د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

دمـیرویس نیکــه جومات خبرتیـــا

بسمل 08.07.2013 15:17

دجرمني د بایرن آیالت په پلازمېنه مونشن ښارکې دافغانانوداسلامي اوفرهنګي مرکز(میرویس نیکه جومات)مشرتابه هیئت د نړۍ په مخ ټولومسلمانوخویندواووروڼوته دروژې مباره کې دراتګ له امله مباره کي وايي اوټولوخویندو اووروڼوته ددې مباره کې فریضې په ادأ کولو کې له پاک رب څخه توفیق غواړي.
موږ ټولومونشن مېشتواومونشن ښارته څېرمه افغانانوته خبرورکوو، چې دروژې مباره کې له لمړۍ ورځې څخه د میرویس نیکه په جومات کې د قران عظیم الشان ختم پیل اودتراویح لمونځ ادأ کیږي.
ستاسوعزتمنوراتګ به د میرویس نیکه جوماتوالودخوښي سبب اوقدمونه به موانشالله دنېکۍ په تله کې ولوېږي.
بلــــــــــــــــــــــــــنه:
درنوخویندو او وروڼوته په ډېر درنښت بلنه ورکول کیږي، چې دمیرویس نیکه جومات په لوی دستارخوان له موږ سره روژه ماته کړي باید زیاته کړو، چې دپخواپه ډول سږ کال هم زموږ یو شمېردین دوستواوهیواددوستوافغانانودیولړلکښتونوپه پوره کولوکې خپله صمیمانه ونډه واخیستله کوریې ودان خیردې یوسي.
پتــــــــــــــــــــــــــه:
MACHTLFINGER STRASSE 10
80379 - MÜNCHEN UBAHN 3
دمختل ففنګ سیمه د مونشن ښارپه سهیل کې موقعیت لري

دمیرویس نیکه جومات مشرتابه هیئت