ سره په مینه مینه روژه ماتی کولای شئ.
باید زیاته کړو، چې دپخواپه ډول سږ کال هم زموږ یو شمېردین دوستواوهیواددوستو افغانانو دیولړلګښتونوپه پوره کولوکې خپله صمیمانه ونډه واخیسته کوریې ودان خیردې یوسي.
پتــــــــــــــــــــــــــه:
MACHTLFINGER STRASSE 10
MÜNCHEN 80379 UBAHN- 3
دمختل ففنګ سیمه د مونشن ښارپه سهیل کې موقعیت لري
دمیرویس نیکه دجامع جومات مشرتابه هیئت